د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خصوصي سکتور د ستونزو د حل او د بېلابېلو سکتورونو د تخصصي کمېټو د جوړولو د لړۍ په دوام، د وچې مېوې تخصصي کمېټه او د هغې مشرتابه غړي د یوې ناستې په ترڅ کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اڅکزي، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال ښاغلي میر زمان پوپل، د دولت سره د اړیکو د څانګې مسؤول ښاغلي صمیم هاشمي او د یادې کمېټې د ګڼ شمېر غړو په حضور کې وټاکل شول.
 
ښاغلي مهمند، ټولو سوداګرو ته چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی و، هرکلی ووایه. نوموړي، د خصوصي سکتور له ټولو غړو، په ځانګړې توګه د وچې مېوې له سوداګرو څخه د هغوی د همکارۍ له امله چې په سختو شرایطو کې یې له بې وزلو خلکو سره کړې، او همداراز د خصوصي سکتور د شته ستونزو، لکه بهر ته د پیسو د لېږد ستونزه او په بانکونو کې د هغوی د پیسو کنګېدل د زغم له امله مننه وکړه. هغه، ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د افغانستان د وچې مېوې لپاره د نړیوالو بازارونو د موندلو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د کام ایر او آریانا هوایي شرکتونو له مسؤولینو سره د ګڼو ناستو یادونه وکړه، چې موخه یې د افغانستان د وچې مېوې صادراتو ته د خوندي او مناسب قیمت لرونکي هوايي ترانسپورت زمینې برابرول دي. هغه له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپل ټول توکي د نړیوالو ستندردونو مطابق نړیوالو بازارونو ته صادر کړي. همداراز، نوموړي د هغه نندارتون په اړه، چې په نږدې راتلونکي کې په روسیه کې د تولیدي محصولاتو د معرفي کولو په موخه جوړېږي، د وچې مېوې کمېټې غړو ته معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات په نړیوال بازار کې معرفي کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د خصوصي سکتور د ستونزو د ژر حل په موخه د دا ډول کمېټو جوړېدل مهم وبلل او له ټولو د وچې مېوې سوداګرو یې وغوښتل چې له دې وروسته خپلې ټولې ستونزې د دې کمېټې له لارې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي.
ښاغلي پوپل، د اتاق د بېلابېلو سکتورونو د تخصصي کمېټو د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل او د وچې مېوې سوداګرو رول یې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په ځانګړي توګه هند ته مهم وباله. هغه له سوداګرو وغوښتل چې له دې وروسته خپلې ټولې ستونزې د دې کمېټې له لارې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي، تر څو اتاق وکولای شي چې د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ سره د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي اڅکزي، د وچې مېوې د بسته بندۍ د ستندرد جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې د خپلو صادراتو په برخه کې د نړیوالو معیارونو مراعات وکړي.
ښاغلي شیرین آغا سخي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د افغانستان د وچې مېوې د نړیوال مقام ترلاسه کولو لامل یې د هېواد غوره اقلیم یاد کړ. هغه، د وچې مېوې د ټولو صادرونکو د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل ټول توکي د اروپايي معیارونو مطابق بازار ته وړاندې کړي.
په دې ناسته کې، محترم عبدالقاسم امرخېل د وچې مېوې د کمېټې د رئیس، او ښاغلو: سیف الرحمن، عبدالقاسم الکوزی او احمد جاوید جویا د دې کمېټې د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
ښاغلي امرخېل، د دې ناستې په تنظیم کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکاریو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دې برخې ستونزې به د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړي او د ښه همغږۍ لپاره به هلې ځلې وکړي.
 
