د هوايي دهلېز له لارې د انتقالاتو د بهیر د ښه والي په موخه په کابل کې له یوې روسي کارګو کمپنۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال لیدنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي په کابل کې د روسیې د هوايي لوجستیکي شرکت «چکال آویا» له رئیس ښاغلي الکساندر چروچکن او مل پلاوي سره وکتل.
 
دغه لیدنه د افغانستان د سوداګرو د مالونو د انتقال لپاره د هوايي دهلېز د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
ښاغلي الکساندر د «چکال آویا» کارګو شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه شرکت دا مهال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې فعالیت لري او لېوالتیا لري چې په افغانستان کې د خپلو کارګو الوتکو له لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې فعالیت وکړي.
ښاغلي عظیمي د «چکال آویا» شرکت رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرو او صادروونکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د هوايي دهلېز د لوجستیکي خدمتونو پراختیا اړینه وبلله او له یاد شرکت څخه یې وغوښتل چې د لا زیاتو اسانتیاوو، ټیټ لګښت او خوندي انتقالاتو په برابرولو سره د افغانستان څخه بهر او د سیمې له هېوادونو څخه افغانستان ته د سوداګرو د مالونو لېږد رالېږد په خوندي ډول ترسره کړي.
ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یاد شرکت ترمنځ رسمي هوکړه‌لیک هم لاسلیک شي.
په دې ناسته کې د روسیې د «یونیفیکشن» او «ترانس ژدي» لوجستیکي شرکتونو مسئولینو هم ګډون درلود چې د اورګاډي او سړک له لارې د مالونو د لېږد رالېږد په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
 
یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۴۰۵