د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون د چمتووالي بهیر لیدنه وکړه.

چهارشنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۵
 
د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون دايېرېدو په درشل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نړیوالو اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ابراهیم محب د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز لیدنه وکړه او د نندارتون چمتووالي بهیر یې و ارزوه.
په دې لیدنه کې د خونې مرستیالانو او د مدیره پلاوي غړو، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال او د خونې یو شمېر مسؤلینو هم ګډون درلود.
پلاوي د نندارتون له سالونونو، غرفو، د مېلمه‌پالنې او نورو اړوندو برخو لیدنه وکړه او پر ټاکلي وخت يې د چمتووالي چارو پر بشپړولو، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ پر برابرولو او د کورنیو او بهرنیو ګډونوالو او مېلمنو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د خونې مسؤلینو همدارنګه د سوداګرو، پانګوالو، سوداګریزو پلاوو او د دولتي ادارو د استازو ښه هرکلي او مېلمه‌پالنې لپاره پر بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ، څو د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون په منظمه او ښه توګه ترسره شي.