د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ولایتي اتاقونو عامل مدیرانو سره يې آنلاین ناسته ترسره او د امام ابو حنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو برخه کې په مرکز او ولایتونو کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مسوولینو له بی سارو هڅو څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه: د ولایتي اتاقونو مسوولین باید هڅه وکړي چې په دغه ستر نندارتون کې د ګډون په موخه ټول سوداګر او لوی او واړه پانګوال، متشبثین او د خصوصي سکتور غړي برخه واخلي او خپله ونډه ادا کړي.
ښاغلي ميرويس هوتک د امام ابوحنيفه (رح) د لومړي نندارتون او د دويم نندارتون د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوی په یو منظم پلان کار کوي، څو د لومړي نندارتون د نیمګړتیاوو څخه د تجربې پر بنسټ، دویم نړیوال نندارتون د امکان تر حده غوره او عالي تنظیم کړي.
نوموړي په دې برخه کې خپل مشخص پلانونه او وړاندیزونه هم مطرح کړل.
ښاغلي هوتک د ولایتي اتاقونو له ټولو عامل مدیرانو وغوښتل چې د دغه نندارتون اعلان ټولو سوداګرو او پانګوالو ته او د تولید او خدماتي سکتور په ګډون د روغتیا، کرنې، صنعت، کانونو، غالۍ، لاسي صنایعو، طب، ښوونې او روزنې، ودانیو سکتورونو ته ورسوي څو هغوی وکولی شي په راتلونکي دویم نړیوال نندراتون کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د ۷۷ ترکي شرکت رئیس براق انسال يې ملتیا کوله د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست ښاغلي شهاب الدین دلاور سره لیدنه ترسره او د یاد وزارت سره يې د اتاق د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د جبل سراج بند جوړولو، د سمنټو فابریکو جوړولو او په لویو پروژو کې د پانګونې په موخه د سترو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د معرفي کولو برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته د اتاق د چمتووالي او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او په دی برخه کې يې د سترو پروژو په لاره اچولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي شهاب الدین دلاور ښاغلي مومند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرو او پانګوالو ملاتړې اداره وبلله او د کانونو د استخراج، د اوبو د بندونو د بیارغونې او نورو سترو پروژو قراردادونو د ترلاسه کولو په برخه کې یې د دغه ډول لویو شرکتونو په معرفي کولو کې د اتاق د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد د سویل ختیځې حوزې له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین، د خوست والي مرستیال، د خوست عامې روغتیا رئیس، د خوست د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د هېواد سویل ختیځې حوزې صرافانو، د خوست ولایت د ډاکټرانو اتحادیې او د خوست ولایت سپین ګیرو او مخورو ته د افطار بلنه ورکړې وه او د دی ملمستیا په ترڅ کې یې په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو برخه کې د وروستیو پرمختګونو، د یاد روغتون لپاره د ځمکې د ځانګړې کولو او د روغتون د مشرتابه ټاکلو څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د خوست ولایت والي مرستیال او نورو ملمنو راتګ نیک وباله او ددی ناستې اصلي موخه يې په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړول وبلل.
ښاغلي مهمند د یاد روغتون جوړولو لپاره د حکومت له لوري د ځمکې ځانکړې کولو او سپارلو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي د خوست ولایت سیمه ایزې ادارې، د ډاکټرانو اتحادیې، د عامې روغتیا ریاست، سوداګرو او مخورو خلکو رول د یاد روغتون په جوړولو کې اړین وباله او د اړوندو اړخونو په همکارۍ يې ټینګار وکړ.
د خوست ولایت عامې روغتیا رئیس په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو برخه کې د ښاغلي مهمند هڅې وستایلې او په تیرو دوه میاشتو کې یې د یاد روغتون تاسیسولو برخه کې د اخیستل شویو ګامونو په اړه معلومات ورکړل.
د خوست ولایت والي مرستیال د ښاغلي مهمند نیک نیت ستایلو ترڅنګ، د یاد ستر روغتون جوړولو برخه کې د خوست ولایت سیمه ایزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي میرویس هوتک د خوست ولایت سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بیا جوړولو او ترمیم اسنادو طی مراحلو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل او په نږدی راتلونکی کې يې د یاد اتاق د ترمیم خبر ورکړ.
