د خونې د مدیره پلاوی غړي او د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د تخصصي کمېټې رئیس، ښاغلي الحاج ګلمیر امیني د دې کمېټې د یوشمېر غړو په ګډون د ټرانسپورټ او ټرانزیټ برخه کې د شته ستونزو او فرصتونو د هراړخیزو څېړنو، او د دې سکتور د اهمیت، اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د اسانتیا او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د ارزونو په موخه د خونې د کنفرانسونو په تالار کې غونډه وکړه.
ښاغلي امیني، د ګډونوالو او د کمېټې غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د تخصصي کمېټې جوړول یو مهم ګام وباله چې د نظرونو د همغږۍ، د ستونزو د حل او د ټرانسپورټرانو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د همغږۍ په برخه کې مرسته کوي.
نوموړي د کمېټې له غړو وغوښتل چې د خپلو ولایتونو د ټرانسپورټي شرکتونو ټولې ستونزې او وړاندیزونه په واضح ډول شریک کړي څو د دې کمېټې د مشرتابه له لارې له اړوندو حکومتي چارواکو سره مطرح شي.\