ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې ښاغلیو: پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت مقام، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړي جان آقا صادقي، د څارنې پلاوي منشي او د غزني اتاق رئیس عبدالمتین قلندري، د هرات اتاق لومړی مرستیال عبداللطیف قناویزیان، د هرات اتاق سوداګریز مرستیال سعید صدیقي، د هرات ګمرک رئیس، د نیمروز اتاق رئیس حاجي عبیدالله نورزی، د یادې اورلګېدنې زیانمن شوي سوداګر، او د افغانستان یو شمېر وتلي سوداګرو یې ملتیا کوله، د هرات ولایت ګمرک په بېلابېلو برخو کې د اورلګېدنې له سیمو لیدنه وکړه او له یو شمېر زیانمن شویو کسانو، سوداګرو او د دې ولایت له محلي چارواکو سره د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
 
محلي چارواکو، د هرات ولایت په ګمرک کې د اورلګېدنې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: په دې پېښه کې له ۵۰ څخه ډېر سوداګریزې محمولې، ۱۵ باربري وسایط او یو بشپړ د مالونو ګدام په بشپړ ډول او ۳ نور ګدامونه په جزوي ډول سوځېدلي دي.
سوځېدلي توکي برېښنايي وسایل، تکه، رخت، بطرۍاو داسې نور شامل وو.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د محلي چارواکو د خبرو تر اورېدلو او د سوداګرو د سوځېدلو مالونو د بېلابېلو برخو د لیدلو وروسته، یادې پېښې ته د خواشینۍ څرګندونه وکړه او دا یې د خصوصي سکتور لپاره لوی اقتصادي زیان وباله. هغه په بندرونو او ګمرکاتو کې د نورو تاسیساتو پر جوړولو ټینګار وکړ ترڅو د ورته لویو پېښو مخنیوی وشي، او د هرات له محلي چارواکو څخه یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
 
پنجشنبه، ۲۵ زمری ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، پداسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی ښاغلي جان آقا صادقي، د هرات اتاق لومړي مرستیال ښاغلي عبدالطیف قناویزیان، د هرات اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي سعید صدیقي، او د دې ولایت یو شمېر نامتو سوداګر او پانګوالو یې ملتیا کوله، د هرات له والي سره ولیدل او د هرات په ولایت کې د سوداګریزو مالونو د سوځېدنې په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د هرات د ولایت له محلي ادارې څخه مننه وکړه چې په یاده پېښه کې یې د مرستې هڅه کړې او د نورو مالونو د سوځېدو مخه یې نیولې ده. هغه، د هرات له والي څخه وغوښتل چې د هرات ګمرک د اورلګېدنې په اړه په پلټنو کې همکاري وکړي.
ښاغلي جان آقا صادقي، د هرات له والي څخه وغوښتل چې د هېواد په لویو بندرونو کې اړینې بنسټیزې اسانتیاوې او تاسیسات جوړ کړي.
د هرات والي د سوداګریزو مالونو د اورلګېدنې پېښې قربانیانو ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت څرګندولو تر څنګ، ژمنه وکړه چې د ورته لویو پېښو د مخنیوي لپاره به له هر اړخیزو هڅو، په ځانګړې توګه د معیاري اور وژنې سیستم او نورو اړینو تاسیساتو په جوړولو کې به عملي ګامونه پورته کوي.
 
 
پنجشنبه، ۲۵ زمری ۱۴۰۳
 
 

د حبیب ګلزار تجارتي شرکت د ننګرهار ولایت ۴۰۰ کورنیو سره چې په وروستیو طوفانونو او سیلابونو کې زیانمن شوي وو، د اولیه توکو مرسته وکړه. دغه مرسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال ښاغلي حضرت ولي هډه وال، سوداګریز مرستیال عبدالولي بابکرخيل، او د مدیره پلاوي غړي ډاکتر مخلص احمد په حضور کې وویشل شوه.
 
د دې شرکت د مرستې په کڅوړه کې یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وريجي او غوړي شامل وو، چې د سرخرود، غنی‌خیل، بیز اکمالاتي او نورو سیمو مستحقو کورنیو ته چې د طوفان او سیلاب له امله زیانمن شوي وو، وویشل شول.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د حبیب ګلزار شرکت له رهبرۍ او مسوولینو څخه د دوی د تلپاتې مرستو او په ټول هېواد کې د طبیعي پیښو له زیانمنو سره د همکارۍ لپاره مننه او قدرداني وکړه. هغه، د حبیب ګلزار شرکت دغه اقدام یې د ژمنتیا، همدردۍ او وطن دوستۍ نښه وبلله.
 
 
دوشنه ، زمری 22 مه، ۱۴۰۳
 
 

دغه لیدنه چې کابل کې د پاکستان په سفارت کې ترسره شوه، په کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خانجان الکوزی، د رخت سوداګرو ټولنې رئیس حاجي عبیدالله، د تازه میوو د ټولنې غړو او د خوست او ننګرهار یو شمېر سوداګرو ګډون کړی و.
 
