د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د سوداګرۍ او صنعت وزارت نندارتونونو رئیس، د اتاق د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د۲۰۲۰ زیږدیز کال دوبۍ نړیوال نندارتون کې برخه اخیستو ته لیواله شرکتونو لپاره د پوهاوي غونډه کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي عطايې ګډونوالو ته د هیواد د محصولاتو معرفي کولو، بازار موندنې او سیمې او نړۍ ته د فعالیتونو پراخولو په برخه کې د نندارتونونو په ځانګړې توګه د دوبۍ ۲۰۲۰ نړیوال نندارتون ارزښت په اړه مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، زیاته کړه " د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرۍ او صنعت وزارت سره په همغږۍ کې، په نړیواله کچه د افغاني محصولاتو د ودې لپاره د افغان شرکتونو ګډون ته لار هواره کړې ده."
 
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نندارتونونو رئیس د دوبۍ نړیوال نندارتون په اړه او د افغانستان حکومت لخوا ګډونوالو ته په دی نندارتون کې د برخې اخیستو په موخه، چمتو شویو اسانتیاو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
 
د دوبۍ نړیوال نندارتون، چې د روان کال په اکتوبر کې په دوبۍ کې ترسره کیږي، د ۶ میاشتو لپاره به دوام وکړي. له ۱۰۰ څخه ډیر افغاني شرکتونه او د ټولې نړۍ څخه په سلګونو شرکتونه به پدې نندارتون کې برخه واخلي او خپل محصولات به نندارې ته کیږدي.
 
په دی نندارتون کې به افغاني محصولات لکه زعفران، قیمتي ډبرې، د درملو بوټي، غالۍ، زیورات، مرمر او ګرنیټ، لاسي صنایع او نور صادراتي محصولات نندارې ته کیښودل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د د ارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په چین کې میشت افغان سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله ۳۰۰ هغو سوداګرو ته چې د چین هېواد سره سوداګریزې اړیکې لري، د چین ویزې اخیستلو په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پخوانیو هڅو ستایلو ترڅنګ، په دی برخه کې د اتاق د لاډیرو همکاریو غوښتونکې شو.
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي باز د سوداګرو ستونزې تائید کړې او ښاغلي مهمند وویل چې د ناستې جوړیدو څخه دمخه، نوموړي د بهرنیو چارو وزیر سره د تیلفوني اړیکې په واسطه یاده موضوع شریکه او د بهرنیو چارو وزیر هم ډاډ ورکړ چې د وزارت اړوندې برخې ته يې سپارښتنې کړي، چې په کابل کې د چین سفارت سره په همغږۍ یادې ستونزې ته ژر تر ژره د پای ټکې کیږدي.

د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې او د سکتوري اتاقونو استازیو د دامپنګ ضد قانون د طرح په اړه د زمري په ۷مه نیټه، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې ځانګړې ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي د دامپنګ ضد قانون طرحې ارزونې په اړه خپل ارزښمتن نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
په دې ناسته کې د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې استازي، د ولسمشرۍ لومړي او دویم معاونیت استازیو، د صنایعو او معدنونو اتاقونو مسؤلینو، ښځو، کسبګرو او د کرنیزې برخې مسؤلینو د ګډون کولو ترڅنګ، د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي کوهي د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپله خوښي څرګنده او د کورنیو تولیداتو په ملاتړ او د لری او نژدی هېوادونو څخه د وارداتي توکو په برخه کې په سالمې سیالۍ ټینګار وکړ. او زیاته يې کړه چې په دی قانون کې باید د کورنیو تولیداتو زیاتوالي، پانګه اچوونکو هڅونې او د زیانونو پیژندلو په اړه نظرونه ځای پر ځای کړی شي.
 
ښاغلي کوهي د خپلو خبرو په جریان کې وویل "د خونو رامینځته کیدل باید په عمل کې خپل اغیزمنتوب وښیې او د کورنيو تولید کونکو لپاره د ډیرو اسانتیاو چمتو کولو لپاره د پخوا په پرتله ډیر منظم حرکت وکړي او هغه ستونزې چې کورني تولیدونکي دا مهال په بیلابیلو سکتورونو کې ورسره مخ دي لرې کړی شي.
 
ښاغلي کوهي هیله څرګنده کړه چې د نوموړي قانون بډای کول به د کورني تولید کونکو کار په اصولي چوکاټ کې راګیر کړي ترڅو دوی وکولی شي د وارداتي توکو واردونکو سره په سالم ډول سیالي وکړي.
 
