د تاشکند والي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او ورسره مل پلاوي ازبیکستان ته د خپل سفر په لړ کې د تاشکند والي، ښاغلي میرزایف زویر توییروویچ سره د ولایت په مقام کې وکتل.
ښاغلي هاشمي د ازبیکستان د دولت او د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له تود هرکلي او دوامداره همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ او د افغانستان جوړ شوي د «Made in Afghanistan» نندارتون د جوړېدو، لاسته راوړنو او د پام وړ بریاوو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس څرګنده کړه چې د افغانستان خصوصي سکتور ژمن دی څو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا زیاتوالي لپاره هڅې وکړي او یادونه یې وکړه چې په راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یو لوی سوداګریز پلاوی تنظیم کړي او پلان لري چې په راتلونکي پړاو کې دغه نندارتون د تاشکند په ښار کې د پراخ شمېر سوداګرو او غرفه‌لرونکو په ګډون جوړ کړي.
په مقابل کې د تاشکند والي، ښاغلي میرزایف زویر توییروویچ د افغانستان سوداګریز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې وویل چې د تاشکند ولایت مقام هم هڅه کوي څو له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي او تل به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور په خدمت کې وي.
ښاغلي هاشمي د تاشکند والي ته د کابل د سفر رسمي بلنه ورکړه چې په ځواب کې والي دغه بلنه ومنله او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د یوشمېر سوداګرو او تخنیکي پلاوي په ملتیا کابل ته سفر وکړي.
 
جمعه، وري اومه، ۱۴۰۵