د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغان – قزاق ګډ سوداګریز کور له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي مولوي محمد حلیم مستعین، د عامل پلاوي تخنیکي او پالیسۍ مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي هم حضور درلود، د افغان – قزاق ګډ سوداګریز کور له رئیس ښاغلي ارمان یاسین تایف سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او غښتلتیا يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ارمان له افغانستان څخه قزاقستان ته د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د وچې مېوې او نورو خامو موادو د وارداتو په برخه کې د قزاقستان د سوداګرو د چمتووالي او لیوالتیا خبر ورکړ او د ټرانزیټ، ګډون نندارتونونو او سوداګریزو کنفرانسونو جوړولو برخه کې يې د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک اړین وباله.

ښاغلي مهمند ښاغلي ارمان او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې قزاقستان یو له مهمو اقتصادي هیوادونو څخه وباله چې له افغانستان سره ګډ دیني او کلتوري ارزښتونه لري.
نوموړي د سیمې او نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې او د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې مهمې وبللې او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

سه شنبه، غويي ۴، ۱۴۰۳