د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د ولایتي اتاقونو رئیسانو د ماليي وزارت ګمرکونو او عوایدو له معین ښاغلي مولانا محمد ناصر آخوند او د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي انجنیر عبدالله سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مایل احمدي د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په حل کې د مالیې وزارت د مشرتابه او په ځانګړې توګه د عوایدو او ګمرکونو ریاست له پرله پسې همکارۍ څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، د تعرفې او ګرځنده څارنې چې سوداګرو ته سرخوږې جوړ شوی په اړه خبرې وکړې او د ستونزو په حل کې یې له معین څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د بلخ، جوزجان، اندخوی او کندز ولایتي اتاقونو رئیسانو د ټن څخه امپیر ته د بطري ګانو ګمرکي محصول، په نړۍ کې د مبلایلو بیې لوړوالي او دغه جنس باندی د تعرفې د نه کموالي او د ماليي وزارت لخوا په دری میاشتني راپور ټینګار یادونې کولو ترڅنګ، د یادو ستونزو حل په برخه کې يي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین، د ګمرکونو عمومي رئیس او د مالیې وزارت نورو تخنیکي مسؤلینو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د ولایتي اتاقونو د رئیسانو د ستونزو له اورېدلو وروسته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

دغه ناسته د اتاق د مدیره پلاوي محترمو لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د څارنې پلاوي منشي عبدالمتین قلندري په حضور او د ټایرونو، مبلایل او بطرۍ واردونکو سوداګرو د استازو په ګډون د اتاق مرکزي دفتر کې وشوه.
 
د ټایر، مبلایل او بطریو واردونکو سوداګرو د دې برخې د اتحادیې لپاره د جواز، په ګمرکونو کې له ټن څخه د آمپیر په محاسبه د بطریو د محصول اخېستل، د ګرځنده (سیار) مراقبت، د نړیوال مارکیټ کې د مبلایل د نرخ لوړیدل او د هېواد ګمرکونو کې په دغه جنس د محصول نه کمیدو او د مالیې وزارت له لوري د ربعوار راپور ستونزې بیان کړی. دوی د اتاق له رهبرۍ وغوښتل، چې له اړوندو ادارو سره د شته ستونزو حل کولو کې مرسته وکړي.
 
ښاغلي مهمند یادو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، او د صادراتو او وارداتو برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې له دې اتحادیې سره به د جواز اخېستلو کې مرسته وکړي، د ګمرکي تعرفې او د ګمرک د ګرځنده مراقبت ستونزې به هم له ګمرکونو او عوایدو معینیت سره شریکې کړي.
ښاغلي خیرالدین مایل د ټای، بطریو او مبلایل له واردونکو د ستونزو د تایید تر څنګ ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به یې ستونزو د مالیې وزارت سره رهبرۍ سره شریکې کړي.

افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د محترم مديره پلاوي لومړي مرستيال محمد يونس مهمند، د مديره پلاوي د دارالانشاء مشر خان پلاوي خان محمد سرفراز باز، د مديره پلاوي مالي رييس شيرين آغا سخي، د مديره پلاوي غړو خان جان الکوزي او ذکريا بريالي د پنجشنبې ورځ په افغانستان کې د ايران اسلامي جمهوريت له سفير بهادر امينيان او دغه سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي سره په ياد سفارت کې د ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ موضوعګانو په تړاو خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو ټينګښت په اړه وويل، په اوسني ښه وضعيت او د افغانستان اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکتور د امنيت تامين د دې سبب شوی، چې د ټرانزيټ او سوداګرۍ او دغه راز بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو زمينه مساعده شي. نوموړي وويل: د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په افغانستان کې د اقتصادي ګټو او خصوصي سکتور ملاتړی دی او هر هېواد، چې د افغانستان د خلکو منافعو ته احترام ولري موږ هم په مقابل کې د هغه هېواد ګټو ته احترام کوو او په وينا يې، چې د دوو ګاونډيو هېوادونو اقتصادي پرمختګ يو د بل د منافعو له احترام پورې مستلزم دی.
 
