د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ شته ستونزو حل او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رييس ښاغلي توکل احمد يار، د اتاق د مديره پلاوي سوداګريز مرستيال خير الدين مايل احمدي، د اتاق د پانګونې مرستيال سلطان محمد صافي، د اتاق د نړيوالو اړيکو د کميټې رييس سيد جاويد برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست شفیق الله عطايي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډ اتاق مشر خان جان الکوزي، دغه راز د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د فدراسیون مشر ښاغلي عرفان اقبال شيخ، د پاکستان د سوداګرۍ اتاق مرستيال ښاغلي جمال الدين اچکزي، د پاکستان د سوداګرۍ اتاق د مديره پلاوي پخواني مرستيالانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال میرویس هوتک او د اتاق د صادراتو او پانګونې پراختيا، نړيوالو اړيکو ډيپارټمنټونو مسوولينو په حضور کې ترسره شوه.
 
په پيل کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د فدراسیون مشر ښاغلي عرفان اقبال شيخ، د‌ غونډې هدف تشريح او ګډونوالو ته ښه راغلاست وينا وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي مشر ښاغلي توکل احمد يار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې شته ستونزو يادونه وکړه او دغه ډول ناستې يي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختيا کې ګټورې وبللې.
 
ښاغلي احمديار وويل: (پاکستان د افغانستان مهم تجارتي شريک دی، خو متاسفانه، چې د پاکستان له لوري له افغان سوداګرو سره ښه چلند نه کيږي. زه د افغانستان د خصوصي سکتور په استازيتوب له پاکستاني چارواکو غواړم، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې افغان سوداګرو لپاره همکاري او اسانتياوې رامنځته ته کړي.)
 
په دغه غونډه کې د افغانستان او پاکستان د اتاقونو مسوولينو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت برخه کې په موجوده ستونزو په ځانګړي ډول د پيسو انتقالاتو، د صادراتو او وارداتو، ګمرکي او ټرانزيټي ننګونو په لمنځه وړلو ټينګار وکړ.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق فدراسيون مسوولينو په اوسني وخت کې افغانستان سره د بانک له طريقه د پيسو ليږد او راليږد محدودیت ته په اشارې وویل، چې بايد د افغانستان مرکزي بانک يو حل لپاره اقدام وکړي.
 
د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق فدراسيون او د پيسو د انتقال ستونزو په نظر کې نيولو سره د بارتر تجارت (د جنس بدل کې جنس) په مروج کولو ټينګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستيال ښاغلي سلطان محمد صافي په پاکستان کې افغان سوداګرو او پانګوالو د کار په وړاندې شته ستونزې بيان کړې ويې ويل: ( له ډير وخت راهيسي د پاکستان حکومت له مسولينو، د پاکستان پارلمان د مشر او نورو چارواکو سره د دغه ستونزو د لمنځه وړلو ټينګار کوي، خو تر اوسه د ستونزو حل لپاره عملي اقدامات نه دي شوي.)
 
ښاغلي صافي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو د بيلانس لوړ تفاوت ته اشارې په اوس وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بارتر سوداګري ناممکن وبلله او د دې سوداګرۍ د شرايطو مساعد کيدو لپاره يې، د همغږۍ د مشترکې کمېټې جوړلو وړاندیز ترڅنګ، له پاکستاني پانګه والو وغوښتل، چې افغانستان کې پانګونه وکړي، تر څو د موادو پروسس او صادرات زيات شي.
د اتاق تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي له پاکستان سره د بارتر سوداګرۍ د پراختیا هر کلی وکړ، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بیلانس کې لوړ توپير ته په کتو یې د اوس لپاره کافي نه بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیسو انتقال ستونزې حل کولو لپاره د مناسبو لارو پیدا کولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ برخه کې شته ستونزو یادونه وکړه ویې ویل، چې دوی عمدتآ پاکستان ته د صادراتو د تخنیکي ستونزو په تړاو د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشخص وړاندیزونه شریک کړي دي.
 
د‌ غونډې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نړيوالو اړيکو کميټې مشر ښاغلي سيد جاويد برهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ اپټا تړون د ښه تطبيق ، د صادراتو او وارداتو توازن لپاره د افغانستان د مېوو، د تالک، کرومايټ ډبرو پروسس او صادراتو برخه کې د پاکستان د خصوصي سکتور د پانګونې او ګډ کاري ګروپونو د ايجاد غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د صادراتو او پانګونې د پراختیا ډیپارټمنټ مسوول او د روغتونونو او خصوصي پوهنتونونو اتحادیو استازو سره د لیدنې په ترڅ کې، د یادو شوو اتحادیو په ستونزو خبرې وکړې.
 
