د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د مدیر پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د ولسي جرګې غړي او ملي سوداګر ښاغلي غلام عباس ابراهیم زاده سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور شتو ستونزو او ددی ستونزو په له منځه وړلو کې د ولسي جرګې همکارۍ په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلي ابراهیم زاده ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په دی سختو شرایطو کې د خصوصي سکتور فعالیتونو او د نوموړي سکتور په لاره کې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړی او په دی ننګونو باندی د برلاسي کیدو په برخه کې يې د ولسي جرګې په همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي ابراهیم زاده د ولسي جرګې او خصوصي سکتور تر منځ نږدې همکارۍ په ځانګړې توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره مهمه وبلله او د خصوصي سکتور د شته ننګونو په حل او د هغوی د فعالیتونو د ودې په برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د ټرانسپورټ او ټرانزیټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني، د بامیان ولایتي اتاق رئیس، د ټرانسپورټ، سوداګرۍ او صنعت، او عامه ګټو وزارتونو او د ټرانسپورټي شرکتونو رئیسانو په ګډون د افغانستان، آذربایجان او ترکمنستان ترمنځ د دری اړخیزه اقتصادي همکاریو میکانیزم په اړه ناسته د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

ښاغلي عطايي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک، وویل "دغه ناسته د ټرانسپورټ وزارت کې د جوړو شوو ناستو د لړۍ څخه یوه ده، چې د افغانستان، آذربایجان او ترکمنستان له لارې د تیر سیستم په واسطه د آزمایښتي محموملې د څیړلو په موخه ترسره کیږي."

ښاغلي عطايي زیاته کړه "په دی ناسته کې به په دی مسیر کې د تیر سیستم تطبیق په برخه کې د شتو ننګونو، په افغانستان کې د خصوصي ټرانسپورټي شرکتونو امکاناتو او وړتیاوو او نورو موضوعګانو باندی خبرې اترې وشي."

وروسته بيا د رحمت مؤمن نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني شرکت ریاست او افغان تیر په واسطه ترتیب شوې پریزنټیشن د یوې طرحې په توګه ګډونوالو ته وړاندی کړی شو او ګډونوالو يې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.

د ناستې په جریان کې، د اړونده ادارو له خوا د لاجوردو له لارې د آزمایښتي محمولې په انتقال او په دی برخه کې په کم لګښت، د خصوصي شرکتونو د وړتیاوو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو او ددی لارې په ګډه ویزه باندی ټینګار وشو.

ښاغلي امیني د وړاندی شوي پریزنټیشن په اړه د ګډونوالو نظرونه مطرح او ناسته يې پای ته ورسوله.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د افغانستان لپاره د بیلاروس له سفیر ښاغلي اولیګ ایوانف سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او ګډو همکاریو خبرې اترې وکړی.
 
په دغه ناسته کې چې د نړیوالو اړیکو مسؤل هم ګډون درلود، ښاغلي ایوانف د افغانستان او بیلاروس ترمنځ ګډ اقتصادي کمیسیون او همدارنګه د سوداګریز نښلونکي کنفرانس په اړه چې د روان زیږدیز کال د جون د ۲۸مې څخه تر جولای ۲مې پوری به دوام وکړي ښاغلي عطايي ته هراړخیز معلومات ورکړل.
 
ښاغلي ایوانف د ښاغلي عطايې څخه وغوښتل چې په نوموړي کنفرانس کې د ګډون په موخه دوی ته ۲۰ تنه سوداګر او پانګوال ور وپیژني.
 
ښاغلي اولیګ ایوانوف زیاته کړه چې بیلاروس په پام کې لري چې د سوداګرۍ ویزو ستونزې د حل په موخه په کابل کې د بیلاروس د سوداګرۍ اتاق رسمي نمایندګي او افتخاري قونسلګري پرانیزي.
 
د بیلاروس سفیر د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه چې په کال کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره ده، کمه وبلله، او د سوداګرۍ د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
 
هغه افغانستان ته د صادراتو زیاتوالي په ځانګړي توګه تخنیکي او کرهنیز تجهیزاتو ته د خپل هیواد چمتووالي یادونه وکړه او د هغه هیواد په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې د کرنې د میخانیک کولو او د کرنیزو سندونو په ورکولو کې له افغانستان سره همکاري کوي.
 
ښاغلي عطایي د بیلاروس سفیر ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه بشپړو معلوماتو وړاندې کولو پرمهال، د دې سوداګریزې ناستې په جوړولو او د افغان سوداګرو او پانګوالو برخه اخیستنې په تړاو د اتاق چمتووالي او همکارۍ پوره ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي عطايي هغه تفاهملیک ته په اشارې کولو سره چې څو کاله وړاندی لاسلیک شوی وو، زیاته کړه چې د هغه تفاهملیک مواد چې عبارت دي له: ګډو نندارتونونو په لاره اچول او د سوداګریزو ارقامو او پلاوو تبادلې څخه، نه دي عملي شوي.
 
