د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د پاسپورټ ریاست له عمومي رئیس، ښاغلي مولوي عبدالکریم حسیب سره په لیدنه کې د پاسپورټ د خدماتو د وړاندې کولو، په ځانګړې توګه د سوداګرو لپاره د دې بهیر د ښهوالي په موخه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکتور پر مهم رول ټینګار وکړ او د سوداګرو لپاره یې د پاسپورټ ترلاسه کولو بهیر د اسانه او چټکتیا غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د پاسپورټ ادارې او اقتصادي بنسټونو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ څو ستونزې حل او لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
بل لور ته، د پاسپورټ عمومي رئیس د دغو وړاندیزونو هرکلی وکړ او د خپلې ادارې پر ژمنتیا یې ټینګار وکړ چې خدمات به ښه کړي، اداري بهیر به اسانه کړي او د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د سوداګرو رضایت به تأمین کړي او ده ډاډ ورکړ چې د سوداګریزو پاسپورټونو د صادرولو په برخه کې به د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې دوام ولري.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو پاسپورټونو د صادرولو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو عمومي ریاست کې د افغانستان بانک د یوې نمایندګۍ د جوړولو غوښتنه وکړه څو د تادیاتو او اړوندو خدماتو بهیر په چټک او منظم ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د عامل پلاوي د ریاست مالي او اداري مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل هم ګډون درلود.