د ایران – افغانستان د ګډې خونې له پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان لپاره د ایران اسلامي هېواد له سفیر ښاغلي علي‌ رضا بیکدلي، د ایران – افغانستان د ګډې خونې له رئیس ښاغلي محمود سیادت او مل پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې وکتل. په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې وده او د اقتصادي راکړې ورکړې د کچې پر لوړولو بحث او د نظر تبادله وشوه.
 
د غونډې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي ایراني پلاوي ته ښه راغلاست ویلو تر څنګ د افغانستان او ایران ترمنځ یې پر تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې افغانستان د خپلو بډایه طبیعي سرچینو، مناسب ټرانزیټي موقعیت او پراخو پانګوالیزو فرصتونو له امله کولای شي د ایراني سوداګرو او پانګوالو لپاره د پانګونې او فعالیت مناسب فرصتونه برابر کړي.
وروسته د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، ښاغلي علي‌رضا بیکدلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ پیاوړو او اوږدمهالو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي سفر د ایران اسلامي جمهوریت له لوري له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د جدي ارادې څرګندونه کوي. نوموړي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې لیدنه کې د افغانستان – ایران د ګډې خونې رئیس ښاغلي کمال‌الدین توحیدي، د خونې ارشد سلاکار ښاغلي آذرخش حافظي د ایران – افغانستان د ګډې خونې رئیس ښاغلي محمود سیادت او حسین محمدیان ـ د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنعتونو، کانونو او کرنې خونې د صادراتو د پراختیا د کمېسیون رئیس هم ویناوې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو همکاریو او اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې ښاغلي محمود سیادت د ایران – افغانستان د ګډې خونې رئیس د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د شته ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او د دې سفر اساسي موخه یې ایران ته د افغانستان د صادراتو پیاوړتیا وبلله. نوموړي له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو وړ ځینو مهمو سکټورونو لکه پنبه، غوښه او معدني موادو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې یاد پلاوی به د خپل اووه ورځني سفر په ترڅ کې د افغانستان د اقتصادي سکټور له استازو سره لیدنې ولري. هغه همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه وغوښتل چې د ایراني پلاوي او افغان اقتصادي فعالانو ترمنځ د خبرو او سوداګریزو غونډو د جوړېدو زمینه برابره کړي.
د غونډې په ترڅ کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ایران ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر اسانتیا او د شته اقتصادي ظرفیتونو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ او ګډې همکارۍ یې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمې او اړینې وبللې.
په دې لیدنه کې د خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي آرین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، ښاغلي حسین روستایي، د خراسان رضوي د سوداګرۍ خونې مسئول د ایران سفارت د اقتصادي چارو کارپوه ښاغلي رحیمیان، د ایران د نندارتونونو د مدیریت رئیس ښاغلي صدرزاده، د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې اجرائیوي رئیس ښاغلي امین صیقل‌زنان او د دواړو لورو یو شمېر مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو غړو ګډون کړی و.
 
پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه، ۱۴۰۵