د هېواد یو شمېر سوداګرو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي د خونې په مرکزي دفتر کې د غالیو د سکټور او تولیدي شرکتونو له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه وکړه.په دې ناسته کې د کندهار د پیور شرکت رئیس حاجي سلیم، صراف امین خان احمدزي، د غالیو سوداګر حاجي بشیر جان او عبدالمحمود سراج ګډون کړی و.سوداګرو د ګمرکي ستونزو او همدارنګه د غالیو د صادراتو په برخه کې شته ننګونو ته اشاره وکړه او په یادو برخو کې یې خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل. هغوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.ښاغلي عظیمي د سوداګرو د ستونزو او نظرونو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به له اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي او د حل په موخه به یې لازمې هڅې ترسره شي.سهشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۴۰۵