د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د کاري اړیکو د لا همغږۍ او پیاوړتیا په موخه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له عمومي رئیس ښاغلي الحاج احمد نبيزاده سره لیدنه او خبرې وکړې.په دې ناسته کې دواړو لورو د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې او د خصوصي سکټور د ځینو محدودو ستونزو او ننګونو د حل په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه.په دې لیدنه کې د دواړو خونو د ګډو موضوعاتو د خصوصي سکټور ملاتړ، د افغانستان د خصوصي سکټور د ستونزو او ننګونو د حل، د پانګونې د جلب، شته اقتصادي فرصتونو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني ترڅنګ د صنایعو او کانونو خونې د صنعت او کانونو مرستیالانو، د شخړو د حل د کمېسیون رئیس او د دارالانشاء رئیس هم ګډون درلود.دواړو لورو د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا او دوام په موخه د یوې ګډې همغږۍ کمېټې پر جوړېدو هوکړه وکړه څو د ګډو هڅو او همکاریو له لارې د خصوصي سکټور د ستونزو او ننګونو د حل د پانګونې د جلب او له شته فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره عملي ګامونه پورته شي.د غونډې په پای کې دواړو لورو پر دوامداره همکاریو، ګډ کار او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او د هېواد د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.چهارشنبه، غبرګولی۲۰مه، ۱۴۰۵