د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي له لوري د چین زیجانگ ښار کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ له رئیس سره لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د خونې د مشرتابه یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه نېټه د چین زیجانگ ښار کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ له رئیس سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ټرانزیټ، د رېل پټلۍ همکاریو، د نندارتونونو د جوړولو او ګډو پانګونو پر اهمیت ټینګار وکړ او له چینایي پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې ترسره کړي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه د کابل او چین د بېلابېلو ښارونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو موضوع مطرح کړه او په دې برخه کې یې د هانژونګ د استازولۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د چینایي لوري له خوا ژمنه وشوه چې دغه موضوع به د خپلو اړوندو ارګانونو له لارې تعقیب کړي.
په دې لیدنه کې د خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج عبدالاحد صدیقي او د مدیره پلاوي غړي الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، همدارنګه د کندهار خونې مرستیال الحاج بهاوالدین، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال الحاج نصیراحمد سلطان‌زاده او د هېواد یو شمېر مخکښو سوداګرو هم ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، غویي اتمه، ۱۴۰۵