د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو حل او د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو لا ډیرښت په موخه، په جوړه شوې آنلاین ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څارنې پلاوي منشي او د غزني ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبدالمتین قلندري، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبیدالله نورزي، د بامیانو ولایتي اتاق رئیس او د مرکزي اتاق د ټرانسپورټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني، د کندهار، هرات او کابل ولایتونو اتاقونو مشرتابه پلاوو، د ایران کرمان ولایت د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کښت اتاق رئیس ښاغلي مهندس سید مهدي طبیب زاده، د کرمان والي ښاغلي ډاکټر زیني وند، د افغان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل، د کرمان څانګې د افغان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي مهندس ترابي، د مرکزي اتاق د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټ او د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤلینو ګډون درلود.
 
د ناستې ګډونوالو د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو، کرنې، خوراکي توکو، ساختماني موادو او د اوسپنې د استخراج په برخو کې خبرې وکړې او پر ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.
 
په دې انلاین ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د شته ستونزو په ځانګړي ډول د پیسو د لېږد، د صادراتو او وارداتو پر وړاندې د خنډونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکونو او بندرونو پر وړاندې د شته ننګونو پر حل ټینګار وکړ.
 
د ناستې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو د متوازن کولو په خاطر له ایران څخه وغوښتل چې د افغانستان د صادراتو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او د ایران خصوصي سکتور ته یې بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د کانونو، کرنې او انرژۍ تولید برخو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د ولایتي اتاقونو رئیسانو د ماليي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په بندرونو او ګمرکونو کې شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مایل احمدي د فساد او بیروکراسۍ د له منځه وړلو په برخه کې د مالیې وزارت د مشرتابه د وروستیو فعالیتونو ستاینې کولو ترڅنګ، د ګمرکي تعرفو او ګرځنده څارنې په برخه کې هغه ستونزې په ګوته کړې چې د سوداګرۍ لپاره خنډونه رامنځته کوي او د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې يي د ماليي وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د بلخ، جوزجان، اندخوی او کندز ولایتي اتاقونو رئیسانو د وارداتي توکو تعرفو او دری میاشتني راپور برخه کې خپلو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د یادو ستونزو حل برخه کې د ماليي وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د مالیې وزارت سرپرست او د مالیې وزارت نورو تخنیکي مسؤلینو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د ولایتي اتاقونو د رئیسانو د ستونزو له اورېدلو وروسته وویل "د مالیې وزارت او د اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه د افغانستان خلکو ته رښتونی خدمت کوي او اداري فساد ورته په هیڅ ډول د زغم وړ نه دی."
 
ښاغلي بدري او د مالیې وزارت مشرتابه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه به ژر تر ژره حل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د بلخ، جوزجان، اندخوی ولایتي اتاقونو رئیسانو او د شمالي ولایتونو یو شمیر سوداګرو د هېواد د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي احمدي د هېواد د سوداګرو د ستونزو حل په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او د هېواد په بندرونو کې د سوداګرو د ځینو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، يي د یادو ستونزو حل په برخه کې د یاد وزارت همکاري اړینه وبلله.
 
د بلخ، جوزجان، اندخوى ولایتي اتاقونو ريئسانو او د کندز سوداګرو د ټرانزيټي ستونزو، بهر ته د سوداګرو د پيسو په لېږد کې ځنډ، د لازمو بانکي اسانتياوو د نشتوالي، درې مياشتني راپور او د حيرتان بندر په پرتله له آقینه بندر څخه د ترانزيټي املاکو لوړ لګښتونو یادولو ترڅنګ، دوی د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوی د بانکي او ګمرکي ستونزو په حل کې له اړوندو دولتي ادارو سره همکاري وکړي.
 
ښاغلي عزیزي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او ورسره سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې د هېواد د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کړي دي.
 
