زېرمتون
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي اداري غونډه ترسره شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د د امریکا د متحده ایالاتو سفارت له شارژدافیرې سره وکتل!
په دوبۍ کې مېشتو افغان سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ناسته
د اتاق عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست په ۲۸مه کونمنګ چین نندارتون او د سویلي آسیا هیوادونو په ۱۷مه سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ
ښاغلي میرزمان پوپل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، د ښاغلي زربت خان ستانکزي د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق مالي رئیس او د هیواد د سوداګرو او صنعتکارانو په ملتیا، په ۲۸مه کونمنګ چین نندارتون او د سویلي آسیا هیوادونو په ۱۷مه سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ او د افغان سوداګرو غرفو څخه چې خپل تولیدي محصولات یې په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي وو، لیدنه وکړه.
دا نندارتون د جولای ۲۳مې نیټې څخه په کونمنګ چین کې د ۷ ورځو لپاره ترسره کیږی. په یاد نندارتون کې افغان سوداګرو خپل تولیدي محصولات په ځانګړي ډول: غالۍ، وچه میوه، زعفران، افغاني لباسونه او قره قل په ۷۶ غرفو کې د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
چهارشنبه، ۳ اسد ۱۴۰۳
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي له یو شمیر سوداګرو سره د سارک غړو هیوادونو جنوبي آسیا سوداګریز نندارتون په اړه لومړنۍ ناسته
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال، د ښاغلي میرزمان پوپل د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د نړیوالو اړیکو او د سوداګرۍ پراختیا د ډیپارټمنټونو مسوولانو په شتون کې، له یو شمیر هغو سوداګرو سره چې د جنوبي آسیا سوداګریز نندارتون کې برخه اخلي، خبرې وکړې او د یاد نندارتون په اړه چې د روان کال د اګست ۲ نه تر ۴ پورې د سریلانکا په هیواد کې په لاره اچول کیږي، مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي مایل احمدي، د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، دا ډول نندارتونونه یې د افغاني محصولاتو د پیژندنې، د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د ښه والی او د نړیوالو بازارونو ترلاسه کولو لپاره مهم وګڼل. هغه، له ټولو افغان سوداګرو چې پدې نندارتون کې ګډون کوي غوښتنه وکړه تر څو د لوړ کیفیت افغاني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
سه شنبه، اسد ۹، ۱۴۰۳