د افغانستان او تاجیکستان د سوداګرۍ خونو رئیسانو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

چهارشنبه، د تلې ۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاجیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس ښاغلي فرهاد شاه رحمان علیزاده سره په انلاین لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو، پانګونې او د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پراختیا په اړه خبرې وکړې.
دواړو لورو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو اقتصادي پروګرامونو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي د تاجیکستان سوداګر او پانګوال ته د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې، چې ټاکل شوې د تلې په ۱۵مه په کابل کې پيلېږي، د ګډون بلنه ورکړه. په ورته مهال د تاجیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي ته بلنه ورکړه، څو د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې په ترسره کېدونکي ستر سوداګریز او صنعتي نندارتون کې ګډون وکړي.
دواړو لورو همدارنګه د سوداګریزو پلاوو پر تبادله او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.