ښاغلي مهمند ايران هېواد ته د افغانستان د صادراتو په وړاندې شته خنډونو يادونه وکړه او د ترجيحي تعرفې په خطر کې نيولو سره د هېواد د صادراتو په وړاندې د شته ستونزو د لمنځه وړلو ټينګار وکړ.
په دغه ناسته کې ښاغلو خان محمد سرفراز باز، شيرين آغا سخي، خان جان الکوزي او ذکريا بريالي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا په موخه د ټرانزیټي ستونزو د حل، د وارداتو او صادراتو توازن او مشترک نندارتونونو په جوړولو ټينګار وکړ.
 
ښاغلي بهادر امينيان د اتاق رهبرۍ ته د ښه راغلاست ويلو او د هغوی د نظرونو اورېدو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو د ټينګښت په اړه يې خبرې وکړې زياته يې کړه، د ايران دولت د بندري ستونزو د حل او د سوداګريزو او ټرانزیټي اسانتياوو رامنځته کولو لپاره په پام کې لري، چې د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمو کې پانګونه وکړي او افغان پانګه وال او خصوصي سکتور ته يې هم په بندري تاسيساتو کې شريکې پانګونې وړانديز وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او ضیاءالدین اچکزي، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کندهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د صرافانو اتحاديي غړي ښاغلي عبدالرحمن ځیرک او د هېواد د سویلي حوزې یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د اتاق ولایتي اتاق نوي رئیس ته د مبارک باد ویلو ترڅنګ، د هغوی د شتو ستونزو او مناسبو حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند د سوېلي حوزې او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یو شمېر سوداګرو د ستونزو د څرګندولو پر مهال د دوی د ستونزو د هواري لپاره د مرکزي اتاق د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ د پراختیا او د هېواد په سویل کې له اړو کسانو سره د مرستو په برخه کې وړاندیزونه وړاندې کړل چې د مرکز د مشرتابه له خوا یې هم هرکلی وشو.
 
ښاغلي مهمند وويل "موږ په سوېلي حوزه او يو شمېر نورو ولايتونو کي د وارداتو او صادراتو مشترک شرکت جوړوو، تر څو عواید يي مستحقو او اړمنو کسانو ته د مرستې په توګه ورکړو."
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه "د کندهار اتاق غواړي چي په عصري او نړيوالو معيارونو برابر په هيواد کي يو مسلکي سوداګريز ښوونځى جوړ کړي چي د هيواد د بې وزلو او اړمنو خلکو د اولادونو لپاره د زده کړو اسانتياوي رامنځته کړي او له نورو سوداګرو څخه يې وغوښتل چي د دغه پلان په عملي کولو کي په ملي کچه همکاري وکړي."
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي نورو غړو د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د دغه ولایت د سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د د ستونزو له اورېدلو وروسته، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او خانجان الکوزي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې مرکزي اتاق هڅه کوي چې د مرکزي اتاق او ولایتي اتاقونو ترمنځ همکاري او همغږي لا زیاته کړي څو د سوداګرو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي.
 
