د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي شپاړسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر مشرۍ لاندی او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، آذرخش حافظی، محمد داود یوسفزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، احمد شکیب احمدیار، ضیاءالدین اچکزي او بهادر خیرخواه په ګډون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

په ناسته کې، د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره شهیدانو ته د مغفرت دعا وشوه او د زلزلې زیانمنو سره د اتاق د مشرتابه پلاوي له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وشو.
 
د ناستې اجنډا د ښاغلي ذکریا بریالي له لوري مطرح او ښاغلي عطايي د عامل پلاوي کاري راپور وړاندی کړ.
 
په یاده ناسته کې، د اجرائیه کمېټې د ۱۹مې ناستې د پریکړو او مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه بحث وشو او په اړه يې لازمې پریکړې ونیول شوې.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر مشرۍ لاندی او د مشرتابه پلاوي اکثریت غړیو د پنجشنبه په ورځ د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲مه، د یوې بیړنۍ ناستې په ترڅ کې، د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندونې ترڅنګ، شهیدانو ته د مغفرت دعا وکړه او د یادې ناوړه پیښې زیانمنو سره يې د خپلو شخصي بودیجو څخه د ۱۵ میلیونه افغانیو مرستې کولو اعلان وکړ.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی د زلزلې زیانونه ډیر ستر او هلاکوونکي بولي او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو څخه په خورا درنښت هیله کوي چې، د یادې پېښې زیانمنو سره د بشردوستانه مرستو په ترسره کولو سره، خپله ایماني، اسلامي او وجداني وجیبه ادا او د زیانمنو لاسنیوی وکړي.
 
همدارنګه، د زلزلې زیانمنو سره به بشردوستانه مرستې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همغږۍ دوام ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د کار نړیوال سازمان(ILO) رئیس ښاغلي رامین بهزاد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کارکوونکو اتحاديې او د ښځو د سوداګرۍ او صنعت اتاق استازیو او د خصوصي سکتور یو شمیر غړیو د کار نړیوال سازمان له لوري د ماشومانو د کار مخنیوي عنوان لاندی په جوړه شوې غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د خصوصي سکتور نظر څرګند کړ.
 
په دی غونډه کې د دوربان کنفرانس د په لاره اچولو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ماشومانو د کار مخنیوي او همدارنګه په هغو موضوعګانو چې په یاد کنفرانس کې د په کار ګمارونکو او اتحادیو لخوا پری موافقه شوې د پریزنټیشنونو په وړاندی کولو سره پری ټنګار وشو او ژمنه يې وکړه چې په کنفرانس کې د یادو موضوعاتو تطبیق برخه کې به خپلې نه ستړی کیدونکي هلې ځلې کوي.
 
ښاغلي عطايي د کارګرانو او خصوصي سکتور په استازیتوب د ماشومانو د کار د مخنیوي په اړه د دوربان د کنفرانس د سند د تطبیق په برخه کې خپله ژمنه څرګنده کړه او د ماشومانو د کار د له منځه وړلو یا کمولو لپاره یې مشخص وړاندیزونه وکړل.
 
هغه په دې برخه کې د اسلام د سپېڅلي دين له لارښوونو څخه په استفادې او د ماشومانو د کار د خبرولو او مخنيوي په برخه کې د علماوو همکاري ډېره مهمه او ګټوره وبلله او د کار نړیوال سازمان لخوا د چمتو شویو تګلارو او وړانديزونو د عملي کولو په برخه کې يې د اتاق ژمنه څرګنده کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان لپاره په مسکو کې د سوداګریزې شورا سره د سوداګرۍ او پانګه اچونې پراختیا او د ګډو همکاریو په موخه، د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.
 
ددی تفاهملیک پربنسټ، دواړه لوري د پروژو تطبیق، د روسي او افغاني ګډو شرکتونو ترمنځ د لیږد، تدارکاتو، زیرمو، انرژۍ، ودانیزو کارونو، میخانیکي مهندسۍ، کرنې او د بانکدارۍ سکتور پراختیا برخه کې هلې ځلې او ګډ کار کوي.
 
