د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد شکیب احمدیار او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په شتون کې، د اروپا سولې انسټیټیوټ له استازي ماریان زمبیلیف سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د ګډو همکاریو او د افغان خصوصي سکتور شته ستونزو ته د حل لارو په پیداکولو يې بحث او د نظر تبادله ترسره کړه.

ښاغلي ماریان د اروپا د سولې انسټیټیوټ د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه او همدارنګه د هغې غونډې په اړه چې راتلونکې میاشت په قطر کې د دغه انسټیټیوټ له خوا جوړیږي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د خپل سفر اصلي موخه یې د افغان خصوصي سکتور ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په موخه، د وړاندیزونو راټولول او د مناسبو حل لارو موندل دي.
نوموړي د اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې له دوی سره شریکې کړي، څو په یاده ناسته کې پرې خبرې وشي.

ښاغلي مهمند ښاغلي ماریان ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې په ټولیزه توګه د امنیت ټینګښت، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت مخنیوی د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او د اروپايي هېوادونو ویزو ترلاسه کولو او د افغان کنګل شویو شتمنیو خلاصون برخه کې يې د اروپا سولې انسټیټیوټ له استازي د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې چې د هېواد ملي ګټې په کې په نظر کې نیول شوې وي، مهمې وبللې او له یاد انسټیټیوټ سره یې د سوداګرۍ اتاق د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د ښاغلي ماریان ددغه نیک ګام چې غواړي د افغان خصوصي سکتور ستونزو ته د حل لارې بیامومي د هرکلي کولو ترڅنګ، د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته د سوداګریزو او ټرانزیټي آسانتیاوو نه شتون د افغان سوداګرو له عمده ستونزو وبللې.
همدارنګه، ښاغلي باز د اروپايي اتحاديې له هېوادونو د داسی یوې پالیسۍ جوړولو غوښتنه وکړه چې له مخې يې هغه افغان صاداراتي او وارداتي توکي چې د ایران له لارې ټرانزیټ کیږي، د هغو تعزیراتو څخه چې د نړیوالې ټولنې له لوري په ایران وضع شوي، مستثنا وشمیرل شي څو د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو بهیر کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړې شي.

ښاغلي میرویس هوتک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د اروپا د سولې انسټیټوټ له استازي څخه یې وغوښتل چې د هېواد د خصوصي سکتور د شته ستونزو په حل کې له دغه اتاق سره همکاري وکړي.

 

پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۴۰۳

د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي پاکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي يې ملتیا کوله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، افغان – پاک ګډ اتاق او د پاکستان سوداګرۍ او صنعت اتاقونو فدراسیون په دری اړخیزه ناسته کې، د ګډون کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ګډې همکارۍ په اړه يې خپل رغنده نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.

په دی ناسته کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت اتاقونو فدراسیون (FPCCI) لومړي مرستیال ښاغلي ذکي اعجاز او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود.

په یاده ناسته کې په ډیرو اړینو موضوعګانو لکه:
• د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونو ودې او پراختیا
• د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان سره ښو اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو ته وده ورکولو
• په تیرو څو کلونو کې د افغان – پاک ګډ اتاق لاسته راوړنو او بی سارو فعالیتونو
• د دواړو هېوادونو سوداګرو شته ټرانزیټي، سوداګریزو او ټرانسپورټي ستونزو حل
• د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنعت وزارتونو ترمنځ د همکارۍ په لا پراختیا
• ګډو نندارتونو او سوداګریزو ناستو جوړولو
• او د دواړو هېوادونو پانګه وال په افغانستان کې د کانونو په سکتور کې ګډې پانګونې ته د هڅولو په اړه د بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.

 

شنبه، غويې ۱، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي تخنیکي او پالیسۍ مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې، د عامل پلاوي مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو او کارکوونکو سره لیدنه ترسره او د کارونو ښه تدبیر، چارو سمون، په سپارل شویو دندو کې صداقت، اخلاص او مسلکیتوب او د مشرتابه پلاوي له پالیسۍ او پریکړو ملاتړ او ورته غاړه ایښودنې په اړه يې خپلې رغنده سپارښتنې وکړې.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د کوچني اختر مبارک باد ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور غړو ته په ښو او صادقانه خدماتو وړاندی کولو، د اتاق مشرتابه پلاوي په همکارۍ د سوداګرو ستونزو ته د حل لارو په پیداکولو او د کارکوونکو خپلو ورځنیو کارونو ته په ژمنتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي میرویس هوتک د عامل پلاوي کارکوونکو په استازولۍ د دارلإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز ته د سوداګرو ستونزو حل، ورځنیو چارو په ښه ډول ترسره کولو او د مشرتابه پلاوي د پریکړو څخه د اطاعت کولو ډاډ ورکړ.

 

دوشنبه، وري ۲۷مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د افغانستان لپاره د قزاقستان د سوداګرۍ کور له رئیس ښاغلي ارمان یاسینتایف سره د لیدنې په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا او غښتلتیا خبرې وکړې.

ښاغلي ارمان له افغانستان څخه قزاقستان ته د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د وچې مېوې او نورو خامو موادو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د قزاق سوداګرو د لیوالتیا خبر ورکولو ترڅنګ، د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو جوړولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند ښاغلي ارمان ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، قزاقستان یو پخوانی دوست او د دیني او کلتوري مشترکاتو، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو لرونکی هېواد وباله او په یاده برخه کې يې د اتاق هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

شنبه، وري ۱۸مه، ۱۴۰۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چارو د ښه والي او د ولایتي اتاقونو د ستونزو د حل په موخه انلاین غونډه وکړه، چې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، حقوقي سلاکار، مالي مفتش، د مرکزي اتاق د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او د ولایتي اتاقونو اجرائیوي مسؤلینو په کې ګډون درلود.

ښاغلي هوتک د ولایتي اتاقونو رول د غړو په جلب او جذب او د هېواد خصوصي سکتور ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله او خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو، د دوی د ستونزو هواري لپاره د مرکزي اتاق سره د منظمو اړیکو نیولو، د حکومتي ادارو سره نیکو کاري اړیکو لرلو، په کار کې چټکتیا او د اړوندو ولایتونو له مختلفو سکتورونو سره د ناستو په ترسره کولو برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې ناسته کې، د ولایتي اتاقونو یو شمېر مسؤلینو، حقوقي سلاکار او د دې اتاق د بېلابېلو څانګو مسؤلینو د یو شمېر نورو سوداګریزو موضوعاتو او ویناوو تر څنګ د خپلو کاري څانګو او د اساسنامې په رڼا کې د ولایتي اتاقونو د فعالیتونو په اړه خبرې اترې وکړې او ژمنه يې وکړه چې د کار ښه والي او پرمختګ په موخه به خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

 

دوشنبه، وري ۲۷مه، ۱۴۰۳

مقالات دیگر...