د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې دولسمه فوق‌العاده ناسته ترسره شوه.

یکشنبه، د زمري ۲۵مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې دولسمه فوق‌العاده ناسته د خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د نړیوالو اړیکو مرستیال ښاغلی الحاج محمد ابراهیم محب، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګی عظیمي، د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د سوداګرۍ مرستیال ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي او د خونې د یو شمېر نورو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې د اجنډا له پيل سره د «امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د لا ښه ترسره کولو پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو او د چمتووالي د پروګرامونو او اړینو همغږیو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تېرې یوې میاشتې په ناستو کې د مدیره پلاوي د مرستیالانو، د دارالانشاء رئیس او د عامل پلاوي د ریاست سرپرست د هڅو او فعال ګډون مننه وکړه او د خصوصي سکټور د ملاتړ او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یې د لا ډېر انسجام، همغږۍ او ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.