د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا په کابل کې د یوناما دفتر له مسؤلې آغلې داني بوګس سره لیدنه ترسره کړه.
 
په یاده ناسته کې چې د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د خصوصي سکټور پر ستونزو، د دولتي ادارو له خوا د هېواد د صادراتو د ملاتړ په موخه د سبسایډي نه برابرول، د دولتي پروژو د تطبیق کوونکو د غوښتنو نه برابرولو، د افغانانو د پیسو د کنګل کیدو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
 
ښاغلي مهمند یادو ستونزو ته په کتو سره په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هیله مندي څرګنده کړه او ویې ویل: د پانګونې او سوداګرۍ یو له اساسي شرطونو څخه د ټولیز او سرتاسري امنیت تامین دی چې له نېکه مرغه نن ورځ د داسې شرایطو شاهدان یو او فضا د پانګونې لپاره مناسبه ده.
 
نوموړي د پنبې د کښت او د ځينو ولايتونو په اقتصادي وده کې د هغې د اهميت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: د جنوب لوېديځو ولايتونو په ځانګړې توګه هلمند ولايت چې د کرنې وړ ځمکې او مناسب اقليم لري، د پنبې کرلو او توليد ته چمتو دي او که د يوناما دفتر او نړيوالې مؤسسې په دې برخه کې همکاري وکړي موږ کولای شو په دغه ولایت کې د پنبې د پروسس او تېلو د تولید فابریکه جوړه کړو چې له یوې خوا به د دې ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د پنبې غوره تېل د هېواد په دننه کې عرضه او بهر ته يي په صادرولو باندی قادر شو.
 
آغلې داني بوګس د اتاق د مشرتابه له پرله پسې هڅو څخه د مننې په څرګندولو سره، د دوی پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: د افغانستان خلک له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي، د یوناما دفتر د اقتصادي ودې ترڅنګ، د بشردوستانه مرستو، زیربناوې، د ډیرو پانګونو لپاره د زمینې برابرول، د صنعت وده او د کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ تولید برخه کې هر اړخیزې همکارۍ کولو ته ژمن دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کیمیاوې سرې واردوونکو اتحاديې له رئیس ښاغلي حاجي رحمت الله، د هلمند ولایتي اتاق رئیس ښاغلي غلام یحی پښتون او د یادې اتحاديې له یو شمیر غړیو سره په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
 
د کیمیاوې سرې واردوونکو د سویل څخه د هېواد نورو برخو ته د کیمیاوې سرې د انتقال او ګمرکي تعرفو بیې لوړوالي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د کیمیاوې سرې واردوونکو سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته، د هغوی څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق يې د اړوندو دولتي ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې يې لازمه همکاري ترسره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ په پایله کې، له څو میاشتو ځنډ وروسته د کام ایر هوايي شرکت له لارې د جلغوزیو لومړۍ جوپه د لوړ پوړو دولتي چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه، د جلغوزیو صادرونکو او د خصوصي سکټور د غړو په شتون کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ولیږدول شوه.  

په دې اړه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې په جوړه شوې خبري غونډه کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین ښاغلي قدرات الله جمال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، سوداګرو او د خصوصي سکتور غړیو ګډون درلود.

ښاغلي مهمند په دغه کنفرانس کې مېلمنو او اورېدونکو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هوايی دهلیز له لارې چین ته د جلغوزیو د صادراتو له پیل څخه خوښي څرګنده او په دی برخه کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اړوندو دولتي ارګانونو د همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه.  

ښاغلي مهمند د هوايي دهلېز له لارې صادرات د افغانستان د صادراتو د ودې په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته يي کړه "اتاق هڅه کوي چې د سوداګرو او اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ په روان کال کې د جلغوزو صادرات لس زره ټنو ته لوړ کړي."
هغه د صادراتو زیاتوالی د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه "اتاق هڅه کوي چې د دولتي ادارو په همکارۍ بهر ته د جلغوزیو د قاچاق مخه ونیسي او د دې ترڅنګ د هوايي دهلېز سربیره د چین او د نړۍ نورو هېوادونو ته د ځمکې له لارې د جلغوزیو صادراتو ته لاره هواره کړي."

د اتاق لومړي مرستيال د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه "له ښه امنيتي فرصت څخه په استفادې او په هېواد کې د فساد نه شتون صورت کې بايد هڅه وشي چې هېواد له ناسم اقتصاد څخه د باثباته او واقعي اقتصاد پر لور سوق کړی شي."
ملا عبدالغني برادر چین ته د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل هرکلی وکړ او د هوايي دهلیز له لارې یې د دغه بهیر دوام له چین سره د سوداګریزو اړیکو او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم وباله.
هغه وویل: د حکومت عالي اقتصادي شورا تل د باعزته سوداګرو او پانګوالو په خدمت کې ده او موږ ډاډ ورکوو چې د خصوصي سکتور رښتیني ملاتړي به یو.