ښاغلي عزیزي ډاډ ورکړ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور د یوه مهم شریک په توګه د سوداګرو او پانګوالو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدګي او د اړوندو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو لپاره ژمن دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې پنځلسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس تر مشرۍ لاندی او د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، دار الانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا، نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، محمد ګردیزي، محمد داود یوسفزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، جان آقا صادقي، احمد شکیب احمدیار، ضیاءالدین اچکزي او بهادر خیرخواه، د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري په ګډون د مرکزي اتاق کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
 
په یاده ناسته کې د مشرتابه پلاوي ځینو غړیو په آنلاین ډول ګډون درلود. د ناستې اجنډا د ښاغلي خان محمد سرفراز باز لخوا ګډونوالو ته وړاندی شوه او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د ناستې ګډونوالو ته دعامل پلاوي کاري راپور وړاندی کړ.
 
د مدیره پلاوي په ناسته کې د اجرائیه کمېټې اتلسمې ناستې پریکړې او تصویبونو او مدیره او عامل پلاوو نور وړاندیزونه مطرح او په اړه يي لازمې پریکړې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي مالي ريئس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د غزني ولایتي اتاق رئیس او د اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس او د اتاق د صادراتو او پانګونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل د لیږد نړیوال شرکت عامل رئیس ښاغلي عدیل بیک او د یاد شرکت د نړیوال ټرانسپورټ او ګمرکونو ريئس ښاغلي ذیشان احمد سره د لیدنې په ترڅ کې، د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي الکوزي د CTI شرکت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد اقتصادي پراختیا برخه کې، د اتاق د بی سارو فعالیتونو او ګاونډي هېواد سره د لیږد په برخه کې شتو ستونزو ته اشاره وکړه.
ورپسی بیا ښاغلي شیرین آغا سخي او عبدالمتین قلندري په واګه او کراچۍ بندرونو کې د افغان سوداګرو د لیږد برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، او د یوه هوکړه لیک پربنسټ د CTI او افغان خصوصي سکتور ترمنځ ګډو همکاریو هرکلی وکړ.
 
په دی ناسته کې، د CTI نړیوال شرکت مسؤلینو د یاد شرکت فعالیتونو او د افغانستان – پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر ارزښت د خبرو کولو ترڅنګ، د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو ته، په سریع او ارزان ډول، د افغان سوداګرو سوداګریزو توکو لیږد څخه د CTI شرکت د چمتووالي ډاډ ورکړ.
 
د CTI نړیوال شرکت مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس سره په یوه جلا ناسته کې د یاد شرکت د فعالیتونو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري يي د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د سوداګرۍ پراختیا لپاره اړینه وبلله.

د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق (ECO – CCI) اجرائیه کمېټې په ۲۹مې او ۱۹مې عمومي ناسته کې چې د ترکيي څخه ایران ته د یاد سازمان د سکرتریت د انتقال په موخه جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د انجنیر سید جاوید برهان تر مشرۍ لاندی په آنلاین ډول ګډون وکړ.
 
د ایکو سازمان د مدیره پلاوي ریاست او سکرتریت له هرو دریو کلونو وروسته، یو له غړیو هېوادونو ته چې افغانستان هم ددغه سازمان غړیتوب لري، انتقالیږي.
 
په یاده ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د ایکو د ملي کمېټې غړي ښاغلي احسان سخي، د اتاق د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي، په ترکیه کې د ایکو اتاق رئیس، د ایران، تاجکستان، ترکمنستان، پاکستان، آذربایجان، قزاقستان او قرغزستان اتاقونو رئیسانو او د ایکو بانک رئیس په آنلاین ډول د ګډون ترڅنګ، ویناوې هم وکړې.
 
ښاغلي برهان د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د رژیم د بدلون او د هیواد د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه او د افغانانو سره يي د یاد سازمان له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت هم د نړۍ له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د ایکو سازمان له غړیو هېوادونو سره د ښو اړیکو اراده لري. او بله داچې د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
 
ښاغلي برهان د (ایکوتا) سوداګریزو آسانتیاوو هوکړه لیک په عملي کیدو او د اقتصاي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په مخامخ ناستو جوړیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي برهان په هېواد کې د ښه امنیت ډاډ ورکړ او له هېوادونو يي وغوښتل چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.
 
دغه راز په دې کتنه کې د ایکو د غړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو ننګونو د حل او د ویزې د اسانتیا په اړه خبرې وشوې او ویناوالو د دغه سازمان د غړو هېوادونو سوداګرو، پانګوالو او ټرانسپورټي شرکتونو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

مقالات دیگر...