 
 
 
 
سې شنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲۱ مه
 
 

ښاغلي محمد انور عارفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسي او تخنیکي مرستیال، له ښاغلي حسین روستايي، په افغانستان کې د ایران سوداګرۍ اتاشي سره لیدنه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو - اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
 
ښاغلي عارفي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکو پر اهمیت او د دې اړیکو د پراختیا پر اړتیا په اوږدو کلونو کې خبرې وکړې. هغه د ایران او افغانستان د سوداګرو ترمنځ په مختلفو سکتورونو کې د ګډو پانګونو او دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دې ډول اړیکو پراختیا مهمه وبلله. هغه د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د صادرولو په پروسه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته اشاره وکړه او د ښاغلي روستايي نه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي روستايي د ایران د (ایران اکسپو) په نوم د نږدې راتلونکې کې د ترسره کیدونکي نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړل او له ښاغلي عارفي نه وغوښتل چې د افغانستان سوداګرو او پانګوالو ته د دې نندارتون د ګډون لپاره هڅونه وکړي. هغه د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د صادرولو په پروسه کې د نورو اسانتیاوو په برابرولو کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
سه شنبه، د کب ۲۱مه، ۱۴۰۳
 

ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، استیفن رودریکز، او د هغه له همکارانو سره آنلاین ناسته ترسره کړه.
 
د ناستې په پیل کې، ښاغلي احمدیار له دې فرصته خوښي وښوده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
وروسته، ښاغلي استیفن رودریکز د دوحې د خصوصي سکتور د کاري ډلې په اړه خبرې وکړې او وویل چې دا ډله د یوناما او د خصوصي سکتور د مختلفو برخو په همکارۍ جوړېږي. نوموړي زیاته کړه چې له افغان حکومت، خصوصي سکتور، نړیوالې ټولنې، او متخصصینو سره له مشورو وروسته، څلور اساسي موضوعات وټاکل شول. دا موضوعات عبارت دي له: د کاري فرصتونو رامنځته کول، د بانکي ستونزو حل، نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، او د متشبثینو لپاره د پورونو اسانتیا.
د UNDP رئیس له سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه وغوښتل چې خپل نظریات او وړاندیزونه د دې کاري ډلې په اړه وړاندې کړي.
په ځواب کې، محترم احمدیار د یادو موضوعاتو اهمیت تایید کړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له دې پروګرام څخه ملاتړ کوي او یادو اهدافو د پرمختګ لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
 
 
 
 
 
پنجشنبه، کب١٦مه، ۱۴۰۳
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه، د تورخم دروازې د سوداګریزو توکو او خلکو پر مخ د بیا پرانیستې په موخه، د خپلو هڅو د دوام په لړ کې، د یکشنبې په ورځ د کب په ۱۹مه، په جلال‌آباد ښار کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه او د ختیځ زون له یو شمېر سوداګرو سره، او همداراز د تورخم دروازې په سیمه کې د پاکستان د سوداګریزو اتاقونو له مشرتابه سره جلا جلا ناستې وکړې.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، چې ښاغلیو: میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، او نقیب‌الله صافي، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس یې ملتيا کوله، لومړی په جلال‌آباد ښار کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوړپوړي سلاکار او د ننګرهار د اتاق د مشرتابه پلاوي له غړي، ښاغلي حاجي ګل مراد عرب، او همداراز د ختیځ زون له یو شمېر سوداګرو سره ناسته وکړه.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د ختیځ زون سوداګرو، د تورخم دروازې د بندېدو له امله خپلې ستونزې، رامنځته شوي چلنجونه، او د دې مسلې ناوړه اغېزې، چې د دواړو هېوادونو پر خصوصي سکتور او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پر خلکو یې کړي، شریکې کړې. هغوی د اتاق له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د دې دروازې د پرانیستلو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او له دواړو هېوادونو مشرتابه یې د تورخم دروازې د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، له سوداګرو د ستونزو اورېدو وروسته، وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تورخم دروازې د بې قید او شرطه پرانیستلو غوښتونکی دی او د دې هدف لپاره به له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
ورپسې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست محترم میرزمان پوپل، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس محترم نقیب‌الله صافي، د پاکستان د سوداګریزو اتاقونو د فدراسیون مرستیال محترم محمد جواد کاظمي، د خیبر پښتونخوا د صنایعو د اتاق رئیس محترم محمد یوسف افریدي، او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په ګډون، په تورخم دروازه کې بله ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې، دواړو لورو د تورخم دروازې د اهمیت او د سیمې د اقتصادي وضعیت په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراخوالي یې ټینګار وکړ. هغوی وویل چې د تورخم دروازې بند پاتې کېدل باید دوام ونه مومي، ځکه چې د دوی په وینا، د دې دروازې د بندښت له امله، د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور هره ورځ میلیونونه ډالره زیان ویني.
همداراز، دواړو لورو خپلې طرحې او وړاندیزونه یو بل ته وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د دې ناستې د پایلو د تحقق لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.
 