ښاغلي عطايي وویل چې د یاد تفاهملیک موادو په عمل کې د پیاده کولو په موخه باید یو سوداګریز استازی د بیلاروس سوداګرۍ اتاق له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته ور وپیژندل شي، ترڅو د تفاهملیک په عملي کولو کې لازم ګامونه پورته کړی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کندهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي حاجي محمد داوود قادري، د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردګ سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې د افغان سوداګرو شتو ستونزو، ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي مهمند په هندوستان کې د افغان سوداګرو په لاره کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د آغلې وردګ هڅې وستایلې خو زیاته يې کړه چې دا هڅې بسنه نه کوي او د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه باید نور کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

ښاغلي مهمند د تازه او وچو میوو، هنګ او تالک ډبرو په لاره کې د شتو خنډونو یادولو ترڅنګ، زیاته کړه "هغو هندي ډاکټرانو ته چې د روغتیا په برخه کې د ښه شهرت لرونکي دي، باید په افغانستان کې ورته پانګه اچونه وشي او د کار کولو زمینه ورته برابره کړی شي."

ښاغلي هوتک په چابهار بندر کې د شتو ستونزو یادولو ترڅنګ، زیاته کړه "په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره هندوستان ته د افغانستان صادراتو کې کموالې رامنځته شو. په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې افغانستان د هندوستان څخه ۴۸۹ میلیونه ډالره واردات او نوموړي هېواد ته يې د ۴۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي چې هندوستان ته په صادراتو کې د پام وړ کموالې څرګندوي."

نوموړي وړاندیز وکړ چې د دواړو هیوادونو د سوداګرو د پیسو خدمتونو ستونزو د حل په موخه دی د خصوصي بانکونو نماینده ګي د افغانستان او هندوستان له حکومتونو سره په همغږۍ جوړه شي.

په دې ناسته کې د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو څانګو چارواکو په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ لپاره د سوداګرو ځانګړې غوښتنې شریکې کړې. دوی د ممبۍ او کندهار تر منځ د تازه مېوو سوداګرو ستونزو د له منځه وړلو او یو شمیر نورو محصولاتو ستونزو حلولو لپاره د ګډې خونې جوړول خورا مهم وګڼل او زیاته یې کړه چې پدې برخه کې باید عملي ګامونه پورته کړی شي.

د کراچۍ له لارې هندوستان ته د افغاني محصولاتو صادرولو په پروسه کې د ګړندۍ پروسې نه شتون یوه بله ستونزه وه چې ورته اشاره وشوه او په دې برخه کې د لا زیاتو تاسیساتو رامینځته کولو باندې ټینګار وشو.

آغلې ذکیه وردګ په هندوستان کې د افغان سوداګرو ستونزو تایئدولو ترڅنګ، زیاته کړه چې ددی ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي. د آغلې وردګ په وینا، د دواړو هیوادونو حکومتونه باید د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره ځانګړې تګلاره غوره کړي ترڅو د دواړو هیوادونو صادرات تر یوې اندازې پورې ښه شي، او د شته ستونزو لپاره باید یوه اساسي حل لاره وموندل شي.


هغې زیاته کړه چې ډیري افغان سوداګر د هندي شرکتونو سره قانوني ستونزې لري او باید دا ستونزې حل شي. په ممبۍ کې د افغانستان آغلې قونسلې وویل چې د دواړو هیوادونو قراردادي شرکتونه باید د تړون کولو څخه دمخه د دې شرکتونو په اړه بشپړه څیړنه ترسره کړي ترڅو د حقوقي ستونزو یا د پیسو ترلاسه کولو کې ځنډ سره مخ نشي.


آغلې وردګ زیاته کړه چې ډیر ژر به د ممبۍ په ښار کې د افغاني محصولاتو بازار موندنې په اړه غونډه جوړه شي او له اتاق څخه یې وغوښتل چې د هندي شرکتونو سره د پانګونې یا سوداګرۍ په برخه کې لیواله شرکتونه معرفي کړي ترڅو په دغه ناسته کې برخه واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د امریکا لپاره افغان سرپرست سفیر ښاغلي عبدالهادي نجرابي سره د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي احمدیار ښاغلي نجرابي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ښاغلي نجرابي چې د خصوصي سکتور یو غړی دی د امریکا لپاره د افغان سفارت سرپرست په توګه ګمارنه يې وستایله.
 
