د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په مشرۍ د خونې په مرکزي دفتر کې ناسته وشوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د خونې په مرکزي دفتر کې یوه کاري ناسته ترسره شوه.
 
په دې ناسته کې د مدیره پلاوي مرستیالانو او غړو، د عامل پلاوي رئیس او مرستیالانو، د څانګو امرینو، مدیرانو او د خونې یو شمېر کارکوونکو او همکارانو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د کاري بهیر ښه‌والي، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، روڼتیا او د مسئولیتونو ترسره کولو په برخه کې د جديت په اړه لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ، چې خونه د هېواد د سوداګرو او خصوصي سکټور په خدمت کې ده او د مراجعینو چارو ته باید په درناوي، ښه چلند او پر خپل وخت رسېدنه وشي.
ښاغلي هاشمي له مسئولینو او کارکوونکو وغوښتل، چې له ناسالمو سیالیو او سلیقوي چلندونو ډډه وکړي، شخصي موضوعات یوې خوا ته پرېږدي او د ملي ګټو او خلکو ته د خدمت په موخه په همغږۍ، رښتینولۍ او همغږۍ سره خپلې هڅې ترسره کړي. نوموړي همدارنګه د مراجعینو چارو ته پر وخت د رسېدنې او د هغوی د وخت ضایع کېدو د مخنیوي پر ارزښت ټینګار وکړ.
د خونې عمومي رئیس خلکو ته عملي خدمت او د افغانستان ابادي ګډ مسئولیت وباله او د بې‌وزلۍ کمولو، د پانګونې پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې په موخه یې د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ پر همکاریو ټینګار وکړ.
نوموړي په بريالۍ توګه د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون ترسره کېدو ته په اشارې د هغو همکارانو د هڅو مننه وکړه، چې د دغه نندارتون په دايېرولو او ترسره کولو کې یې ونډه لرله. هغه همدارنګه د کارکوونکو د کړنو ارزونې او د وړ کسانو د پېژندلو لپاره د یوې ځانګړې کمېټې جوړېدو خبر ورکړ.
ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه، چې له خپلې شخصي شتمنۍ به د عامل پلاوي د وړ کارکوونکو د هڅونې په موخه لس زره (۱۰،۰۰۰) امریکایي ډالر ځانګړي کړي. دغه پیسې به د یادې کمېټې له ارزونې وروسته د غوره شویو کارکوونکو ترمنځ د نغدي انعام په توګه ووېشل شي.
په دې ناسته کې د مدیره پلاوي مرستیالانو ښاغلي الحاج نوراحمد نورعلم، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، الحاج زلګي عظیمي، الحاج میراجان سلیمان‌خېل او مجیب الرحمن شېرزاد؛ د مدیره پلاوي غړو ګل‌میر امیني او خالد مجید او د مدیره پلاوي د مالي چارو رئیس حاجي خلیل خیرخواه هم ګډون درلود.