ښاغلي برادر له چین سره د ازبکستان له لارې د افغانستان د سوداګریزې لارې د نښلولو په ځانګړي ډول د هوايي دهلېز د اهمیت یادونه وکړه او ویې ویل: هڅه کوو چې په نږدې راتلونکي کې له نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه پرانیزو. هغه د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د سترې اقتصادي شورا د مرستیال په توګه هم خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي قدرت الله جمال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ګټورو هڅو او په دې برخه کې د کام ایر له همکاریو څخه مننه وکړه او د سوداګرۍ د ودې په برخه کې یې د دغه وزارت د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته يې کړه چې، موږ غواړو چې د جلغوزيو صادرات د چين تر څنګ نورو هېوادونو ته هم زيات کړو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي د هرات ولایت خوراکي توکو اتحاديې له رئیس ښاغلي نجیب الله خیر اندیش فوشنج او د یادې اتحاديې له یو شمیر غړیو سره په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د هرات ولایت د سوداګرو او صنعتکارانو شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي خیر اندېش فوشنج په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د تولیدونکو او واردونکو د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل: د خوراکي توکو واردونکي او تولیدونکي د لوړو ګمرکي تعرفو، د خوراکي توکو د فابریکو د جوړولو لپاره د کافي ځمکې نه شتون او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ دي او یادې ستونزې باید د حکومت لخوا حل شي.
 
نوموړي د اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د دوی ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د خوراکي توکو اتحادیې د غړو د ستونزو د اوریدو او د ښه راغلاست په ترڅ کې د صنعت په اهمیت او د هیواد په اقتصادي وده کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې او وې ویل: صنعت او پانګونه په بیلابیلو سکتورونو کې اساسي رول لري. او همدارنګه د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې يې رول خورا مهم دی او دا چې اتاق تل هڅه کړې چې په دې برخه کې د دولت لازمه پاملرنه راجلب کړي.
 
هغه په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: د اتاق مشرتابه هڅه کوي چې د هرات د صنعتکارانو او د خوراکي توکو د واردونکو ستونزې له دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د هغوی ستونزې حل کړي. او دوی ته به د زیربنایي سکتور په برخه کې د دولت له خوا لازمې اسانتیاوې چې د فابریکو د جوړولو لپاره د کافي ځمکې برابرول او د ګمرکي تعرفو کمول پکی شامل دي برابرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په کابل کې میشت د ایران سفارت سوداګریزې آتشې ښاغلي دوکتور روستايي سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان او ایران ترمنځ په سوداګرۍ او پانګه اچونې او په دی برخه کې په شته فرصتونو او وړتیاوو خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د سوداګریزې آتشې او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې وکړې او وې ویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او پانګونه د یوه واضح میکانیزم پر بنسټ نه ده، موږ باید هڅه وکړو چې د حل لاره پیدا کړو. چې افغان او ایراني سوداګر کولای شي په بېلابېلو برخو کې سوداګري او پانګونه وکړي. په همدې خاطر موږ غواړو چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ یوه ګډه خونه جوړه کړو.

ښاغلي عطايي د صادراتو او وارداتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په تېرو پنځو کلونو کې له ایران سره صادرات او واردات له لوړوالي سره مخ دي. هغه زیاته کړه: افغانستان او ایران د سوداګرۍ په برخه کې یو پر بل متکي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته جدي اړتیا ده.

خانجان الکوزي د ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: افغانستان تل له ایران سره سوداګرۍ ته لېواله دی او هڅه یې کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر ښه پرمخ ولاړ شي. هغه زیاته کړه، امنیت د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره اساسي اړتیا ګڼل کېږي، له نېکه مرغه نن افغانستان هر اړخیز امنیت لري او د پانګونې لپاره چاپېریال برابر شوی دی.

ښاغلي انجینر سید جاوید برهان د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: موږ له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ یو، لکه د روښانه سوداګریزې کړنلارې نشتوالی، یو طرفه تجارت او یو شمېر نور. نوموړي د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

ښاغلي روستايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او وې ویل: موږ هڅه کوو چې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې کړو او لېواله یو چې له افغان سوداګرو سره د ټکنالوژۍ، طبي وسایلو، درملو او خوراکي توکو په برخو کې مرسته وکړو. هغه زیاته کړه، موږ ایراني شرکتونه هڅوو چې په تخنیکي برخه کې افغانستان ته فرصتونه برابر کړي، څو په دغه هېواد کې د ټکنالوژي بنسټیزه شي.

ښاغلي مهمند ژمنه وکړه چې د ایراني تولیداتو د نندارې لپاره به یو جلا صالون د ایراني چارواکو په واک کې ورکړو ترڅو د ایراني محصولاتو لپاره لازمه بازارموندنه ترسره شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د لوګر ولایت سوداګرو او پانګه والو سره د مرکزي دفتر د ناستو په خونه کې لیده کاته وکړل.

د لوګر ولایت سوداګرو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اتاق د مشرتابه له پرله پسې او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دغه ولایت ستونزې او ننګونې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې. دوی په لوګر ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ولایتي څانګې د جوړېدو غوښتنه وکړه، څو په دغه ولایت کې د سوداګریزو خدمتونو اسانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي سلطان محمد صافي د لوګر ولایت سوداګرو ته د ښه راغلاست پرمهال او د یادو سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د اتاق په استازولۍ يي په لوګر ولایت کې د ولایتي اتاق د جوړیدو په هکله وویل "د لوګر ولايتي اتاق تاسیس برخه کې موږ لازمې همکارۍ ته چمتو یو او ژمنه کوو چې چې دغه موضوع به ژر تر ژره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شريکه کړي او په اړه به يې لازم تصميم ونيسي."

ښاغلي میرویس هوتک ژمنه وکړه چې د یاد اتاق د طرزالعمل، د اتاق د تشکيلاتي جوړښت، د مدیره  پلاوي د غړو د معرفي کولو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه به لازمې لارښوونې له نوموړي سره شریکې کړي او هر ډول لازمې همکارۍ ته چمتو او ژمن دی.

مقالات دیگر...