د افغان – ایران سوداګرو ترمنځ د سوداګریز پیوستون ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي ښاغلي جان آقا صادقي، د ایران لپاره د افغانستان سوداګریز چاروال ښاغلي معین خوافي، د افغان – ایران ګډې خونې رئيس ښاغلي سلیمان خیل، د هرات ولایتي اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي هاشمي، د مرکزي اتاق بشري سرچینو مسؤل ښاغلي نجیب الله فضلي، متشبثو ښځو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله، د افغان – ایران سوداګرو ترمنځ د سوداګریز پیوستون ناسته کې ګډون وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

په یاده ناسته کې، د ایران سوداګرۍ او صنعت اتاق رئیس ښاغلي خلیل قیام او د افغان – ایران سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي محمود سیادت هم ګډون درلود.

ښاغلي قیام د اتاق لومړي مرستیال او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، د افغانستان له لوري د ایران په سوداګریزو توکو د تعرفې کمول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او ډاډ يې ورکړ چې ایراني پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلي مهمند د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب وباله او د ایران سوداګرۍ اتاق له رئیس څخه وغوښتل چې ایراني پانګوال په افغانستان کې د کانونو او کرنې میکانیزه کیدو برخه کې افغان پانګوالو سره ګډې پانګونې ته وهڅوي.

 

دوشنبه، غويي ۱۰مه، ۱۴۰۳