 
 
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲۰مه
 
 

ښاغلي محمدیونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، او ښاغلي میرزمان پوپل، د مالي او اداري مرستیال په حضور کې، د IRU سازمان له مشاور، محترم کاظم آسایش، سره آنلاین لیدنه وکړه او د افغانستان د ترانزیټي اسانتیاوو د پراختیا، د دې سازمان له غړو هېوادونو سره د ترانزیټي همکاریو، او د سوداګریزو تبادلو د لا زیاتوالي په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، د IRU د نړیوالو خدمتونو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د دې سازمان د کړنو قدرداني وکړه او د افغانستان د ترانزیټي لارو د مرکزي او جنوبي آسیا له هېوادونو سره د وصلولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. نوموړي IRU یو نړیوال سیستم وباله او د افغان ټرانسپورټرانو د عمده ستونزو یادونه یې وکړه، چې د ویزې د صدور د اسانتیاوو نه شتون یو له اساسي خنډونو څخه دی.
محترم مهمند، زیاته کړه چې د سړکونو نړیواله اتحادیه (IRU) باید د یوه نړیوال میکانیزم پر جوړولو کار وکړي، ترڅو ټولې ترانزیټي ستونزې، په ځانګړي ډول د چلوونکو لپاره د ویزې اسانتیاوې، پکې شاملې وي. دا کار به د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د لا زیاتوالي لامل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، همداراز د افغانستان، ترکیې، قزاقستان، او ازبیکستان ترمنځ د ګډې سوداګریز اتاق د رامنځته کولو ارزښت ته اشاره وکړه او له محترم آسایش څخه یې وغوښتل چې د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي، ترڅو افغان چلوونکو ته د ویزې د صدور اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي مهمند، همداراز محترم آسایش ته د هغه کنفرانس په اړه معلومات ورکړل، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د جوړولو پلان لري. دا کنفرانس به د خصوصي سکتور د ستونزو د دایمي حل لپاره د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ، او د افغان حکومت د رهبرۍ د غړو په ګډون، په کابل کې جوړ شي. محترم مهمند له IRU سازمان څخه وغوښتل چې د دې کنفرانس په ترڅ کې، د یوه معلوماتي پرزنتیشن له لارې، د دې سازمان ټولې ګټې د خصوصي سکتور غړو ته وړاندې کړي.
په دې ناسته کې ښاغلي میرزمان پوپل هم خبرې وکړې او د ټرانسپورټي سکتور د غړو او چلوونکو لپاره د ویزې د صدور اسانتیاوې یې د افغانستان د سوداګریزو تبادلو د زیاتوالي لپاره مهمې وبللې. نوموړي له محترم آسایش څخه غوښتنه وکړه چې له هغو هېوادونو سره خبرې وکړي چې د IRU سازمان غړي دي، ترڅو د خپلو بندرونو له لارې د لا زیاتو ترانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي.
محترم پوپل دا هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چمتو دی چې د حکومتي ادارو له اړوندو مسؤولینو سره د غونډو د برابرولو لپاره همکاري وکړي، ترڅو د افغانستان ترانزیټي ستونزې حل شي.
محترم کاظم آسایش، د IRU د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دا سازمان له ۲۰۱۳ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، او اساسي موخه یې د خپلو غړو هېوادونو د تجارتي مالونو لپاره د ترانزیټي اسانتیاوو برابرول دي.
نوموړي افغانستان د ترانزیټ لپاره یو مهم هېواد وباله او د دې هېواد رول یې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د ترانزیټي وصل لپاره ارزښتناک یاد کړ. محترم آسایش د IRU د فعالیتونو د تطبیق په لاره کې تر ټولو لویه ستونزه د افغان حکومت نه همکاري وبلله، او ټینګار یې وکړ چې د دې خنډ له لرې کولو سره به د افغانستان د ترانزیټي اسانتیاوو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.
 
