د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس د افغانستان د زراعتي محصولاتو د زنځیروي ارزښت لوړولو پروژې ‎(USAID - AVC-HVC) له رئیس او سلاکار سره ولیدل

د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، د افغانستان د زراعتي محصولاتو د زنځیروي ارزښت لوړولو پروژې (USAID - AVC-HVC) له رئیس ښاغلي دوکتور جوان "استرادا" او د دې پروژې له ارشد تخنیکي سلاکارې مېرمن فلوران "ولی" سره لیدنه کې په اړوند موضوعګانو بحث وکړ.

د اتاق د عامل پلاوي رئیس د (USAID - AVC-HVC) پروژې مسوولینو ته د صادراتو برخه کې شته ننګونو په تړاو معلومات وړاندې کړل وې ویل: له یو خوا د افغانستان د مېوو د صادراتو موسم دی او له بل لوري په معیار برابر ټرانسپورټي شرکتونو د کمښت ستونزه ده چې محصولات له یوې سیمې بلې سیمې ته انتقال کړي.

ښاغلي"هاشمي" زیاته کړه، هر وخت چې موږ وکولای شول د ټرانسپورټ بیه را ټیټه کړو، کولای شو د سیمې او نړۍ په بازار کې ښه رقابت وکړو.هغه وویل چې د صادراتو لپاره په هېواد کې کافي اندازه محصولات تولیدیږي خو، دغو محصولاتو او تولیداتو ته بازار موندنه او مارکیټ ته رسول ډیر مهم دي، چې په دغه برخه کې د د نړیوالو بنسټونو او د افغانستان د حکومتي ارګانونو ملاتړ جذبول د اتاق له اصلي موخو څخه دي.

د اتاق د عامل پلاوي مشر دغه ناسته کې ټینګار وکړ،چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اوس له یو دقیقې او جامع تګلارې سره ګاونډیو هېوادونو او هغه هېوادونه چې زموږ د تولیدي توکو لپاره اړتیا لري د صادراتو په لورې د حرکت په حال کې دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د زراعتي محصولاتو د زنځیروي ارزښت لوړولو پروژې رئیس ښاغلي جوان "استرادا" د افغانستان د محصولاتو د کیفیت په لوړوالي ټینګار وکړ وې ویل: موږ له کروندګرو سره کار کوو ترڅو، د افغانستان د محصولاتو په ځانګړې توګه د افغانستان د زراعتي محصولاتو کیفیت لوړ کړو او له هغو معیارونو سره برابر شي چې د نړیوال او سیمې هېوادونو د بازارونو غوښتنه ده او له دې سره به صادراتي شرکتونه وکولای شي د اړتیا وړ او اعتباري تصدیق پاڼې ترلاسه کړي.

په دغه ناسته کې، د زراعتي محصولاتو د زنځیروي ارزښت لوړولو پروژې (USAID - AVC-HVC)  ارشد تخنیکي سلاکارې مېرمن فلوران "ولی" تر دې مهاله ترسره شوو کارونو د تایېد ترڅنګ، له ملي او نړیوالو ملاتړو بنسټونو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د دغې موسسې د ګډ کار اجرا کولو په تړاو خپل نظرونه شریک کړل او وړاندیز یې وکړ، چې  په ټولو برخو، هم د ګډ کار هوکړه او د اتاق سره د همکاریو هوکړه لیک چې وکولای شي له خصوصي سکتور استازیتوب وکړي، د دغه بنسټ لخوا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره لاسلیک شي.