د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د قرغېزستان له سفیر سره وکتل

سې‌شنبه، د تلې ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د قرغېزستان جمهوریت له مېشت سفیر ښاغلي تورداکون سیدیکوف سره وکتل او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، ګډې پانګونې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو یې خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د قرغېزستان د سوداګرو او پانګوالو د ګډون د راجلبولو په برخه کې د قرغېزستان د سفیر هڅو له امله مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ یې د لاسلیک شویو سوداګریزو هوکړه لیکونو پر تعقیب ټینګار وکړ.
د قرغېزستان سفیر هم د یاد نندارتون د بریالي ترسره کېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د خونې عمومي رئیس ته یې بلنه ورکړه، چې د یو سوداګریز پلاوي په مشرۍ بیشکیک ته سفر وکړي. نوموړي دغه سفر د صادراتو او وارداتو د پراختیا، د ګډو پانګونو د هڅونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو ټرانسپورټي او لوجسټیکي لارو د رامنځته کولو لپاره یو فرصت وباله.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دې وړاندیز هرکلی وکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چمتووالی یې څرګند کړ، چې د سوداګریزو اړیکو په اسانتیا، د پانګونې د فرصتونو په برابرولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د فعالیتونو په ملاتړ کې همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لورو د سوداګریزو لیدنو او سفرونو پر دوام او د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د اقتصادي او پانګونې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.