په تاشکند کې په دوهمه ورځ د افغانستان جوړ شوی (Made in Afghanistan) نندارتون د چارواکو، سوداګرو او کورنیو او بهرنیو لیدونکو د پراخ حضور شاهد و.
په دې ورځ په ازبیکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر، ښاغلي شیخ عبدالغفار بحر له نندارتون لیدنه وکړه او له نږدې یې د افغانستان له بېلابېلو تولیداتو او محصولاتو سره بلدتیا ترلاسه کړه.
همدارنګه د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس، ښاغلي دوران وهابوف هم د نندارتون له بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه.
د دې لیدنو پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي د مېلمنو ملتیا وکړه او د افغانستان د محصولاتو، ظرفیتونو او سوداګریزو فرصتونو په اړه یې لازم معلومات وړاندې کړل.
د لیدونکو پلاویو د افغان سوداګرو له بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه او د سوداګریزو همکاریو د پراخولو لپاره یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې د دې نندارتون په لومړۍ ورځ شاوخوا ۴۰۰ ازبیکي شرکتونو له نندارتون څخه لیدنه کړې وه، په داسې حال کې چې په دوهمه ورځ دا شمېر تر ۶۰۰ زیاتو شرکتونو ته لوړ شوی دی.
همدارنګه، د دې نندارتون د دوو ورځو په ترڅ کې له ۴۰۰۰۰ څخه زیاتو د ازبیکستان، چین، هند او ایران لیدونکو لیدنه کړې چې دا د سیمې په بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو د اهمیت او جذابیت ښکارندویي کوي.
د افغانستان د اسلامي امارت سفیر د دې نندارتون جوړېدل د هېواد د خصوصي سکتور لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د افغانستان د سفارت پر هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ یې ټینګار وکړ.
له بلې خوا، ګډون کوونکو سوداګرو هم د دې نندارتون له مثبتو پایلو خوښي څرګنده کړه او د همکاریو پر دوام او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو، د سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو او د پانګونو د جذب لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې اغېزمن رول لوبوي.