د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د خوست ولایت له یو شیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا د غذا او درملو ملي ادارې له عمومي رئیس ښاغلي عبدالباري عمر سره لیدنه ترسره او د یاد ولایت د سوداګرو ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د غذا، روغتیا او ښکلا برخه کې د معیاري لابراتوار او ګمرک نه شتون یادونه وکړه او د ښاغلي عمر څخه يې په دی برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي عمر ښاغلي مهمند او ورسره ملګرو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، په یاد برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

پنجشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال محترم محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامې روغتیا مالي او اداري معین په حضور کې، د وحدت خیریه بنسټ له لوري د دوه لاریو مرستندویه درملو مرسته چې د دولتي روغتونونو لپاره شوې وه، دغه وزارت چارواکو ته وسپارله.

ښاغلي مهمند د وحدت خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د روغتیا سکتور د هیواد یو له مهمو سکتورونو څخه وباله او ژمنه یې وکړه چې د دغه وزارت له روغتونونو او کلینیکونو سره د لازیاتو مرستو په برخه کې به د سوداګرو د هڅونې په برخه کې به لا زیاتې همکارۍ وکړي. نوموړي د درملو له ټولو واردونکو څخه وغوښتل، چې د نړيوالو نورمونو او معيارونو سره سم د هېواد بازارونو ته باکيفيته درمل وارد کړي.

ښاغلي الکوزي درمل واردوونکي د روغتیا وزارت سره همکار وبلل او ویې ویل: د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد ټول سوداګر په ځانګړې توګه د وارداتي او درملو د خدمتونو په برخه کې له دغو وزارتونو سره ښه همکاري ولري او د دغه وزارت له مسوولینو یې وغوښتل چې د روغتیایی خدماتو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره په لیرې پرتو ولایتونو کې خپلو هیوادوالو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.

د عامې روغتیا وزارت مالیې او اداري معین د هېواد د خصوصي سکتور د ښو هڅو او همدارنګه د وحدت خیریه بنسټ له بشردوستانه مرستو مننه وکړه او له دغه وزارت سره یې د خصوصي سکتور د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

پنجشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د اقتصاد وزارت سرپرست، د کانونو او پټرولیم وزارت معین، د افغان – امریکا ګډ اتاق رئیس ښاغلي جفري کریګو او د هېواد مطرح سوداګرو حضور درلود، د افغان او امریکايي سوداګرو کډې ناسته کې د ګډون کولو په ترڅ کې، په هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دی ناسته کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګریز اړیکو په ښه والي، د هېواد د کانونو استخراج برخه کې د ګډو پانګونو، د کانونو استخراج په موخه د ماشینرۍ انتقال، په مختلفو سکتورونو کې د بهرنیو پانګونو جلبونې او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي جفري کریګو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د افغانستان لپاره د بهرنیو پانګونو په جلب، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ښه والي او د هېواد د کانونو استخرج په موخه د تخنیکي سلا مشورو په ورکړه ټینګار وکړ او د ورته ناستو جوړول يې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل.

سه شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په افغانستان کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره په یوه رسمي ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ارزونې په موخه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په لاره کې شته ستونزو او ننګونو ته په تفصیل سره اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان له جاپان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او چمتو دی چې له دې لارې لا زیاتې سوداګرۍ او پانګونې ته زمینه برابره کړي. هغه دغه راز د سوداګرۍ په لاره کې د پرتو خنډونو لرې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زياتې سوداګرۍ د هڅونې په موخه د سوداګريزو ويزو په صادرولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره اړین وبلل.

ورپسی، جاپان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر مسله راپورته شوه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د جاپان د سوداګرۍ خونې له غړو او په جاپان کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له استازو سره د لیدنې لپاره د افغانستان د سوداګرۍ اتاق چمتووالی اعلان کړ او دغه ناستې یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مهمې وبللې.

همدارنګه ښاغلي مهمند ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ټولیز امنیت او سولې تامین، په دولتي ادارو کې د فساد نه شتون، د کوکنارو د کښت مخنیوی او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول په افغانستان کې د پانګونې لپاره خورا مهم فرصتونه رامنځته کړي دي. هغه څرګنده کړه چې دغه بدلونونه او هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د لا زياتو مناسبو شرايطو د رامنځته کولو لپاره ډېر حياتي او بنسټيز دي.

د غونډې په پای کې د جاپان هېواد سفیر ښاغلي تاکاشي هم له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د دغه هېواد د ژمنو ډاډ ورکړ او په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې یې د لازمو همکاریو لپاره چمتووالی وښود. نوموړي د سوداګرۍ د اسانتيا او د پانګونې لپاره د مناسبو شرايطو رامنځته کول مهم وګڼل او د افغانستان خصوصي سکتور ته يې بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاريو د لا پياوړتيا لامل شي.

د دې ناستې په پایله کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د همکاریو او مشورو د دوام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل او د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام هوکړه وشوه.

پنجشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۴۰۲

د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د مشرتابه پلاوي غړو يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي توکل احمدیار سره د دوشنبې په ورځ د مدیره پلاوي په دفتر کې لیدنه ترسره او د سپین بولدک اتاق مشرتابه په کچه يې د بدلونونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار او د اتاق مشرتابه پلاوي نورو غړو د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوي مشرتابه ته مبارکي وویله او د یاد ولایت د خصوصي سکتور غړو ته د لا  ښه خدمت کولو برخه کې يې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

سه شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ګمرکونو معین او د لوړو زدکړو سرپرست په حضور کې، د عامې روغتیا د درملو د خدمتونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د روغتیا سکتور د ستونزو، په کور دننه د درملو تولیدي شرکتونو ملاتړ او د کورنیو درملو د استعمال په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند د روغتیا سکتور د هېواد یو له سترو او مهمو سکتورونو څخه وباله او د کرونا بحران پر مهال یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ډاکټرانو د څلورویشت ساعته هلو ځلو قدرداني وکړه او د کورنیو درملو په ملاتړ، ګټې اخیستنې او د هېواد په صنعتي کیدو يې ټینګار وکړ.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې اړيکې د داخلي ګټو د رعايت او د ملي ارزښتونو د تعريف پر بنسټ وبللې او په هېواد کې د ټولیز امنیت شتون، د کوکنارو نه کرکیله او د اداري فساد نه شتون يې په هېواد کې د سوداګرۍ چټکتیا لپاره اساسي فرصتونه وبلل.

هغه د درمل جوړولو د چارو د ادارې له مشرتابه څخه وغوښتل چې د درملو د خدمتونو د کړنلارې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې له کورنیو درملو څخه کار واخلي او په دې توګه د کورنیو صنعتونو ملاتړ وکړي.

چهارشنبه، وږي ۱۵مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...