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د روغتیا او لوړو زده کړو سکتورونو په ارزښت او د دوی شته ستونزو ته حل لار پیدا کولو په تړاو خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند وویل "د هېواد سختو شرایطو کې د روغتیا او لوړو زده کړو سکتورونو پانګونې ټولنې ته د خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ زرګونو هېوادوالو ته د کاز زمینه مساعد کړې او هېواد ته مسلکي کادرونه وړاندې کوي."
ښاغلي مهمند د یادو سکتورونو خدمتونه اړین وبلل، خو د دغو برخو د خدمتونو د معیاري کولو او کیفیت په لوړولو یې ټینګار وکړ.
 
د روغتونونو او خصوصي پوهنتونونو اتحادیو استازو خپلې ستونزې په لاندی ډول بیان کړې:
• پر عوایدو د ماليي برخه کې، د تیر حکومت نه همکاري
• د برېښنا لګښت برخه کې په روغتونو لوړې تعرفې تعرفواو د ځمکو ویش برخه کې دوه ګونې چلند
 
دوی د ذکر شویو ستونزو حل په برخه کې د اتاق له رهبرۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي سخي د یادو سکتورونو ستونزو له تائید ترڅنګ، د دوی د خدماتو د کیفیت پر لوړوالي ټینګار وکړ او ترڅنګ يي له دوی څخه وغوښتل چې د خپلو ستونزو د له منځه وړلو په موخه خپل وړاندیزونه او طرحه په لیکلي بڼه له اتاق سره شریک کړي.
 
په پای کې، د روغتیا او لوړو زده کړو اتحادیو استازو د اتاق د مشرتابه څخه وغوښتل چې د اتاق د تخصصي کمېټو په ترکیب کې د لوړو زده کړو کمېټه هم رامنځته او د دوی د شته ستونزو په لمنځه وړلو کې همکاري پراخه کړي.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي ژمنه وکړه چې د دوی وړاندیز به د مدیره پلاوي په ناسته کې مطرح او په اړه به يي لازم اجراات ترسره شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د کانونو او صنایعو اتاق رئیس ښاغلي تور ملنګ شګیوال، د پنجشیر ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نجابت حیدري، د ننګرهار ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد او د هېواد ملي سوداګر ښاغلي حاجي ببرک پاکستان ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ د پاکستان پارلمان له رئیس ښاغلي اسد قیصار او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي صادق خان سره لیده کاته وکړل.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان پارلمان له رئیس سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شتو سوداګریزو ستونزو، د ګډو پانګه اچونو ترویج، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، د لازمې همغږۍ په ترسره کولو او د افغانستان خلکو او خصوصي سکتور سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.
 
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ولسمشر ځانګړي استازي سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د افغان – پاک ګډ اتاق، افغانستان ته د سوداګریزو توکو لیږد په برخه کې د شتو تخنیکي ستونزو، د پاکستان له پولو څخه په ګټې اخیستنې د سویلي آسیا نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو لیږد، افغان سوداګرو ته د پاکستان ویزو صدور په برخه کې شتو ستونزو او د ګډو پانګه اچونو جلب په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو د اسلامي همکارۍ سازمان سرې میاشتې ځانګړي استازي ښاغلي عمر تاسلي سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د یاد سازمان د پروژو د تطبیق او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي تاسلي وویل " د اسلامي همکارۍ سازمان سره میاشت د اسلامي هېوادونو سازمان تر چتر لاندی فعالیت کوي او پام کې لري چې په افغانستان کې دوه پروګرامونه چې عبارت دي له: افغانانو ته د بشردوستانه مرستو ویش او افغان بزګرانو سره د مالدارۍ، کرنې او فارمونو په برخه کې مرسته کول پلي کړي."
 