د یادو اتاقونو مسؤلینو د دامپنګ ضد قانون بډای کیدو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح، په نوموړي قانون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مطرح شوې مادې تائید، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او اړونده ادارو څخه يې د نوموړو مادو د تصحیح غوښتنه وکړه او د دی ډول ناستو په تکرار يې ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د معدنونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ معین ښاغلي محمد عتیق ذکي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو (د لوی کان کیندنې پروژو په اړه د پوهاوي) تر عنوان لاندې په جوړه شوې ناسته کې د ګډون کولو ترڅنګ، د معدنونو په سکتور کې د پانګه اچوونکو او صادروونکو شتو ستونزو، ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي احمدیار د معدنونو او پټرولیم وزارت څخه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو او د لویو او کوچنیو پروژو د اوطلبۍ په برخه کې د لازمو آسانتیاو او ښو کړنلارو رامنځته کول وستایل او زیاته یې کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق مشرتابه د معدنونو او پټرولیم وزارت دغه کړنه ستایې او ملاتړ يې کوي."
 
ښاغلي احمدیار د نیمګړو پروژو د کار بیا پیلیدو غوښتنې ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د معدنونو او پټرولیم وزارت ددی پروژو د کار دوام لپاره یوه منظمه کړنلاره رامنځته کړي ترڅو کارونه په سم او شفاف ډول پرمخ ولاړ شي.
ښاغلي احمدیار د پانګه اچوونې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو د معدنونو او پټرولیم وزارت کړنې وستایلې خو ټینګار يې وکړ چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پانګه اچونې او صادرولو په برخه کې ډیرې ستونزې شته او باید له منځه ولاړې شي.
 
ښاغلي ذکي وویل "د معدنونو او پټرولیم وزارت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادروونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه منظم پروګرامونه د لاس لاندی لري، او له دی وروسته داوطلبان کولی شي د دولت سکتوري ادارو په ملاتړ خپلو کارونه ته دوام ورکړي."
 
ښاغلي ذکي ډاډ ورکړ چې له دی وروسته به قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په غیر قانوني ډول له هېواد څخه د باندی نه وځې. ددی ډبرو د صادرولو لپاره یوه داسې کړنلاره رامنځته شوې په پر بنسټ يې صادرونکي په اصولي چوکاټ کې دننه خپل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.
 
ښاغلي صافي د معدنونو او پټرولیم وزارت وروستیو کړنو ستایلو ترڅنګ، وویل چې دا کړنې ددی سکتور پانګه اچوونکو او صادروونکو ستونزو له منځه وړلو لپار کافي نه دي، او باید چې دی برخې ډیره پاملرنه وشي.
ښاغلي صافي زیاته کړه "په هیواد کې ډیرې زیرمې شتون لري، مګر د امنیت نشتوالی د دې زیرمو استخراج لپاره یو له خورا جدي خنډونو څخه ګڼل کیږي."
 
ښاغلي صافي د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې اوس هم قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په دودیز ډول استخراج او د هېواد څخه دباندی په غیر قانوني ډول لیږدول کیږي، چې باید ددی کار مخه ونیول شي.
 
ښاغلي عطايې د معدنونو په برخه کې د پانګه اچونې لپاره لازمو چوپړتیاوو او د کړنلارې رامنځته کول وستایل او هیله يې څرګنده کړه چې ددی کړنلارې په رامنځته کولو سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیول شي. سربیره پردی، پانګه اچوونکي به وهڅیږي او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو لپاره به مناسب بازار رامنځته شي.
 
د ناستې ګډون کوونکو د شتو ستونزو له منځه وړلو په موخه خپل ارزښتمن نظرونه مطرح کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او معدنونو او پټرولیم وزارت پانګه اچوونکو او صادروونکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ددی ډول ناستو په تکرار او دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس شفیق الله عطايې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له خوا " د په کار ګمارونکو ښځو سولې ملي ناسته" تر عنوان لاندی په جوړه شوې غونډه کې د ګډون کولو ترڅنګ، د ښځینه سوداګرو فعالیتونو په وړاندی د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړی او د سولې په منځته راتګ، پرمختګ، د خصوصي سکتور او ښځو په وړاندی د ننګونو له منځه وړلو په برخه کې ددی ډول ناستو ترسره کول اړین وبلل.
 
ښاغلي عطايې په صنعت او پانګوونې برخو کې د میرمنو تشبثاتو له ودې څخه خوښي څرګنده او ټینګار يې وکړ چې د ښځو د پانګونې د ملاتړ لپاره منظمې تګلارې تراوسه نه دي پلې شوې. او دا هغه ننګونې دي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل پرې د برلاسه کیدو هڅې کړي دي.
 
ښاغلي عطايې د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې د میرمنو رول خورا حیاتي ګڼلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه به د تل په څیر د خصوصي سکتور ملاتړ ته دوام ورکوي.
ښاغلي عطايي زیاته کړه "سوداګر د هیواد اوسني وضعیت ته ډیر اندیښمن دي او دواړه ښکیلې خواوې باید د سولې په خبرو کې د خصوصي سکتور مهم رول په پام کې ونیسي، ځکه چې خصوصي سکتور په هیواد کې د تلپاتې سولې په رامینځته کولو کې مستقیم رول لري."
 
