د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هېواد د خصوصي سکتور پر وړاندې د اساسي ستونزو او ننګونو په اړه هر اړخیز بحث او د نظر تبادله وکړه.
ښاغلي هاشمي د سوداګرو او پانګوالو مهمې اندېښنې او غوښتنې د بهرنیو چارو له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې او له دې وزارت څخه یې وغوښتل چې د شته خنډونو د لرې کولو او د سوداګریزو چارو د اسانتیا لپاره لا زیاتې همکارۍ وکړي. نوموړي په ځانګړې توګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښاغلي متقي هم د همکارۍ لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت به د نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د سوداګرو د ستونزو د حل او د هېواد د سوداګریز چاپېریال د ښه والي لپاره لازمې هڅې وکړي.