د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي چې د افغانستان جوړ شوی «Made in Afghanistan» نندارتون د پرانیستې په موخه د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ د ازبیکستان تاشکند ته تللی، په دې ښار کې یې د ازبیکستان د اسلامي تمدن له مرکزه لیدنه وکړه.ښاغلي هاشمي او ورسره مل پلاوی چې د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشرتابه پلاوي، د هغه هېواد د دولتي چارواکو او د دې مرکز د مسوولانو لخوا یې تود هرکلی وشو، د دې مرکز له بېلابېلو برخو، عصري اسانتیاوو، بډایه نندارتون او ارزښتناکو تاریخي آثارو، په ځانګړې توګه له هغو نادرو خطي نسخو څخه چې د اسلامي تمدن د بډایه تاریخ ښکارندوی دي، له نږدې لیدنه وکړه.همدارنګه د دې مرکز د مسوولانو لخوا د دې لرغونې سیمې د علمي شخصیتونو د مهم رول او ونډې، د علم، کلتور او نړیوال تمدن د پرمختګ په ډګرونو کې بشپړ معلومات وړاندې شول چې د پلاوي له تود هرکلي او پاملرنې سره مخ شول.د خونې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دې مرکز د علمي او کلتوري ارزښتونو ستاینه وکړه او دا ډول نوښتونه یې د میراث د ساتنې او د ملتونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل. دوی همدارنګه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د لا نږدې کېدو په برخه کې د دې مرکز پر رول ټینګار وکړ.د ازبیکستان د اسلامي تمدن د مرکز جوړولو چارې ۹ کاله وخت ونیوه او تېره اونۍ پرانیستل شو.د افغانستان د سوداګریز پلاوي دا لیدنه، چې د «Made in Afghanistan» نندارتون د ترسره کېدو په څنډه کې ترسره شوه، د دې سفر د کلتوري پروګرامونو یوه برخه بلل کېږي.چهارشنبه، وري پنځمه، ۱۴۰۵