یاد تفاهملیک، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د افغانستان لپاره په مسکو کې د سوداګریزې شورا رئیس ښاغلي دیمتري انتونوف له لوري د افغانستان سره د همکارۍ په موخه لاسلیک شو.

د پانګه اچونې سهامي شرکت "افغان انویست" د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، محترم شهاب الدین دلاور معاون پترولیم، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خیرالدین مایل احمدي سوداګریز مرستیال، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د ځینو هېوادونو سیاسي استازیو او د مخلتفو اتاقونو رئیسانو، د ولایتي اتاقونو استازیو او سل ګونه سوداګرو او پانګه والو له لوري په رسمي ډول پرانستل شو.
 
ښاغلي ملا عبدالغني برادر په دغه سهامي شرکت کې د بېلابېلو قومونو د لویو ونډه والو شتون د ملي یووالي سمبول او یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې دوی تل د ریاست الوزار په اقتصادي ناستو کې د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته پاملرنه کړې ده او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټولي.
 
ښاغلي نورالدین عزیزي د هېواد خلکو او د دغه ستر پانګوال شرکت ونډه والو ته د مبارکۍ په ورکولو سره، سږ کال د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي اعلان وکړ او زیاته یې کړه، موږ تمه لرو چې سږ کال به د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته لوړه شي.
 
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د دغه ډول لوی سهامي شرکت جوړېدل د هېواد اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل او د هېواد په خلکو او سوداګرو یې غږ وکړ چې د پانګونې په برخه کې د خپلو پانګوالو ملاتړ وکړي. هغه ټینګار وکړ چې هڅه کوو د افغان سوداګرو او پانګوالو په پانګونې سره خپل هېواد جوړ کړو.
 
ښاغلي شیرباز کمین زاده د انویسټ شرکت د تشکیلاتي جوړښت او پانګونې په اړه معلومات ورکړل او د هېواد له نورو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې د هېواد د اقتصاد په وده کې ونډه واخلي.
 
د یادونې وړ ده چې افغان انویسټ شرکت په هېواد کې د ۱۳ سترو پانګوالو له خوا د ۲۵۰ میلیونو ډالرو لومړنۍ پانګونې سره د برېښنا تولید، کانونو، ساختماني او کرنې پراختیا په برخو کې پانګونه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند روسيې ته د خپل کاري سفر په جریان کې، په جلا ناستو کې، په مسکو او سینټ پیټرزبورګ کې میشت افغان سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
په دی ناستو کې چې، په مسکو کې میشت افغان سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک هم ګډون درلود، په روسیه کې میشت افغان سوداګرو د اتاق مشرتابه پلاوي سره د لیدنې په اړه خوښي څرګنده او خپلې سوداګریزې ستونزې لکه د سوداګریزو توکو پیر په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیسو لیږد ستونزه، د ټرانزیټ او نورې ستونزې يې د اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
په دغو ناستو کې ښاغلي مهمند له روسیې سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او په ځانګړې توګه د روسيې نفتي او خوراکي توکو لکه اوړه، غنم او غوړيو ته د افغانانو د اړتیا په اړه خبرې وکړې او له افغان سوداګرو یې هم وغوښتل چې په هېواد کې د ښه امنیت او اداري فساد نه شتون په نظر کې نیولو سره په هېواد کې پانګونه وکړي.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې اتاق د ریاست الوزرا په ټولو اقتصادي ناستو کې په فعاله توګه ګډون کوي او تل د سوداګرو ستونزې او د هغوی وړاندیزونه مطرح کوي. نوموړي ژمنه وکړه، چې اتاق به د افغانستان د سفارت او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ د افغان سوداګرو د شته ستونزو د هواري لپاره کار کوي او د سوداګرۍ په ځانګړي ډول د پیسو د لېږد په برخه کې به لا ډېرې آسانتیاوې رامنځته کوي.
 
د لیدنې په پای کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په مسکو کې د افغانستان له سفیر جمال ناصر غروال سره په جلا کتنه کې د نوموړي څخه د روسيې نړیوال اقتصادي کنفرانس او نورو ناستو کې د ملتیا په پار د مننې کولو ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څخه د یاد سفر د همغږۍ په پار ستاینه وکړه.

مقالات دیگر...