د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د افغانستان خوړنیزو توکو اتحاديې له رئیس ښاغلي فرید احمد صافي سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي فرید احمد صافي د اتاق له دوامداره همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د دوی په وړاندی د سوداګریزو او امنیتي ننګونو یادونه وکړه او په دی ننګونو د لاسبري کیدو برخه کې يې د تاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د افغانستان د خوړنیزو توکو د اتحادیې د رئیس او غړو د ستونزو په اړه د دوی د خبرو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې اتاق به د دوی سوداګریزې او امنیتي ننګونې او ستونزې د سترې اقتصادي شورا له مشرتابه سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې لازمې هڅې وکړي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکیه هیواد د خیریه موسسو له رئیسانو سره وکتل
ښاغلی محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوی لومړی مرستیال په داسې حال کې چې ښاغلیو: نصیر احمد عرب د مدیره پلاوی خدماتی مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوی د دارالانشای رئیس، انجنیر سید جاوید برهان د مدیره پلاوی د نړیوالو اړیکو رئیس، شیرین آغا سخی د مدیره پلاوی مالی رئیس، شفیق الله عطایی د اتاق د عامل پلاوی رئیس، خانجان الکوزی، سید پرویز سادات هوفیانی د مدیره پلاوی غړي، او احمدشاه حکیمی د کابل ولایت د سوداګرۍ اوپانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال،حضور درلود له ښاغلی الپرمحمد یسیل د صدقه خیریه موسسې رئیس او ښاغلی مجاهد کلی د (IHH) موسسې رئیس ددغه اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل او د افغانستان له خلکو سره د دغو بنسټونو د بشري مرستو او د خصوصي سکتور د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان درملیزو خدمتونو اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان سوداګری او پانګونې اتاق د نندارتون په جوړولو كې د نړیوالو بنسټونو د مالی او تخنیكی همكاریو څخه ستاینه وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د ایران پخواني سفیر سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او عصمت الله وردګ، د غزني ولایتي اتاق رئیس او د مرکزي اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب او د یاد اتاق مرستیال ښاغلي حضرت ولي هډه وال په ملتیا د افغانستان لپاره د ایران پخواني سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
دغه الوداع غونډه چې د افغانستان لپاره د ایران پخواني سفیر د کړنو د ستاینې په موخه جوړه شوې وه، ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، افغان سوداګرو لپاره د ویزو صدور برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د ایران او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو غښتلتیا برخه کې د ښاغلي امینیان بې سارې هلې ځلې وستایلې.
ښاغلي مهمند په دوام کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر لا پراختیا، د زیربنایي سکتورونو په ځانګړي ډول د برېښنا تولید، د هېواد د کانونو استخراج، د ریل پټلۍ په جوړولو او کرنې کې د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي بهادر امینیان په خپلو خبرو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې څخه د دغې غونډې د ترسره کولو له امله د مننې په څرګندولو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د ټینګښت او د لا ښه قونسلګرۍ د برابرولو په برخه کې د ایران د سفارت د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه: په تیرو کلونو کې مو تل هڅه کړې چې د ایران د سفارت دروازې د افغانستان د ټولو خلکو پر مخ خلاصې وساتو او د افغانستان خلکو ته ورته خدمتونه وړاندې کړو. هغه ډاډ ورکړ چې ایران په راتلونکي کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لېواله دی.
همدارنګه په دې کتنه کې محترم نصیر احمد عرب، انجنیر سید جاوید برهان، خانجان الکوزي او عبدالمتین قلندري د ښاغلي سفیر د دندو د قدردانۍ په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډې پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ.