د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزې نښلونې ناسته په سرخان‌دریا ولایت کې ترسره شوه

د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریز اتصال ناسته د ازبېکستان د سرخان‌دریا ولایت کې ترسره شوه، چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي او ورسره مل سوداګرو ګډون وکړ.
 
ښاغلي عظیمي د سرخان‌دریا ولایت د والي له تود هرکلي او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د دا ډول ناستو رول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو د پراختیا لپاره لاره برابروي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د افغانستان د تازه مېوو د موسم په رارسېدا سره دې ازبېکستان ته د دغو محصولاتو د صادرولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي او همدارنګه د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته دې د ټرانزیټ په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ازبېکستان د سرخان‌دریا ولایت والي، ښاغلي اولوغ‌بیک قاسم‌اوف، له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د خپل ولایت د بشپړې همکارۍ او چمتووالي ډاډ ورکړ او د دې ولایت اقتصادي ظرفیتونو ته یې اشاره وکړه، چې پکې د غنمو او درملو تولید شامل دي، او همدارنګه یې د ډبرو سکرو او پنبې په برخو کې د اړتیاوو یادونه وکړه.
په دې سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د وچې مېوې، غنمو، خوراکي توکو، البسې او درملو په برخو کې د څه باندې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۶ سوداګریز تړون لیکونه لاسلیک شول.
 
چهار‌شنبه، غویي نهمه، ۱۴۰۵