نوموړي زیاته کړه چې یادې لنډ مهاله او اوږدمهاله دوه پروژې به نږدی راتلونکي کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ او همغږۍ سره پلی او د پروژو د تطبیق په برخه کې يي د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي تاسلي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق د ۹۰ کلونو مخینې په اړه بشپړ مالومات ورکړل.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "د افغانستان د سوداګراۍ او پانګونې اتاق د هرې هغې پروژې او پروګرام چې د افغانانو په ګټه، په اوږدمهال کې افغانانو ته د کارموندنې زمینې برابرولو ترڅنګ، کولی شي هېواد د ځان بسیاینې په لور بوځي، ملاتړ کوي."
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې، په هېواد کې د اداري فساد نه شتون د عام المنفعه پروژو د تطبیق لپاره یو ښه فرصت وباله او ددی پروژو د تطبیق په برخه کې يي د اتاق د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې، د لاهور صنعتي پارکونو لیدلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د پاکستان د لاهور اتاق ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
 
د سلطان محمد صافي تر ریاست لاندی په یاد سفر کې د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد، د پنجشیر ولایتي اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي نجابت حیدري، ښاغلي تورملنګ شګیوال د کانونو او صنایعو اتاق رئیس او د هېواد ملي سوداګر ښاغلي حاجي ببرک هم ګډون درلود.
 
په لومړي ګام کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پنجاب صوبې د صنعتي پارکونو او نورو مختلفو سکتورنو څخه لیدنه وکړه. د لاهور ښار د سترو صنعتي ودانیو لرلو ترڅنګ، په ۲۵ مختلفو سکتورونو کې د ۵۳۳ شرکتونو لرونکی ښار دی، چې په آزادو اقتصادي زونونو کې د ډیرو تجربو لرلو سره د خورا اهمیت څخه برخمن دی.
 
د پاکستان پنجاب صوبې سره ګډې همکارۍ کولی شي، چې د ګډو پانګه اچونو د جلب او د هېواد د اقتصادي رغښت سبب وګرځي.
سربیره پردی، د اتاق مشرتابه پلاوي او ورسره مل ټیم د سندر ښارګوټي د آزادو اقتصادي زونونو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل "نوموړي زونونه د ډیرو پانګه اچونو د جلب وړتیا لري."
 
د یادو صنعتي پارکونو او آزادو اقتصادي زونونو له مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق مشرتابه پلاوي په ګډو همکاریو ټینګار وکړ او له دوی څخه يي وغوښتل چې د آزادو اقتصادي زونونو او صنعتي پارکونو رامنځته کولو په برخه کې خپلې تجربې او تخنیکي مالومات د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره شریک کړي.
 
د پورته یادو ناستو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د پاکستان لاهور سوداګرۍ او صنایعو اتاق ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، دواړو خواو د سوداګریزو شخړو حل په برخه کې د کمېټو رامنځته کولو، د واګه بندر له لاری د صادراتو د زیاتوالي او لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو او د ګډو پانګه اچونو راجلبولو په موخه هوکړه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د غذايي خوندیتوب اسلامي مؤسسې له رئیس دولت یمبردیف، د یادې مؤسسې د اړیکو مدیر ښاغلي عبدالله منافي موتولو او د یادې مؤسسې د پروګرامونو آمر ښاغلي داستان زولداسوف سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې، د قزاقستان څخه افغانستان ته د یادې مؤسسې د بشري مرستو لیږد بهیر کې د اتاق د تخنیکي همکاریو او د لاس لاندی پروژو تطبیق په اړه خبرې اترې وکړې.
 
دغه کنفرانس چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نوښت جوړ شوی و، په پیل کې دولت یمبردیف د دریو پروژو د تطبیق په اړه لاندې معلومات وړاندې شول:
• د قزاقستان د غذايي خوندیتوب اسلامي مؤسسې د غنمو او اوړو د مرستې او د افغانستان خلکو ته د هغې د لیږد پروژه.
• د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د دې پروژې پلي کول، چې د روان کال په جنورۍ کې د اسلامي هېوادونو د سازمان او د اسلامي هېوادونو د سرې میاشتې تر منځ د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک شو.
 
• او له افغان کروندګرو سره د تراکتورونو او اصلاح شویو تخمونو په مرسته د لا زیاتو غنمو د تولید او کرنې په برخه کې د خوراکي توکو د زیاتوالي او ۵۰ زره داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي.
 
ورپسې ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د څو کلونو د فعالیتونو په اړه د غذايي خوندیتوب اسلامي مؤسسې مسؤلینو ته معلومات ورکړل او په اوسني وضعیت کې یې د افغانستان د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت د یادولو په ترڅ کې یې ستاینه وکړه. د افغان ولس لپاره د خوراکي توکو د پلان د پلي کېدو هرکلی وکړ او د هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره یې اغېزمن وباله.
 
ښاغلي مهمند د یادو پروژو د تطبیق په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخنیکي همکارۍ او په ځانګړې توګه د ټرانسپورټي او لوژستیکي شرکتونو له لارې د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

مقالات دیگر...