د ایران- افغانستان دوهم شوروم او سوداګریزه ناسته د «تسهیل ګران تجارت فکر فردا» موسسې په واسطه او د افغانستان- ایران ګډ اتاق، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکاری د سلواغې په ۱۷ د ۱۴۰۱ هجری کال، د ایران هیواد په مرکزتهران کې ترسره شوه.
ښاغلی محمد یونس مهمند، د سودارګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، د یوه لوړپوړي سوداګریز هیات په رأس کې، پداسې حال کې چی د مدیره پلاوي غړی او د نفت او ګاز کمیتې رئیس ښاغلی جان آقا صادقی او ښاغلی عبدالمتین قلندری د نظارهیات منشی او د غزنی اتاق رئیس حضور درلود ایران هیواد ته دسفر په ترڅ کې یې د ایران-افغانستان په دوهمه سوداګریزې ناسته کې ګډون وکړ او د سوداګریزو مذاکراتو او خبرو اترو، د سوداګریزو همکاریو د تړونونو، د ګډو ناستو جوړولو او د عملی ګامونو اخیستلو په تړاو، بحث او خپل نظر یې وړاندی کړ.
پدې ناسته کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبرۍ پلاوي د ګډون تر څنګ، د ولایتی اتاقونو د مدیره پلاوي غړیو، د اقتصادی اتحادیو او انجمنونو مسوولانو، د تجارتی او صنعتی لویو شرکتونو ریسانو هم حضور درلود او د ایران هیواد له خوا د دولتی چارواکو، د اقتصادی او سوداګریزو نهادونو لوړ پوړو چارواکو، کرنې، صنعت، معادن، پانګونې او د لویو تولیدی شرکتونو استازو ګډون کړی وو.
ښاغلی محمد یونس مهمند، د دواړو هیوادونو په منځ کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزو فرصتونو پیژندنه، د ګډو ارزشونو تعریف او د مسقیمو سوداګریزو تعاملاتو رامنځته کولو اهمیت یې مهم وباله او پدې برخه کې د هر ډول همکاریو د ترسره کولو اطمینان او ډاډ ورکړ.
ښاغلي مهمند، د ایران لخوا په عباس بندر کې د لا ډیرو اسانتیاوو د برابرولو د استقبال ترڅنګ، د چابهار د بندر د ترانزیتی خدماتو په لا معیاریتوب، افغان تاجرانو ته د ویزې او اقامې په برخه کې د لا اسانتیاوو راوستلو باندې ټینګار وکړ، سرتاسری امنیت، د اداری فساد نشتوالی، د کوکنارو دکښت منع کیدل یې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره خه فرصتونه وبلل. هغه، له ایرانی سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د ګډو ارزشونو په نظر کې نیولو سره د پانګونې په برخه کې لکه د انرژۍ د تولید او د کانونو استخراج کې رغنده رول ترسره کی.
د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، په ایران هیواد کې د افغان سوداګرو د پانګونې په اړه خبرې وکړې وویل: افغان پانګوالو په ایران هیواد کې په بیلابیلو برخو کې د ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړی ده ولی په مقابل کې د ایرانی پانګوالو د پانګونې کچه په افغانستان کې ډیره ټیټه ده او له ایرانی سوداګرو یې وغوښتل چې په بیلابیلو بنسټیزو پروژو کې، د سوداګریزو خدماتو معیاري کولو په برخه کې او د روغتیا سکټور د تقویت په برخه کې پانګونه وکړي او د دواړو هیوادونو د سوداګریزو راکړې ورکړې کې مثبت رول ولوبوی.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس د سوداګرۍ نړیوال اتاق له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د سوداګرۍ نړیوال اتاق (ICC) د نړیوال آنلاین مارکیټ (میریادو) مسؤل ښاغلي نیکولاس سره د آنلاین ناستې په ترڅ کې، د نړیوال آنلاین مارکیټ (میریادو)، په دی برخه کې شته فرصتونو او په یاد مارکیټ کې د راکړې ورکړې په شرایطو خبرې اترې وکړې.
