د دوو خونو له لوري د سترو اقتصادي پروژو د تطبيق لپاره د پانګې راټولولو په موخه د ګډې همکارۍ پیل.

سې‌شنبه، د زمري ۲۷مه، ۱۴۰۵
 
د خصوصي سکټور بنسټونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او د لويو پانګونو لپاره د زمینې برابرولو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د یوه ګډ سهامي شرکت د ايجادولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک د حکومت رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو. په یاده ناسته کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزیر ښاغلي مولوي دین‌محمد حنیف، د مالیې وزیر ښاغلي ملا محمد ناصر اخوند، د افغانستان بانک رئیس ښاغلي نوراحمد آغا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د خونې مرستیالانو او د مدیره پلاوي غړو، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس ښاغلي الحاج نبي‌زاده، سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د دې ګډ سهامي شرکت د اېجادولو موخه د خصوصي سکټور د پانګې او ظرفیتونو راټولول، په سترو پروژو کې د پانګوالو ګډون لپاره د زمینې برابرول، د صنعت او سوداګرۍ پراختیا او د تولیدوونکو او له اقتصادي پلوه لومړیتوب لرونکو پانګونو ملاتړ بلل شوی دی.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په دې مراسمو کې د هېواد په اقتصاد کې د خصوصي سکټور د رول په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ یوازې د حکومت له لارې امکان نه لري، بلکې خصوصي سکټور د ملي اقتصاد یوه مهمه برخه جوړوي.
هغه د پانګوالو لپاره د ډاډمن چاپېریال پر رامنځته کولو، د اداري بهیرونو پر اسانه او ساده کولو او د ګډو سهامي شرکتونو د ايجادولو له لارې د پانګې پر برابرولو او سم لوري ورکولو ټینګار وکړ او دغه ډول نوښتونه یې د هېواد له کورنیو ظرفیتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخېستنې په برخه کې مهم وبلل.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د دواړو خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت ايجادول د افغانستان صنعتي کېدو او اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور مهم ګام وباله.
هغه ټینګار وکړ، چې د هېواد د اقتصادي ستونزو حل باید د افغانانو له کورنیو ظرفیتونو، نوښتونو او وړتیاوو څخه په ګټې اخېستنې سره تعقیب شي او حکومت هم د خصوصي سکټور د اقتصادي فعالیتونو او پانګونو ملاتړ لپاره ژمن دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د دې نوښت موخه یوازې د یو سوداګریز شرکت جوړول نه دي، بلکې موخه یې د افغانانو د پانګو راټولولو او پر لويو توليدوونکو پانګو د خورو پانګو بدلولو لپاره د یوه ګډ ظرفیت رامنځته کول دي.
هغه وویل:
«د یو سهامي شرکت ځواک په دې کې دی چې بېلابېلې پانګې، تجربې او ظرفیتونه په یوه ګډ چوکاټ کې راټولوي، څو لوی کارونه عملي شي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د هېواد بنسټیزو پانګونو ته په اړتیا سره په اشاره ټینګار وکړ، چې پروژې باید د کره اقتصادي او تخنیکي مطالعاتو، د بازار د اړتیا، کورنیو ظرفیتونو او د ګټې د کچې پر بنسټ وټاکل شي.
هغه همدارنګه له وارداتو پر محور اقتصاد څخه د تولید پر محور اقتصاد ته د تګ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:
«هر هغه څه، چې په افغانستان کې یې د تولید وړتیا او ظرفیت لرو، باید په افغانستان کې یې تولید کړو.»
الحاج سید کریم هاشمي له هېواد دننه او بهر افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په دې اقتصادي حرکت کې ونډه واخلي او خپلې پانګې د افغانستان په سترو او تولیدوونکو پروژو کې وکاروي.
هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه د «افغانستان د خصوصي سکټور دوه پیاوړي مټونه» وبلل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې پر همکارۍ، همغږۍ او متقابل باور ټینګار وکړ.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې عمومي رئیس هم د دغه هوکړه‌لیک لاسلیک د خصوصي سکټور د لا ډېرې همغږۍ او په سترو اقتصادي پروژو کې د ګډو پانګونو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام وباله.
د دغه هوکړه‌لیک له مخې به دواړه خونې هڅه وکړي، چې د پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو ظرفیتونه په یو ګډ چوکاټ کې راټول او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د سترو پروژو د ارزونې او پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
دغه هوکړه‌لیک د دواړو بنسټونو له لوري د پانګونې زیاتوالي، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، پر وارداتو د اتکا کمولو او د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور د حرکت لپاره د نوې ګډې همکارۍ د بهیر پیل بلل کېږي.
د مراسمو په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس پر یوه ګډ هدف ټینګار وکړ او وه یې ویل:
له وارداتو څخه د تولید پر لور؛ له تړلتیا څخه د ځان‌بسیاینې پر لور؛ له خورو پانګو څخه د سترو پانګونو پر لور؛ او له جلا جلا هڅو څخه د یوه منظم ملي حرکت پر لور.
افغان پانګه د افغانستان د ابادۍ لپاره؛ پیاوړی اقتصاد، پیاوړی افغانستان!