د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د سیاحتي شرکتونو له استازیو سره د لیدنې په ترڅ کې د ننګونو د له منځه وړلو او کاري فرصتونو رامنځته کولو په اړه خبری وکړی.

ددی غونډې ګډونوالو د زرګونه سیاحتي شرکتونو په استازولۍ خبری کولې او د اتاق د غړیتوب غوښتنه يې وکړه تر څو له دی لاری وکولی شي خپلو ستونزو ته د پای ټکې کیږدي.

ښاغلي هاشمي د سیاحتي شرکتونو له استازیو څخه وغوښتل چې د اتاق غړیتوب ترلاسه او سیاحتي نندارتونونه جوړ کړي تر څو خلک وکولی شي د دوی د خدماتو په اړه مالومات تر لاسه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخنیک او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايي په هغه غونډه کې چې د افغان ملي بیمې شرکت له خوا د بیموي خدماتو د معرفي کولو په موخه جوړه شوی وه، داسې وویل "بیموي خدمتونه د اقتصاد په وده او نمو کې مثبت رول لري." نوموړي د افغان سوداګرو په ځانګړي توګه د هغو شرکتونو څخه چې د اتاق غړیتوب لري، وغوښتل چې په هیواد کې د شته بیموي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي، تر څو له یوې خوا د هیواد اقتصاد پیاوړې او له بلې خوا د دوی فعالیتونه د زیات باور څخه برخمن شي.

د افغان ملي بیمې شرکت استازي ښاغلي شاه محمد احمدزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د مننې تر څنګ وویل "د افغان ملي بیمې شرکت اساسي موخه د هیواد سوداګریزو شرکتونو او سوداګرو ته د بیموي خدماتو وړاندی کول دي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه د افغان ملي بیمې شرکت ۱۷ ډوله مختلف بیموي خدمتونه چې روغتیايي، سفري او زیربنايي پکې شامل دي، وړاندی کوي."  

د هرات ولایت استرتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ له خوا د تلپاتې سولې او امنیت راوستو په اړه په جوړه شوی غونډه کې د ملي مصالحې شورا ریس ښاغلي عبدالله عبدالله، د سوداګرۍ وزارت نامزد وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي، د ولسي جرګې استازیو او یو شمیر سیاسي رهبرانو د سولې، امنیتي ننګونو او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې وکړی.

ښاغلي هاشمي په هیواد کې د شتو ښو اقتصادي فرصتونو او ننګونو په اړه د خبرو کولو تر څنګ ټینګار وکړ، چې د اقتصادي اتکا او بسیاتوب دپاره باید په هیواد کې د شته طبیعي سرچینو څخه ګټه پورته کړی شي.

حکومت باید د اساسي قانون پر بنسټ د خصوصي سکتور ملاتړ، هڅونه او خوندیتوب تضمین کړي.

ښاغلي هاشمي د هیواد بشري ځواک ته د اشارې کولو تر څنګ د حکومت څخه وغوښتل چې د هیواد لوستو ځوانانو لپاره دی کاري فرصتونه پیداکړي تر څو هیواد مو له اقتصادي اتکا څخه خلاص او اقتصادي بسیاتوب ته ورسیږي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې په هیواد کې نا امني د کمې پانګونې او اقتصادي زوړتیا ستر لامل ګڼل کیږي. 

د مدني ټولنې مشرتابه د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې د ښاغلي خان محمد سرفراز باز سره د لیدنې په ترڅ کې د هغه د ډیرو کلونو د هلو ځلو ستاینه وکړه.

په دی لیدنه کې د مدني ټولنې ریس ښاغلي فرید فضلي ژمنه وکړه، چې د دوه کلونو لپاره ۵۰ هغو اشخاصو ته د زدکړو زمینه برابروي، چې په هیواد کې دننه د زدکړو مالي توانایي نه لري.

ښاغلي باز هم د مدني ټولنې د ښو کړنو او د ولس غږ رسونې څخه د یادونې تر څنګ ژمنه وکړه، چې د د مدني ټولنې څخه به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي او د اوونیزې خپرونې د پراختیا په موخه به هر اړخیزه همکاري کوي.   

ښاغلي هاشمي د هرات اتاق څخه د لیدنې په ترڅ کې د هرات اتاق د مشرتابه د کړنو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه، چې د هرات اتاق د نورو اتاقونو لپاره یو ښه مثال دی.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ریس ښاغلي یونس قاضي زاده د هرات اتاق د کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبری اتری وکړی.

په پای کې ښاغلي هاشمي د هرات اتاق سره د مرستو کولو او لا زیاتو آسانتیاو د برابرولو ژمنه وکړه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نثار احمد غوریاني، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر رزاق داوود، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي یونس مهمند، د هیت مدیره غړي خان جان الکوزي، د ولسي جرګې غړو او د خصوصي سکتور فعالینو ګډون درلود.

ښاغلي رزاق داوود وویل "پاکستان د افغانستان سره د ښو سوداګریزو او ټرانزیټو اړیکو غوښتونکې دی، او په اسلام آباد او کابل کې زموږ لیدنو سوداګریزو راکړو ورکړو ته لار هوار کړی ده."

په پای کې داوړو لوریو د دوه اړخیزو بانکي، ګمرکي، ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو په اړه خبری وکړی او پریکړه وشوه، چې د توافق او همغږۍ اتمه غونډه به په اسلام آباد کې جوړه او دا توافق به نهایي کیږي.

مقالات دیگر...