ښاغلي احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور یو ګډ کور بللو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پانګه اچوونې لپاره باید لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.
 
ښاغلي مهمند د هلمند ولایت د مالوچو فابریکې د بیا په کار پیلولو غوښتنې ترڅنګ، هغو ننګونو ته اشاره وکړه چې امریکا ته د افغان ممیزو صادرولو په برخه کې پرتې دي او په دی برخه کې يې د امریکا لپاره افغان سفارت څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د سوداګرو لپاره د ویزو اخیستو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د غښتلتیا او پراختیا په برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي.
 
ښاغلي باز وویل "د کرونا ناورین د دواړو هېوادونو په سوداګریزو اړیکو خورا بدې پایلې پریښې او د بیا په پښو ودریدو لپاره يې باید ګړندۍ هڅې وشي. "
 
ښاغلي سید جاوید برهان د متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان او د نړۍ پرمختللو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا چې له شلو کلونو راهیسې په بیلابیلو برخو کې د افغان حکومت پیاوړی ملاتړ کونکی دی اړینه وبلله. ښاغلي برهان د افغان او امریکايې سوداګرو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا په موخه، د یوې سوداګریزې نښلوونکې ناستې د جوړیدو غوښتنه وکړه او د افغان-امریکا سوداګریزو اړیکو په غښتلتیا او پراختیا يې ټینګار درلود. نوموړي ټینګار وکړ چې اتاق د یو اغیزمن میکانیزم او په دې برخه کې په ځانګړي پلان کار کوي ترڅو د سوداګریزو توکو تبادلې کچه لوړه کړي.
 
هغه د امریکا لپاره په افغان سفارت غږ وکړ چې افغان سوداګرو ته د ویزې صادرولو، سوداګریزو اړیکو ښه کولو، په حضوري او آنلاین ډول سوداګریزو غونډو ته د زمینې برابرولو لپاره په ګډه کار وکړي او امریکایی پانګه وال دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
ښاغلي عطايې وویل "له نېکه مرغه، په وروستیو کلونو کې، د نړیوالو معیارونو سره سم د کورنیو تولیداتو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې ډیر کار شوی دی."
 
ښاغلي عطايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او پراختیا په موخه، لاندی وړاندیزونه مطرح کړل:
• د کابل – واشنګټن ترمنځ هوایي دهلیز جوړیدل
• په امریکايې بازارونو کې افغان محصولاتو ته لازمه بازار موندنه کول
• د سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو په لاره اچول
• د (ACCI) او (AACCI) ترمنځ د یوه تفاهملیک لاسلیکول
 
ښاغلي نجرابي وویل "امریکا د افغاني محصولاتو سره د یوې ځانګړې لیوالتیا لرلو ترڅنګ، نه یواځې په امریکا بلکه په نورو هېوادونو کې هم ورته بازار موندنه کوي."
ښاغلي نجرابي ژمنه وکړه چې یادې ټولې موضوعګانې به د امریکا متحده ایالاتو اقتصادي مسؤلینو سره شریکې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا او غښتلتیا برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
 
د ناستې په پایله کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د امریکا لپاره افغان سرپرست سفیر ته د ستاینلیک په ورکولو سره، هغه ته ویاړ وبخښه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د نړیوالو مالي مرستو سازمان (IFC) له مسؤلینو هر یوې آغلې دیشا پاندی او جوشي سره د لیدنې په ترڅ کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايي ددی ناستې په اړه د (IFC) مسؤلینو لیوالتیا او اتاق سره د نوموړې مؤسسې د تلپاتې همکارۍ ستاینه وکړه. ښاغلي عطايي د (IFC) مسؤلینو ته د اتاق په اړه هر اړخیز معلومات لکه: د خصوصي سکتور له لوري د لویو پروژو تطبیق، په مختلفو پروژو کې د عامه پوهاوي، کورنیو او نړیوالو پروګرامونو او د کاروبار سروې ګانو په برخه کې د اتاق د ویب پاڼې او ټولنیزې رسنۍ (فیسبوک) له لاری خبر رسونې په هکله بشپړ معلومات وړاندی کړل.
 
د (IFC) مسؤلینو د خصوصي سکتور په فعالیتونو کې د جنډر پروګرامونو په لاره اچولو، د ناستو جوړولو او اړونده سروې ګانو ترسره کولو او د اړتیا وړ معلوماتو تبادله کولو په برخه کې د یو تفاهملیک لاسلیکول اړین وبلل.
 
ښاغلي عطايې د (IFC) او اتاق ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیکولو په اړه خوښي څرګنده او د ګډو همکاریو په برخه کې يې د اتاق د هرډول همکارۍ او چمتو والي ډاډ ورکړ.

مقالات دیگر...