د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، او د خونې د مشرتابه یو شمېر غړو د چین ولسي جمهوریت د شانګهای د سوداګرۍ خونې له رئیس او غړو او د دغه ښار له یو شمېر پانګوالو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، ښاغلي هاشمي د شانګهای ښار د نړۍ له مهمو اقتصادي، سوداګریزو او پانګیزو مرکزونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې تاریخي دي. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له مخې د آسیا په زړه کې موقعیت لري او تل یې د مرکزي آسیا او ختیځې آسیا ترمنځ د نښلونکې پُل په توګه رول درلودلی، او همدارنګه یې د سیمې د اقتصادي نښلون یا اتصال په برخه کې مهمه ونډه لرلې ده. هغه د چین ولسي جمهوریت له لوري د “یو کمربند، یوه لار” نوښت یو مهم فرصت وباله چې د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو د ودې لپاره اغېزمن تمامېدای شي او د دې چوکاټ په ترڅ کې یې د افغانستان د بشپړ چمتووالي او فعال رول پر ادا کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان خصوصي سکټور د روښانه لید او بشپړ چمتووالي سره غواړي له چینایي سوداګرو او پانګوالو سره په بېلابېلو برخو لکه کانونو، کرنې، صنعت، ټرانزیټ، لوجستیک، ټکنالوجۍ، تولید، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، طبي محصولاتو او بانکي سکټور کې خپلې همکارۍ پراخې کړي. نوموړي له چینایي پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې له شته اقتصادي فرصتونو ګټه پورته کړي او له افغان سوداګرو سره په لویو زیربنایي پروژو کې ګډې پانګونې ترسره کړي.
د شانګهای د سوداګرۍ خونې رئیس د افغانستان د سوداګریز پلاوي له ورتګ څخه هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې شانګهای د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په برخو کې د پراخو ظرفیتونو په لرلو سره چمتو ده چې د افغانستان له خصوصي سکټور سره عملي او تلپاتې همکارۍ پراخې کړي.
د دې ناستې په پای کې، د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د شانګهای د سوداګرۍ خونې ترمنځ لاسلیک شو.
په دې لیدنه کې د خونې د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، الحاج عبدالاحد صدیقي، او د مدیره پلاوي غړي، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیعالله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، همدارنګه د کندهار خونې مرستیال، الحاج بهاوالدین، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، الحاج نصیراحمد سلطانزاده، او د هېواد یو شمېر مخکښو سوداګرو هم ګډون درلود.