د ښاغلي محمد قاسم امرخېل د غړیتوب بيا پيلېدل

پنجشنبه، د تلې ۲مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د وچې مېوې د صادروونکو اتحادیې رئیس ښاغلی محمد قاسم امرخېل، چې د ځینو ملاحظاتو له امله یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مدیره پلاوي کې غړیتوب ځنډول شوی و، د نوموړي د غړیتوب بیا پيلېدو موضوع د افغانستان د وچې مېوې د صادروونکو اتحادیې د غوښتنو او اړینو ارزونو وروسته د ۱۴۰۵ کال د تلې په لومړۍ نېټه د خونې مديره پلاوي د اجرائیه کمیټې په ناسته کې مطرح شوه.
د خونې مشرتابه د موضوع په اړه له هر اړخیز غور، ارزونې او له نوموړي څخه د لیکلي تعهد له ترلاسه کولو وروسته، د رايو په اکثریت سره د ښاغلي محمد قاسم امرخېل د غړیتوب بیا پيلېدل تأیید کړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د نوموړي د غړیتوب بیا پيلېدو هرکلی کوي او ښاغلي امرخېل ته د سوداګرو د خدمت، د صادراتو د پیاوړتیا او د هېواد اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په برخه کې د لا زیاتو بریاوو هیله کوي.
په درنښت
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه