د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او ورسره مل پلاوي یې د ازبیکستان د سفر پر مهال په تاشکند کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر، ښاغلي شیخ عبدالغفار بحر سره په سفارت کې وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له لوري له افغان سوداګرو سره د شویو همکاریو او ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د سفارت پر مهم رول ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د سفارت د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشمي په تاشکند ښار کې د افغانستان جوړ شوي «Made in Afghanistan» نندارتون د جوړېدو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او له سفارت څخه یې وغوښتل چې د ازبیکستان په نورو ښارونو کې د سوداګریزو نندارتونونو او اړیکو کنفرانسونو په تنظیم کې لازم ملاتړ او همکاري وکړي څو دا پروګرامونه په منظم ډول پراخ شي.
د افغانستان د اسلامي امارت سفیر د عمومي رئیس، ورسره پلاوي او افغان سوداګرو ته ښه راغلاست ووایه او د دې سفر پر اهمیت او په ازبیکستان کې د افغانستان د خصوصي سکتور پر فعال حضور یې ټینګار وکړ.
هغه د افغانستان جوړ شوی «Made in Afghanistan» نندارتون یو بېساری او بریالی پروګرام وباله او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو له پراختیا څخه یې خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي سفیر همدارنګه د افغانستان د خصوصي سکتور سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې سفارت به د سوداګرو د ملاتړ او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.