د ازبیکستان د نمنګان والي او د ده مل سوداګریز پلاوي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي د ازبیکستان د نمنګان والي، ښاغلي شوکت جان عبدالرزاقوف، د دې هېواد سفیر، ښاغلي اویبیک عثمانوف او یوشمېر سوداګرو سره د خونې په عمومي دفتر کې ولیدل او دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
 
ښاغلي هاشمي، مرکزي خونې ته د هغوی راتګ ته هرکلی ووایه او د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي څخه یې مننه وکړه چې دا سفر تنظیم کړی څو دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ د ښو اړیکو څرګندونه کوي.
هغه د درې ورځني د افغانستان جوړ شوي «Made in Afghanistan» نندارتون جوړېدل او ورپسې کابل ته د ازبیکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي سفر د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د باور او علاقې ښه نښه وبلله.
د خونې عمومي رئیس د تېرې شپې د سوداګریز تواصل کنفرانس له پایلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د هېواد زړورو سوداګرو هڅې چې په سختو شرایطو کې یې د خلکو اړتیاوې په کورنیو بازارونو کې پوره کړې، د هیلو وړ دي او په وینا یې چې د همدې هڅو په دوام سره کولای شو د افغانستان د صادراتو کچه د وارداتو تر کچې لوړه کړو او د هېواد سوداګریز توازن ښه کړو.
ښاغلي عبدالرزاقوف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه د تېرې شپې د سوداګریز کنفرانس د تنظیم او همدارنګه د ښه مېلمه‌پالنې له امله مننه وکړه او دا ډول پروګرامونه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو سوداګریزو اړیکو ښکارندوی وبلل او په وینا یې چې د اړیکو د پراختیا او ښو همکاریو لپاره یې په کابل کې د نمنګان ولایت سوداګریزه استازولي پرانیستې ده.
هغه د نمنګان ولایت د صنعتي او کرنیزو ظرفیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د خونې عمومي رئیس او افغان سوداګرو ته یې بلنه ورکړه چې نمنګان ته سفر وکړي او د دې ولایت د ګلونو په ۶۵م فسټیوال کې ګډون وکړي او زیاتوي، په یاد ولایت کې د شته ظرفیتونو په لرلو بشپړ باور لري چې سوداګر به د سوداګریزو تړونونو په لاسلیک کولو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه څو برابره ډېره کړي.
نوموړي، ښاغلي هاشمي ته په یاد فسټيوال کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه او بلنلیک یې وروسپاره چې هغه هم دغه بلنه ومنله.
په دې ناسته کې د خونې د حکومت سره د اړیکو د برخې مرستیال، ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امیني، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلیو غړو، الحاج محمد ظاهر اڅکزي او الحاج محمد یوسف یوسفي هم حضور درلود.
 
یکشنبه، وري نهمه، ۱۴۰۵