د مرکزي اتاق مشرتابه د کندهار ولایتي اتاق وړاندیزونو هرکلی وکړ او ژمنه يي وکړه چې د تطبیق په برخه کې به يي خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجراييه کمېټې اتلسمه غونډه د اتاق د مديره پلاوي د لومړي مرستيال ښاغلي محمد يونس مهمند په مشرۍ د محترمو: د اتاق سوداګريزو چارو مرستیال خير الدين مايل احمدي، د پانګونې مرستيال سلطان محمد صافي، د مديره پلاوي د دارالانشاء مشر خان محمد سرفراز باز، د مديره پلاوي مالي رييس شيرين آغا سخي، د مديره پلاوي د نړيوالو اړيکو کميټې مشر انجنير سيد جاويد برهان او د اتاق د عامل پلاوي سرپرست شفیق الله عطايي په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 
په دغه غونډه کې، چې د اجراييه کمېټې يو شمېر غړو په آنلاین ډول ګډون درلود، په پېل د اتاق د مديره پلاوي د دارالانشاء مشر ښاغلي خان محمد سرفراز باز غونډې ته په اجنډا کې شامل موضوعات وړاندې کړل.
په تعقيب يې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي شفيق الله عطايي له لوري ګډونوالو ته د اتاق د عامل پلاوي رياست راپورونه شريک شول، چې د محترم اجراييه کمېټې او عامل پلاوي رياست نورو وړانديز شويو مواردو په اړه له بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د ماليي وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري، د افغانستان بانک رئیس ښاغلي حاجي محمد ادریس، د ترکيي، پاکستان، سعودي عربستان، قطر، اماراتو، روسيي او قزاقستان سفیرانو او استازیو، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزیر ښاغلي عبدالرحمن راشد، د کابل امنیه قوماندان ښاغلي مولوي حمزه، د کابل ښاروال ښاغلي ملا عبدالرشید، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، جان آقا صادقي، محمد ګردیزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د ولایتي اتاقونو رئیسانو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د افغانستان خصوصي سکتور ملي کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
د کنفرانس په پیل کې، ښاغلي مهمند ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کنفرانس د موخو او په تیرو شپږو میاشتو کې د خصوصي سکتور د لاسته راوړنو په اړه مالومات وړاندی کړل او د خصوصي سکتور د شتمینو خوندي ساتلو په هکله يي د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "په دی کنفرانس کې به د خصوصي سکتور غړي د خپلو فعالیتونو په وړاندی د شتو ستونزو او خنډونو یادونه وکړي ترڅو د اسلامي امارت مشرتابه ورته د حل لارو چارو لټولو ترڅنګ، په هېواد کې د پانګه اچونې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."
 
ښاغلي مهمند په تیرو شپږو میاشتو کې د اتاق لاسته راوړنې په لاندی ډول بیان کړې:
• په ګاونډیو هېوادونو کې په سوداګریزو توکو بار کابو ۱۰۰۰۰ کانتینرونو راخلاصول.
• د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ سره په همغږۍ کې د سوداګرو او شرکتونو لپاره د سلاح او زرهي ګاډو ګرځولو اجازه کارت لرل تائید شول او د سوداګرو ستونزې په دی برخه کې پای ته ورسیدې.
• د افغانستان بانک او د هېواد نورو لوړ پوړو چارواکو سره د پرله پسې ناستو ترسره کولو په ترڅ کې، د سوداګرو یو شمیر بانکي ستونزو ته د پای ټکی کیښودل.
• د ماليي او سوداګرۍ او صنعت وزارتونو سره د همکارۍ او همغږۍ په پایله کې د محصولي او ګمرکي تعرفو ستونزو له منځه وړل.
• د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د ماليي وزارت او هوايي شرکتونو مسؤلینو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې، چین ته د جلغوزیو صادرات د هوا له لارې یو ځل بیا پیل کول.
ښاغلي مهمند د آسیا پراختیايي بانک له مسؤلینو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې هغه نیمګړې پروژې چې نوموړي بانک تمویلولې بشپړې کړي.
ښاغلي مهمند په هېواد کې د ننه پانګه اچونې ته د هڅولو ترڅنګ، اسلامي امارت ته لاندی وړاندیزونه وکړل:
• د سترو ملي او سیمه ایزو پروژو تطبیق برخه کې، خصوصي سکتور ته زیاته ونډه ورکړئ.
• د پانګه اچونې ملي بورډ په رامنځته کولو سره، افغان پانګه اچوونکو ته لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړئ.
• هغه قوانینو کې تعدیلات رامنځته کړئ چې د خصوصي سکتور لپاره د ستونزو سبب ګرځي.
• سیمه ایزو او ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو ختمول او دوه او څو اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیکول.
• د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزرات او د نورم او سټنډرډ اداره دی د کورنیو محصولاتو کیفیت لوړونې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
• په بیخ بنسټیزه پروژو په ځانګړی توګه د برښنا تولید پروژو کې خصوصي سکتور ته لا زیاته ونډه ورکول.
• د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو هڅونې او کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه پالیسي او کړنلارې رامنځته کړی شي.
• سویلي آسیا هېوادونو ته د ویزو لازمې آسانتیاوې رامنځته کول.
 