ښاغلي نیکولاس د نړیوال آنلاین مارکیټ (میریادو) په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه " دغه آنلاین مارکیټ د نړیوالې سوداګرۍ او پانګه اچونې بهیر د تسریع کولو په موخه، د سترو شرکتونو د وصل نقطې په توګه د مختلفو هېوادونو د اتاقونو له لارې فعالیت کوي او هڅه کوي چې، په دی برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي."
ښاغلي نیکولاس د نړیوال آنلاین مارکېټ بېلابېل خدمتونه او برخې تشریح کړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول یې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د دغه مارکیټ د معرفۍ او په یاد مارکیټ کې د سوداګرۍ د څرنګوالي برخه کې اړین وباله.
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د غړیتوب شرطونو او د نړیوالو هوکړه لیکونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ودې برخه کې يې د میریادو مارکېټ فعالیت اړین وباله او په دی برخه کې يې د عملي ګامونو پورته کولو باندی ټینګار وکړ.
ښاغلي عطايي د کورنیو تولیداتو په اړه وویل "افغانستان هغه هېواد دی چې د باکیفیته تولیداتو وړتیا لري او د بهرنیو هېوادونو له تولیداتو سره د سیالۍ توان لري."
د اتاق عامل پلاوي رئیس د میریادو نړیوال انلاین مارکېټ په نړۍ کې د افغاني تولیداتو د معرفۍ استازی وباله او ډاډ یې ورکړ چې په دې بازار کې به د ګډون په موخه، سوداګر او پانګوال وهڅوي.
د یادولو وړ ده چې، په دې انلاین مارکېټ کې د ګډون له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړي کولی شي په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د سوداګرۍ د نړیوال اتاق له غړو سره اړیکه ونیسي او په آنلاین ډول سوداګري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د اسلامي هېوادونو له علماوو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د آغا خان بنسټ د اقتصادي پراختیا څانګې ځانګړي استازي سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د آغا خان بنسټ د اقتصادي پراختیا څانګې ځانګړي استازي ښاغلي آشیف سره لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي عطايي ښاغلي آشیف ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د آغا خان بنسټ د پروژو تطبیق د خلکو لپاره د کاري فرصتونو او اقتصادي ودې رامنځته کولو او بیخبنسټونو جوړولو برخه کې اړین وبلل.
ښاغلي عطايي سترې بیخ بنسټیزې پروژې لکه: د کانونو استخراج، د برښنا تولید، د کرنې میکانیزه کیدل او د روغتیا برخه کې د سترو پروژو تطبیق د اقتصادي ودې اصلي عناصر وبلل او د آغا خان بنسټ څخه يې وغوښتل چې د بیخ بنسټیزو پروژو برخه کې پانګونه وکړي.
ښاغلي آشیف د ښاغلي عطايي د خبرو او د خصوصي سکتور څخه د اتاق د ملاتړ ستاینې کولو وروسته، د آغا خان بنسټ د اوسنیو پروژو په اړه معلومات وړاندی او په نږدی راتلونکی کې يې د یاد بنسټ د بیخ بنسټیزو پروژو تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د اور وژنې او طبیعي پیښو ته د رسیدګۍ له عمومي رئیس لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اور وژنې او طبیعي پیښو ته د رسیدګۍ له عمومي رئیس ښاغلي حافظ نورالله انصار سره د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور سره د یادې ادارې له بی سارو همکاریو ستاینه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي مهمند د وروستۍ پېښې په ګډون په سوداګریزو سیمو کې د اورلګېدنې پر مهال د پېښو او اور وژنې د مخنیوي په برخه کې د اور وژني د عمومي ریاست له ښې همکارۍ او دبدخشان ولايت د ياوان ولسوالۍ د سرو زرو په کان کې د راګیر شویو دریو کارکوونکو ژوند ژغورلو له امله مننه وکړه او د پيښو او اور وژنې په برخه کې يې د خصوصي سکتور او اور وژنې عمومي رياست ترمنځ په لا زياتو همکاريو ټينګار وکړ.
ښاغلي انصار ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د پیښو او اور وژنې د ادارې عمومي ریاست سره په سوداګریزو سیمو کې د اورلګیدنې او ناڅاپه پیښو د مخنیوي په برخه کې همکاري مهمه وبلله. او د افغانستان له خصوصي سکټور سره يې د دغه رياست د لا زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.