د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اروپا سولې انسټیټیوټ له استازي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد شکیب احمدیار او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په شتون کې، د اروپا سولې انسټیټیوټ له استازي ماریان زمبیلیف سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د ګډو همکاریو او د افغان خصوصي سکتور شته ستونزو ته د حل لارو په پیداکولو يې بحث او د نظر تبادله ترسره کړه.

ښاغلي ماریان د اروپا د سولې انسټیټیوټ د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه او همدارنګه د هغې غونډې په اړه چې راتلونکې میاشت په قطر کې د دغه انسټیټیوټ له خوا جوړیږي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د خپل سفر اصلي موخه یې د افغان خصوصي سکتور ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په موخه، د وړاندیزونو راټولول او د مناسبو حل لارو موندل دي.
نوموړي د اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې له دوی سره شریکې کړي، څو په یاده ناسته کې پرې خبرې وشي.

ښاغلي مهمند ښاغلي ماریان ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې په ټولیزه توګه د امنیت ټینګښت، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت مخنیوی د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او د اروپايي هېوادونو ویزو ترلاسه کولو او د افغان کنګل شویو شتمنیو خلاصون برخه کې يې د اروپا سولې انسټیټیوټ له استازي د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې چې د هېواد ملي ګټې په کې په نظر کې نیول شوې وي، مهمې وبللې او له یاد انسټیټیوټ سره یې د سوداګرۍ اتاق د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د ښاغلي ماریان ددغه نیک ګام چې غواړي د افغان خصوصي سکتور ستونزو ته د حل لارې بیامومي د هرکلي کولو ترڅنګ، د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته د سوداګریزو او ټرانزیټي آسانتیاوو نه شتون د افغان سوداګرو له عمده ستونزو وبللې.
همدارنګه، ښاغلي باز د اروپايي اتحاديې له هېوادونو د داسی یوې پالیسۍ جوړولو غوښتنه وکړه چې له مخې يې هغه افغان صاداراتي او وارداتي توکي چې د ایران له لارې ټرانزیټ کیږي، د هغو تعزیراتو څخه چې د نړیوالې ټولنې له لوري په ایران وضع شوي، مستثنا وشمیرل شي څو د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو بهیر کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړې شي.

ښاغلي میرویس هوتک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د اروپا د سولې انسټیټوټ له استازي څخه یې وغوښتل چې د هېواد د خصوصي سکتور د شته ستونزو په حل کې له دغه اتاق سره همکاري وکړي.

 

پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۴۰۳