د روسي فدراتیف سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خونې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د روسي فدراتیف سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. ښاغلي هاشمي د دې ناستې په پیل کې د افغانستان د خصوصي سکټور په کور کې د روسیې سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګوالیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
 
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګوالیزو اړیکو د پراختیا، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې، د ګډو پانګونو د جلب او د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د لا نږدې همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې. نوموړي همدارنګه د روسیې له لوري د متخصصینو د استولو غوښتنه وکړه څو د افغانستان له خصوصي سکټور سره همکاري وکړي او افغانستان ته د روسیې تخنیکي پوهه او صنعتي تجربې انتقال شي.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ چې د دواړو لورو د سوداګرو، پانګوالو او فعالو شرکتونو نوملړونه سره تبادله شي څو د بازار د اړتیاوو پر بنسټ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ټاکلي او عملي پروګرامونه جوړ شي.
په مقابل کې ښاغلي دیمیتري ژیرنوف څرګنده کړه چې د تېر کال په ترڅ کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ وده کړې خو دا اندازه د دواړو هېوادونو د شته ظرفیتونو لپاره بسنه نه کوي او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا شته.
نوموړي همدارنګه د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر عملي ګامونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې به د خونې سره همکاري وکړي څو په افغانستان کې شته مهم پانګوالیز فرصتونه او پروژې روسي سوداګرو او پانګوالو ته ور وپېژندل شي.
د روسیې سفیر په پای کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا یو مهم عامل وباله.
 
سه‌شنبه، غبرګولی ۱۹مه، ۱۴۰۵