د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د یوناما دفتر د سیاسی څانګې رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي: زکریا بریالی، خانجان الکوزی، سید پرویز سادات هوفیاني، ضیاالدین اڅکزی، احمد فواد دوست او احمد شکیب احمدیار، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال احمدشاه حکیمي، ملی سوداګرآرین عظیمي هم ګډون درلود، د یوناما دفتر د سیاسي څانګې له مشر ښاغلي سکات سمیت او مل پلاوي سره وکتل او په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د شته ستونزو او د هغو د حل لارو په اړه یې نظرونه سره تبادله کړل.


د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د افغانستان له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د یوناما دفترهڅي وستایل او د افغانستان اقتصادي وضعیت په بیا رغونه، د سیمه ییزو سوداګریزو اړیکو په ښه کولو او له هېوادونو سره د لازمې همغږۍ په رامنځته کولو کې یې د یاد دفتر رول مهم وګنل.


ښاغلي احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پلانونو او په تېره بیا په تېرو درېیو کلونو کې د لاسته راوړنو د بیانولو ترڅنګ د یوناما دفتر له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د خصوصی سکتور اهمیت ته په لیدو د دي سکتور د شته ستونزو د حل په برخه کې له اتاق سره همکارۍ وکړي.


ښاغلي خانجان الکوزي، د خصوصي سکټور د غړو پر وړاندې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له خوا د ویزو د نه ورکړې او له پاکستان سره د ټرانزیټي ستونزو په ګډون د لویو ستونزو یادونه وکړه او د یوناما د سیاسي دفتر له رئیس څخه یې وغوښتل چې د یاد ستونزو د حل په برخه کې د نړیوالو هېوادونو په همکارۍ د افغان سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي الکوزي، افغانستان د سیمه ییز ترانزیت له پلوه یو له مهمو هېوادونو څخه وباله او د یاد دفتر په همکارۍ یې د ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال د پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ.


ښاغلي سکات سمیت، د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبرۍ له هڅو څخه چې د افغانستان د عمومي اقتصادي وضعیت مدیریت یې په ځانګړې توګه په تیرو درېیو کلونو کې یې ترسره کړي، مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د یاد غړو ستونزه به په نړیواله کچه مطرح او د یوې معقولې حل لارې د موندلو لارې چارې به لټوي.

ښاغلي سمیت، د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د یوې مهمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د دې غونډې یوه مهمه موضوع به د افغانستان د خصوصي سکتور شته ستونزو په ګوته کول او ورته د حل لارې چارې موندل وي.

 

سه شنبه، ۱۱ غویې ۱۴۰۳