د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د نړیوالو او عامه اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو په چک جمهوریت کې د افغان سوداګریز اتاق مرستیال ښاغلي فواد نادري سره د لیدنې په ترڅ کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړی او د دواړو اتاقونو ترمنځ تفاهملیک یې لاسلیک کړ.
 
ښاغلي برهان ښاغلي نادري ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې وکړی او د چک خصوصي سکتور او د دوی له لارې يې په افغانستان کې د اروپایي پانګه اچونو غوښتنه وکړه. سربیره پردی، يې د هېواد د خصوصي سکتور څخه د زیربنايې پروژو په تطبیق کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي نادري د چک جمهوریت شتو امکاناتو او وړتیاوو په ځانګړې توګه د تخنیکي توکو، کرنیزو ماشین آلاتو، درملو او په دی برخه کې د نوموړي هېواد د تجربو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، ډاډ ورکړ، چې د پانګو د جلب او د دواړو اتاقونو اړیکو د غښتلتیا په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
 
د ناستې په ترڅ کې دواړو لوریو موافقه وکړه، چې د همکارۍ تفاهملیک پر بنسټ به سوداګریز تواصل کنفرانسونه، په چک جمهوریت کې د افغاني محصولاتو نندارتون او په افغانستان کې د چک جمهوریت تولیداتو نندارتونونه په لاره واچول شي او همکارۍ تفاهملیک د ښاغلي برهان او ښاغلي نادري له لوري لاسلیک کړی شو.
 
دواړو لوریو د افغان – چک او افغان - اروپا ګډو سوداګریزو اتاقونو رامنځته کیدو، سوداګریزو ناستو او په افغانستان کې د بهرنیو پانګه اچونو په جلب ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د صادراتو پراخوالي مسؤل د پوهنې او تغذیې نړیوالې مؤسسې ((NEI له رئیس ښاغلي ولید روشن او د هنګ له یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی په کاروبار کې د لازمو آسانتیاوو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړی، چې د هنګ صادروونکو ته په هېواد کې دننه د هنګ محصولاتو ازمایشت زمینه برابره کړي."
 
ښاغلي عطايي هیله څرګنده کړه، چې د ازمایښتي مرکز جوړول به ټولې هغه ستونزې چې د هنګ صادروونکي یې هندوستان سره لري له منځه ویسي او همدارنګه په نږدی راتلونکی کې به اتاق د سوداګرۍ او صنعت وزارت د پوهنې او تغذيې نړیوالې مؤسسې سره یو دری اړخیر تفاهملیک لاسلیک کړي.
 
ښاغلي هوتک ډاډ ورکړ چې نوموړی تفاهملیک به د ارزونې او د سوداګرۍ او صنعت وزارت سره د شریکولو څخه وروسته د لوی اختر په څلورمه د نوموړي شرکت سره لاسلیک شي.
 
ښاغلي روشن په هېواد کې دننه د هنګ ازمایښتي مرکز جوړولو په اړه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د هنګ ازمویولو قیمت کمولو په برخه کې به هم کوټلي ګاموته پورته کړي.
 
ښاغلي روشن زیاته کړه چې د افغانستان مؤسسه به هڅه وکړي چې د هنګ صادروونکو لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو هندوستان ته د هنګ صادرولو په برخه کې د ستونزو سره مخ نشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت استازي، د کابل سوداګریز مرکز رئیس ښاغلي عبدالقدیر بهمن او د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک سره یو آنلاین کنفرانس چې ۴۰ هندي شرکتونو هم پکې ګډون درلود تر سره کړ.
 
ښاغلي عطايې وویل "د هندوستان سره د افغانستان د صادراتو کچه ترټولو زیاته ده. د وچو او تازه میوو سکتور کې د پراختیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره باید د افغان – هند ګډ سوداګریز اتاق تأسیس کړی شي."
ښاغلي عطايې زیاته کړه "د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۷ سوه میلیونه ډالره ده او دا چې هندوستان د افغاني محصولاتو لپاره یو ښه بازار دی، نو د لازمو آسانتیاوو او امکاناتو منځته راتګ سره دا عدد لا هم زیاتیدی شي."
 
ښاغلي عطايې هیله څرګنده کړه چې که چیرې د چابهار بندر کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې به د پام وړ زیاتوالې راشي.
 
آغلې وردک وویل "هڅه کوو چې، د وچو او تازه میوو سوداګرو ستونزو ته د حل لارې پیدا او هندوستان ته يې د صادرولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړو."
 
د کنفرانس په پای کې، د دواړو هېوادونو سوداګرو د ښو سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړی او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه یو د بل محصولاتو لپاره ښه بازارونه دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت استازي، د ایران د سوداګریزې پراختیا سازمان عمومي رئیس او د وزیر مرستیال ښاغلي حمید زادبوم، په افغانستان کې د ایران میشت سفیر ښاغلي بهادر امینیان، په ایران کې د افغان میشت سفیر مرستیال ښاغلي عبدالقیوم سلیماني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرسیتال ښاغلي میرویس هوتک او د هرات – مشهد سوداګریزو اتاقونو مدیره پلاوو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په پار جوړه شوې آنلاین ناسته کې ګډون وکړ.
 