په پیل کې ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسئولینو له توجه څخه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور د مشرتابه پلاوي لپاره له بیلابیلو هیوادونو سره د ناستو زمینه برابروي او دغه ډول ناستې یې د دواړو خواوو د اړیکو په پراختیا کې مهم وبلل.
ورپسې، افغان سوداګرو په افغانستان کې د پاکستان سفیر سره بیلابیلې ستونزې او وړاندیزونه لکه: د سوداګریزو مالونو د بار وړونکو وسایطو لپاره د تګ راتګ سند په اړه، د پاکستان لخواه د افغانستان په تازه میوو او سبزیجاتو د لوړو ګمرکي تعرفو موضوع، په بندرونو کې د افغان سوداګرو د پیسو د انتقال په برخه کې ستونزې، په بندرونو کې د سوداګریزو اسنادو د پروسس لپاره د جلا غرفې جوړولو، او د ۲۱۲ ترانزیټي توکو په اړه چې په کراچۍ بندر کې پرې بندیز لګول شوۍ، مطرح کړل.
د پاکستان سفیر د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدلو وروسته وویل چې د مطرح شویو موضوعاتو د حل لپاره باید د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، ولایتي اتاقونو، افغان-پاک ګډ اتاق، په کابل کې د پاکستان سفارت او په ولایاتو کې د یاد سفارت قونسلګريو تر منځ همغږي رامنځته شي او د ستونزو د حل په برخه کې به هڅې دوام ولري.
 
 
سه شنبه، د زمری ۲۳ مه ١٤٠٣
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال او ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، د ښاغلیو: شیرین آغا سخی د اتاق مالي رئیس، سید جاوید برهان د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس، سید پرویز سادات هوفیانی او بهادر خیرخواه د اتاق مدیره پلاوي غړي، محمد انور عارفی د عامل پلاوي پالیسي او تخنیکي مرستیال، میرزمان پوپل د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، عتیق‌الله مؤمن زاده د ننګرهار اتاق رئیس، او د یو شمېر افغان سوداګرو په شتون کې د ازبیکستان هېواد د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي وهابوف دوران عبدالجلال اوغلو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره کړه، د سوداګریزو اړیکو په ښه والي او د نندارتونونو جوړېدو په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، ښاغلي وهابوف دوران عبدالجلال اوغلو ته ښه راغلاست وویل او د ازبیکستان له حکومت او سفارت څخه یې د اوږدو کلونو سوداګریزو نیکو اړیکو او افغان سوداګرو ته د ویزو اسانتیاوو د رامنځته کولو له امله مننه وکړه.
د اتاق لومړي مرستیال، افغانستان یې د جغرافیایي موقعیت له مخې د مرکزي آسیا هېوادونو او سویلي آسیا تر منځ د وصل نقطه وګڼله او همدارنګه، ازبیکستان یې د افغانستان او چین تر منځ د نښلولو نقطه وګڼله، او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو-اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، د افغان- ترانس ریل پټلۍ د پروژې په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ملاتړ اعلان کړ او دغه پروژه یې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ازببکستان سره د سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت وګاڼه.
ښاغلي اوغلو، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه د دې غونډې د جوړولو لپاره مننه وکړه او د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۱۷ مه نېټه د ازبیکستان د سوداګرۍ اتاق له لوري په کابل کې د یوه نندارتون او سوداګریزې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او وویل: په دغه نندارتون کې به د ازبیکستان له بېلابېلو سکتورونو څخه په ځانګړې توګه د نفت او ګاز، درملو، کیمیاوي موادو، اوسپنې، خامو موادو، غالیو او لاسي صنایعو په برخو کې له ۲۰۰ څخه زیات شرکتونه برخه واخلي. هغه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرانو څخه وغوښتل ترڅو افغان سوداګر وهڅوي چې په یاد نندارتون کې ګډون وکړي.
ښاغلي خیرالدین مایل، ازبیکستان یې د افغانستان پخوانی ملګری هېواد وګاڼه چې په بیلابیلو برخو: دیني، فرهنګي او ښه اقتصادي-سوداګریزو اړیکو ګډ ارزښتونه لري. هغه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي مایل، افغانستان یې د طبیعي سرچینو څخه غني هېواد وګاڼه او له ښاغلي اوغلو څخه یې وغوښتل چې د ازبیکستان سوداګر وهڅوي ترڅو له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو سکتورونو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې ګډې پانګونې وکړي.
ښاغلي سید جاوید برهان، د دې ډول نندارتونونو او سوداګریزو غونډو جوړول د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او سوداګریزو تبادلې لپاره مهم وګاڼه، او د یاد نندارتون په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
یکشنبه، ۲۱ زمری ۱۴۰۳
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ختیځ زون یو شمېر سوداګرو او پانګوالو، ښاغلي عتیق الله مومن زاده، ښاغلي صمیم هاشمي د اتاق دولت سره د اړیکو ډیپارټمنت مسؤل، او ښاغلي زلمي عظیمي د مالیې وزارت د ګمرکونو له معین سره وکتل او د تېر کلونو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ په اړه یې د سوداګرو ستونزې شریکې کړې.
 
ښاغلي مهمند، د ختیځ زون سوداګرو ستونزې یې په تفصیل سره د مالیې وزارت معین ته وړاندې کړې او له هغه څخه یې د دغو ستونزو د حل په موخه د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي عتیق الله مومن زاده، د دې زون د سوداګرو په استازیتوب، د مالیې وزارت مشرتابه په ځانګړي ډول د ګمرکونو معین څخه مننه وکړه او د تېرو کلونو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه. همدارنګه، د ګمرکي اسنادو د پروسې په تسریع کې د لا زیاتو اسانتیاوو په برخه کې یې د دې ادارې د مشرتابه جدي توجه وغوښته.
د ګمرکونو مرستیال د اتاق له لومړي مرستیال څخه د سوداګرو د ستونزو په شریکولو کې د نه ستړي کیدونکو هڅو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د سوداګرو د مالیاتي اسنادو د څېړنې موضوع ته به جدي پاملرنه وکړي.
 
 
سه شنبه زمری۲۳مه، ۱۴۰۳
 
 

مقالات دیگر...