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مشرتابه غړو د هیواد په اقتصادي وده کې د میرمنو رول خورا اغیزمن وباله او ویې ویل چې د سولې په پروسه کې باید د ښځو رول ته په درنه سترګه وکتل شي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مدیره پلاوي رئیسې آغلې افسانه رحیمي په تیرو شلو کلونو کې د ښځو رول وستایه او زیاته یې کړه چې اوس مهال ۵۷ زره ښځینه سوداګرې او کارګرانې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په هېواد په کار بوختې دي چې د دولت جدي ملاتړ ته اړتیا لري.
 
آغلې رحیمې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه هم وغوښتل چې د ښځینه متشبثینو لپاره د زیاتو اسانتیاو برابرولو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د یوناما دفتر سیاسي برخې مرستیالې آغلې (لیزا رفیک) او د ټولیزې سولې میکانیزم رئیسې آغلې لیلما ناصري د افغانستان اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده او زیاته يې کړه چې ښځینه میرمنې د خپل سیاسي راتلونکي په اړه اندیښمنې دي او باید دې اندیښنو ته ژر تر ژر د پای ټکې کیښودل شي.
 
د ناستې په پای کې، ګډون کوونکو د فرصتونو او ننګونو پیژندلو لپاره په بیلابیلو سکتورونو کې ګروپي کار ترسره کړ ترڅو وکولی شي د دوی دفعالیت په وړاندی شته ننګونې او فرصتونه وپیژني او ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې په ګوته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق یو شمیر ډیپارټمنټونو مسؤلینو او له بل پلوه په حیدر آباد کې میشت افغان جنرال قونسل ښاغلي سلیمان کاکړ، د تلنګانه سوداګریز اتاق مسؤلینو، د لویو سوداګریزو شرکتونو او اقتصادي برخې مسؤلینو د همکارۍ تفاهملیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون درلود.
 
ښاغلي عطايي ګډونوالو ته د وړتیا، شته ظرفیت، د غړو شمیر او د ولایتي خونو، بهرنیو اړیکو، له مختلفو هیوادونو سره د ګډو اتاقونو او د هغو تفاهملیکونو په اړه چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د نورو سره لري د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، وویل "اتاق له هندوستان سره نږدې اړیکې لري او د اړیکې لا پسې پراخیږي. بله دا چې، موږ له هندوستان سره د همکارۍ پراختیا ته لیواله یو، په ځانګړي توګه د تیلنګانا سوداګریز اتاق سره."
 
ښاغلي عطايې زیاته کړه "د نندارتونونو په لاره اچول، د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا په موخه د کنفراسونو دیرول او د ړوه اړخیزو پلاويو سفرونه د سوداګرۍ او همکارۍ د ودې په برخه کې اړین رول لوبوي او باید چې دواړه خواوې ورته پاملرنه وکړي."
 
ورپسې ښاغلي محمد سلیمان کاکړ، د سوداګرۍ د دواړو خونو ترمینځ د تفاهم لیک لاسلیک د تبادلې د کچې لوړولو او اړیکو پراخولو لپاره ګټور ګام بللو ترڅنګ، زیاته کړه " د افغانستان قونسل جنرال د دوه اړخیزو سوداګرو سره همکارۍ ته چمتو دی، او ډیر ژر به په کنفرانسونو او نندارتونونو کې چې په لاره اچول کیږي، موږ به د دواړو لورو د ګډون لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته او خپلې ګډې همکارۍ ته به دوام ورکړو."
 
د تلینګانا اتاقونو فدراسیون رئیس ښاغلي حیاتي نراوان، او په تیلنګانا کې د هند حکومت سکرتر ښاغلي جیش رنجن، چې د تولید او سوداګرۍ سکتور مسول دی، هم د افغان محصولاتو، په ځانګړي توګه وچې میوې، درملیزو نباتاتو لاسي صادراتو او قیمتي ډبرو لپاره په تلنګانه کې د شتو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه چې " تلینګانا د افغان محصولاتو لپاره ښه بازار کیدی شي او افغانان کولی شي د تلینګانا محصولات، ټیکنالوژي او د تلینګانا خصوصي او اقتصادي سکتور تجربې افغانستان ته له ځان سره راوړي."
 
په دی مراسمو کې چې، سوداګرو او د سوداګریزو او اقتصادي سکتورونو چارواکو، دولتي او غیر دولتي دواړو په کې برخه اخیستې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او پانګونې اتاق او د تیلنګانا سوداګریز اتاق رئیسانو په آنلاین ډول د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.

مقالات دیگر...