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې، د خوست ولایت حکومتي چارواکو، سوداګرو او ډاکټرانو څخه یوه پنځه کسیزه کمېټه جوړه شي څو د یاد روغتون لپاره د ځای د ټاکلو برخه کې عملي ګامونه پورته کړی شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د اتاق مشرتابه پلاوي د ګلبهار سوداګریز کمپلکس بیاجوړونه پرانیستله
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ګلبهار ګروپ رئیس ښاغلي زړګي حبیبي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د ګلبهار سوداګریز کمپلکس بیاجوړونې پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر د حکومت د پالیسۍ په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل "افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او افغانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول د حکومت او سوداګرو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي د هېواد ټول پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او په دی برخه کې يې د حکومت د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي مهمند د ښاغلي حبیبي څخه د مننې کولو ترڅنګ، د ګلبهار کمپلکس په څیر د پروژو تطبیق، په هېواد کې د غربت کچې په راکمولو کې اړین وباله او زیاته يې کړه چې د هېواد پرمختګ په بیخبنسټیزو پروژو پوری تړلی دی.
نوموړي د حکومت څخه وغوښتل چې سوداګرو ته د ودانیزو پروژو تطبیق برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي څو سوداګر وکولی شي په یادو پروژو کې په روڼ ډول برخه واخلي.
ښاغلي حبیبي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو او د ګلبهار کمپلکس بیاجوړولو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل "د ګلبهار سوداګریز کمپلکس د ۷۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په ۱۰ جریبه ځمکه او ۳۰ چتونو لرلو سره په ۳ کلونو کې جوړیږي. د ګلبهار سوداګریز کمپلکس جوړولو پروژه کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چابهار بندر په اړه په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، سوداګرو او د ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلینو هم حضور درلود، د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د چا بهار بندر په جوړه شوې معلوماتي ناسته کې ګډون وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چابهار بندر د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د ترکمنستان، ازبکستان او اذربایجان لپاره له اقتصادي پلوه یو مهم بندر وباله او د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ د بهیر په چټکتیا، د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د سویلي او مرکزي آسیا څخه روسیې او له روسيې څخه د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو ته د صادراتي او وارداتي محمولو لیږد خدماتو په معیاري کولو يې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر، د منځنۍ اسیا او ایران د هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو، د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو استازو، سوداګرو او لویو بهرنیو صنعتکارانو هم حضور درلود او د چابهار بندر د اقتصادي اهمیت او د سیمې له بندرونو سره د چابهار بندر د پرتله کولو او په دغه بندر کې د شته اسانتیاوو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د قزاقستان له سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي او د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي احمد شاه حکیمي، د صنایعو او کانونو اتاق مشرتابه پلاوي غړیو، لاسي غالیو، د قیمتي ډبرو اتحاديې غړیو، د سبزیو اتحاديې غړیو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د قزاقستان هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر په اړه يې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه "افغانستان او قزاقستان له ډیر پخوا راهیسې ټولنیزې، دوستانه، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري، خو له بده مرغه یو کال کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې چې اصلي لامل يې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ نشتوالی دی."
ښاغلي مهمند د افغانستان او قزاقستان سوداګرو ترمنځ په پخوانیو ناستو کې د مطرح شویو موضوعګانو نه تعقیب، په قزاقستان کې د افغان سوداګرو ستونزو ته حل لارې نه پیداکول او افغان سوداګرو ته د ویزو د لازمو آسانتیاوو نه شتون د سوداګرۍ برخه کې سترې ننګونې وګڼلې او باید لازمه پاملرنه ورته وشي.
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو اړیکو غښتلتیا په موخه د افغان – قزاق ګډ اتاق رامنځته کیدل اړین وبلل.
د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د دواړو هېوادونوسوداګرو ترمنځ په متعددو ناستو د ټینګار کولو ترڅنګ، قزاقي پانګوال وهڅول څو په افغانستان کې د کانونو استخراج، د ټیکنالوجۍ سیستم معیاري کولو، ټرانسپورټ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
قزاقي سوداګرو او پانګوالو مرکزي او منځنۍ آسیا ته د وچو او تازه میوو صادرولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او له اتاق څخه يې د یوه معیاري ډیټابیس چې افغاني میوې په کې معرفي شوي وي د جوړولو غوښتنه وکړه.