پدې آنلاین ناسته کې، دواړو لورو د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو، د سوداګرۍ پیاوړتیا او پراختیا، په افغانستان کې د ایراني پانګه اچوونکو پانګه اچونو او په ایران کې د افغان پانګوالو پروړاندې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی او په له منځه وړلو يې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور په استازیتوب ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ایراني پلاوي څخه ددی آنلاین ناستې جوړولو په پار مننه وکړه. او همدارنګه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، دیني، سیاسي، او اقتصادي اړیکو د ژورتیا په اړه خبرې وکړی او د سوداګریزو اړیکو په پراختیا يې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه "افغانستان په تیرو ۲۰ کلونو کې د ډیرو کړاوونو تجربه کولو وروسته، له نیکه مرغه د فرصتونو په ښار بدل شوی دی. د نړیوالو شمیرنو پر بنسټ افغانستان د ۳ تریلیونه ډالرو په ارزښت قیمتي ذخیرې لري. او د موقعت له نقطه نظره، د وریښمو له لارې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا او آسیا او اروپا نښلونکی هېواد ګڼل کیږي. د سوداګریزو او پانګه ایزو ریفورمونو او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې په نړیواله کچه، لوړ ځای لري چې د بهرنۍ پانګه اچونې د جذب سبب ګرځیدلی دی."
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په اوږدو کې، دغه آنلاین ناسته د ګډو پانګه اچونو، د اقتصادي پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو کچې ډیروالي، د هوايې لارې بیا پرانستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو سفرونو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت وباله او هیله يې څرګنده کړه چې دغه آنلاین ناسته به د ایراني او افغاني سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو سبب وګرځي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د هنګ له یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دی ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صادراتو پراختیا مسؤل هم ګډون درلود. ښاغلي هوتک په هېواد کې د هنګ کیفیت تثبیتولو شرکتونو په کار ټینګار وکړ ترڅو سوداګر هندوستان ته د هنګ د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.
 
ښاغلي هوتک د خپلو خبرو په جریان کې وویل "اتاق به په نږدی راتلونکی کې د هنګ له نمونه ګیرۍ شرکتونو سره تفاهملیک لاسلیک کړي او سوداګر به له دی وروسته د هنګ د ځنډني آزمایښت سره مخ نشي."
د اتاق د صادراتو او پانګوونې پراختیا مسؤل ژمنه وکړه چې د هغه شرکتونو سره به د ګمرک او ترانسپورت برخو کې همکاري وکړي چې غواړي د نمونه ګیرۍ ماشینونو هېواد ته وارد کړي.
 
د هنګ شرکتونو مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همیشنیو همکاریو ستاینه وکړه او وی ویل چې دوی به ډیر ژر د اتاق سره د نمونه ګیرۍ په برخه کې تفاهم لیک لاسلیک کړي او چمتو دي چې په ښه کیفیت سره په هیواد کې د افغان سوداګرو محصولات و ازمويي.
 
د غونډې په پای کې، هوکړه وشوه چې ډیر ژر به یو تفاهملیک لاسلیک شي چې پر بنسټ به يې د ازموینې قیمت ۲۰۰ ډالره وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي په کابل کې د ایران سفارت له سوداګریزې آتشې (چاروال) ښاغلي ابراهیم حسیني سره د لیدنې په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سوداګرو شتو ستونزو له منځه وړلو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي عطایي په کابل کې د ایران سفارت نوې سوداګریزې آتشې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سوداګرو شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په برخه کې د ایران سفارت سوداګریزې آتشې همکاري له اتاق او خصوصي سکتور سره اړینه وبلله.
 
ښاغلي عطايي له مختلفو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا برخه کې د ایراني بندرونو رول ته د اشارې کولو ترڅنګ، ایران ته د افغاني توکو صادراتو کې اسانتیا، په ایران کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو ستونزو حل، د چابهار بندر ظرفیت لوړولو په موخه د ښکیلو هېوادونو ژمنو عملي کولو، د ایراني سوداګرو سوداګریزو تجربو لیږد افغان سوداګرو او پانګه والو ته او د هیواد سوداګرو لپاره د ویزې اسانتیاو پر رامینځته کولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي حسیني د ایران په بیلابیلو ادارو کې د خپلو کاري تجربو په یادولو سره، په افغانستان کې د خپل کار له پیل او د اتاق د چارواکو په ځانګړې توګه د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي عطايي سره د پیژندګلوۍ څخه خپله خوښي څرګنده او زیاته يې کړه چې په ایران کې د افغان سوداګرو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې بیلا بیل پروګرامونه تر لاس لاندی لري او هڅه کوي ترڅو دی ستونزو ته د سوداګریزو شخړو حل مرکز له لارې د حل لارې چارې ولټوي.

مقالات دیگر...