 
 
پنجشنبه، د کب ١٦مه، ۱۴۰۳
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال حضرت ولي هډه‌وال، سوداګریز مرستیال عبدالولي بابکرخېل، خدماتي مرستیال صفت‌الله صاحبزاده، مالي مرستیال رئیس اقبال، د دارالانشاء رئیس غلام مصطفی رحیمي، ښاغلي حاجي ګلمراد عرب، ډاکټر مخلص احمد، شعیب جان، د اجراییه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپی، او یو شمېر سوداګرو په شتون کې د پاکستان _افغانستان د ګډ سوداګرۍ اتاق، د خیبر پښتونخوا فیدراسیون، د سرحد سوداګرۍ اتاق، او د خیبر د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه سره انلاین ناسته ترسره کړه.
 
ښاغلي یونس مهمند وویل: سیاست او سوداګریزې چارې باید له یو بل څخه جلا وساتل شي. هغه زیاته کړه، د تورخم لارې د بندېدو له امله دواړو لورو ته زیان اوښتی، او هغه منفي کړنې چې د بندر د بندېدو لامل کېږي، باید مخه یې ونیول شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو مشرتابه باید ژر تر ژره له حکومتي چارواکو سره د تفاهم ناسته ترسره کړي.
ښاغلي مهمند، ټینګار وکړ چې تورخم لاره باید د سوداګرۍ، ترانزیټ، او عامو ولسونو پر مخ خلاصه شي.
نوموړي زیاته کړه: "دا مهال د افغانستان ټول بندرونه خلاص دي او هېڅ ډول مشکل نه‌لري. د تورخم بندر د ستونزو دایمي حل لپاره باید د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ اتاقونه جدي اقدامات وکړي.
د ننګرهار اتاق لومړي مرستیال، له دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د لارې بندېدل د حل لاره نه‌ده. نوموړي وویل: "د سوداګرۍ اتاقونو مشرتابه باید د ستونزو دایمي حل لپاره سلا مشورې وکړي."
ښاغلي حاجي ګلمراد عرب د پولې دواړو غاړو ته پښتانه یاد کړل او ویې ویل چې د دوی ژوند، دین، او کاروبار مشترک دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د ستونزو د حل لپاره دې په ګډ اتفاق ګام واخیستل شي.
په ناسته کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د ستونزې د حل لپاره باید امنیتي چارواکي لومړی ګام پورته کړي، ډزبند وشي، او د لارې د خلاصون عملي اقدامات ترسره شي. همداراز، شته ستونزې باید د کابل او اسلام‌آباد د مشرانو له‌خوا د دیپلوماتیکو اصولو پر بنسټ دایمي حل ته ورسول شي.
د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو مشرتابه ژمنه وکړه چې د دې هوکړې د عملي کولو لپاره به جدي اقدامات کوي، ترڅو سوداګریزې چارې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
تورخم لاره له څوارلس ورځو راهیسې د پاکستان لخوا بنده شوې، چې دواړو غاړو ته په زرګونو لارۍ ولاړې دي. سوداګر له میلیوني زیانونو سره مخ دي.
 
 
 
 
 
 
 
 
شنبه، د کب ۱۸مه، ۱۴۰۳
 

مقالات دیگر...