د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له رئیس ښاغلي جیفري ګریکو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.د دې ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي ښاغلي جیف ته ښه راغلاست ویلو ترڅنگ د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې او د هېواد د خصوصي سکټور ترمنځ د لا نږدې همکاریو غوښتنه وکړه.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په دې لیدنه کې د امریکا د خصوصي سکټور او د افغانستان د خصوصي سکټور ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو، امریکايي او په امریکا کې مېشتو افغان پانګوالو ته د افغانستان د پانګونې د فرصتونو پر معرفي کولو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو لپاره د امریکا او نورو نړیوالو بازارونو ته د صادراتو د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کول، د ټکنالوجۍ، مدیریتي پوهې او بریالیو سوداګریزو تجربو لېږد، او د متشبثینو او کوچنیو او منځنیو شرکتونو ملاتړ د دواړو لورو د همکاریو له مهمو لومړیتوبونو څخه یاد کړل. هغه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو چې د افغانستان د خلکو ملکیت دی پر ازادېدو هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ او هڅو غوښتنه وکړه.په مقابل کې ښاغلي جیفري ګریکو د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره د هر اړخیزې همکارۍ بشپړ چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې یو شمېر امریکايي شرکتونه د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا لري. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رول د سوداګریزو مشارکتونو په رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو په اسانتیا کې مهم او اغېزناک وباله.ښاغلي جیف همدارنګه یادونه وکړه چې ټاکل شوې ده د امریکايي سوداګرو او پانګوالو یو ستر پلاوی د ازبکستان په یوه اقتصادي پروګرام کې ګډون وکړي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس ته هم بلنه ورکړه څو له یاد پلاوي سره لیدنه وکړي او د افغانستان د پانګونې فرصتونه او اقتصادي همکارۍ ورسره شریکې کړي.سهشنبه غبرگولي ۱۹مه، ۱۴۰۵