ډاکټر محمد جبران مدثر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل رئیس په توګه په کار پېل وکړ.

سې‌شنبه، د تلې ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
ښاغلی ډاکټر محمد جبران مدثر د ازادي سیالۍ په ترڅ کې تر بریاليتوب وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه او کارکوونکو په حضور کې د دې بنسټ د نوي عامل رئیس په توګه معرفي او رسما یې په کار پېل وکړ.
د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د عامل نوي رئیس ته د ګمارل کېدو مبارکي وویله او د خونې له مالي او اداري مرستیال او د عامل ریاست له پخواني سرپرست ښاغلي زین‌الله حسني یې د کړو خدمتونو له امله مننه وکړه. نوموړي پر رښتینولۍ، امانتدارۍ، کاري همغږۍ، د اداري سلسله‌مراتب پر رعایت او اصولو او مقرراتو ته پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
د خونې د عمومي ریاست د سټراټیژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد د ډاکټر مدثر د ګمارل کېدو بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دا بهیر د ازادي سیالۍ او ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ ترسره شوی.
ښاغلي ډاکټر مدثر هم د خونې مشرتابه د باور له امله د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې خپله دنده به د خونې د اساسنامې او د هېواد له نافذه اصولو او مقرراتو سره سم په رښتینولۍ، امانتدارۍ او د مسئولیت په احساس سره ترسره کوي.
دا مراسم د عمومي ریاست د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج زلګي ارین عظیمي؛ د عمومي ریاست د پالیسۍ او دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل؛ د عمومي ریاست د اقتصادي پراختیا مرستیال ښاغلي الحاج نوراحمد نورعلم؛ د عمومي ریاست د خدماتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي؛ د مدیره پلاوي غړو؛ د دارالانشاء رئیس او د عامل ریاست د مرستیالانو او کارکوونکو په ګډون ترسره شول.
د مراسمو په پای کې نوي عامل رئیس خپل کاري دفتر ته ولاړ او رسما یې د خپلې دندې مسئولیت پر غاړه واخېست.