ښاغلي ملا عبدالغني برادر ددی اړین کنفرانس د په لاره اچولو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه مننه وکړه او د امنیت خوندیتوب، لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، کار زمینې برابرولو، او وړ اشخاصو ته د کار سپارلو برخه کې د ډاډ ورکولو ترڅنګ، د هېواد څخه د باندی ټولو سوداګرو او پانګه والو څخه وغوښتل چې هېواد ته راستانه او پانګه اچونه وکړي.
 
ښاغلي برادر وړاندیز وکړ چې په هرو دوه یا دری میاشتو کې دیته ورته کنفرانسونه په لاره واچول شي.
ښاغلي نورالدین عزیزي د خصوصي سکتور ستونزو له منځه وړلو برخه کې، د ژمنې کولو ترڅنګ، د ټرانسپورټ په معیاري کولو، صادراتو په زیاتوالي، د خوراکي توکو واردولو او تولیدولو، درملو او اوبلن ګاز کیفیت په لوړولو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي عزیزي د کراچې بندر له لارې د سوداګریزو توکو لیږد برخه کې، د پاکستان حکومت سره په همغږۍ او همکارۍ کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو زیری ورکړ.
ښاغلي هدایت الله بدري د ګمرکي خدمتونو وړاندی کولو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، په ګمرکونو کې د اسیکیوډا سیستم څخه د ګټې اخیستنې او په ګمرکونو کې د بډو اخیستلو له منځه وړلو ډاډ ورکړ او زیاته يي کړه چې د ماليي وزارت په پام کې لري چې د اسیکیوډا سیستم د نورو سیستمونو سره ونښلوي.
 
ښاغلي بدري د رښتونو خدمتونو کولو ژمنه وکړه او ټینګار يي وکړ چې هیڅ چاته د اقتصادي ارزښتونو له منځه وړلو اجازه نه ورکوي.
ښاغلي حاجي محمد ادریس د نړیوالې ټولنې لوري د وضع کړی شویو تعزیراتو له منځه وړلو برخه کې د افغانستان بانک د هڅو، د بشردوستانه مرستو لیږد، د افغانستان د شتمنیو راخلاصولو، ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو او ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي پروګرامونو تشریح کولو او په تیرو څلورو میاشتو کې د افغانستان بانک لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي شفیق الله عطايي په تیرو ۹۱ کلونو کې، د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، ځمکنیو او هوايي دهلیزونو برخه کې د خصوصي سکتور ۱۱ لومړیتوبونو او قوانینو برخه کې د نظرونو راټولولو، د کاروبار مختلفو سروې ګانو د په لاره اچولو، د خصوصي سکتور لپاره د حق غوښتنې برخه کې، په سختو شرایطو کې د هېوادوالو اړتیاوو پوره کولو برخه کې د اتاق نه ستړی کیدونکې هلې ځلې او فعالیتونه تشریح کړل.
ددی کنفرانس په دویمه برخه کې، د ۱۱ مختلفو سکتورونو کاري ګروپونو په جلا ډول د ۱۴۰۱ لمریز کال فرصتونه، ننګونې او لومړیتوبونه یادداښت کړل او په اړه يي خپل نظرونه څرګنډ کړل.
 
د کنفرانس په څنډه کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو چې سوداګرو او متشثینو په ۳۰ غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته کیښودل. شونې ده چې د کاري ګروپونو لاسته راوړنې د ترتیب او تدوین څخه وروسته د رسالې په بڼه چاپ او د اسلامي امارت مسؤلینو او اړوندو سازمانونو په واک کې ورکړل شي.
 
خصوصي سکتور سره د افغانستان اسلامي امارت د ښو هڅو د ستایلو په تړاو د اتاق عالي نښان د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ته ورکړل شو. همدارنګه د سوداګرۍ او صنعت وزیر، د ماليي وزیر، د افغانستان بانک رئیس د اتاق مشرتابه پلاوي له لوري په لوح تقدیر سره ونازول شول.

مقالات دیگر...