د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي له لوري د چین د هانګزوی د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس سره لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د چین د هانګزوی د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د جلب، د سوداګریزو نظریاتو د تبادلې، د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو د جوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
 
د دې لیدنې په پای کې، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د چین د هانګزوی د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ د همکاریو هوکړه ليک، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او ګډو پانګونو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوه.
په دې لیدنه کې د خونې د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، الحاج عبدالاحد صدیقي، او د مدیره پلاوي غړو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، همدارنګه د کندهار خونې مرستیال، الحاج بهاوالدین، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، الحاج نصیراحمد سلطان‌زاده، او د هېواد یو شمېر مخکښو سوداګرو ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، غویي اتمه، ۱۴۰۵