د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له لوري د افغانستان جوړ شوی (Made in Afghanistan) نندارتون پرانیسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان جوړ شوی (Made in Afghanistan) تر سرلیک لاندې د افغانستان د محصولاتو لومړنی لوی نندارتون چې د دې خونې لخوا، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ په تاشکند کې جوړ شوی، پرانیست.
ښاغلي هاشمي د تاشکند په ښار کې د (افغانستان جوړ شوی) لومړنی نندارتون د هېواد د تولیدي ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره یو مهمه لاسته راوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا نندارتون د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور د افغانستان د عزم څرګندونه کوي، د کورنیو تولیداتو د پراختیا نښه ده او له ازبیکستان سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډې ارادې استازیتوب کوي.
د خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخو سوداګریزو فرصتونو ته په اشارې وویل: “افغانستان د متنوعو کرنیزو او صنعتي محصولاتو او بډایو طبیعي سرچینو په لرلو سره کولی شي د ازبیکستان د بازار اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي. په مقابل کې ازبیکستان هم کولای شي د خوراکي توکو، سمنټو او درملو په برخو کې د افغانستان د بازار اړتیاوې پوره کړي چې دا به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لامل شي.”
ښاغلي هاشمي د دا ډول پروګرامونو پر دوام، د ګډو پانګونو پر پیاوړتیا، د ټرانزیټ پر پراختیا او د سوداګریزو اړیکو پر اسانتیا ټینګار وکړ او ده د نندارتون جوړېدل او د ګډې سوداګریزې شورا غونډه د دوامدارو شراکتونو د رامنځته کولو او مهمو سوداګریزو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک لپاره ښه فرصت وباله.
هغه د ازبیکستان له مېلمه پالنې او د نړیوالو بنسټونو له ملاتړه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا بهیر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا سبب شي.
د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال، محترم دوران‌بیک قربانوف، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه نندارتون له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لاره کې مهم ګام وباله.
نوموړي د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت، د نندارتونونو، سوداګریزو غونډو او د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او دغه راز یې هیله څرګنده کړه څو دا تعاملات به د سوداګرۍ د کچې د لوړوالي او د همکاریو د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي.
دا نندارتون د روان کال د مارچ له ۲۵مې تر ۲۷مې پورې دوام لري چې په کې افغان سوداګرو په څه باندې ۶۰ غرفو کې بېلابېل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
نندارې ته ایښودل شويو توکو کې قالینې، وچه او تازه مېوه، زعفران، جلغوزي، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، غیر‌الکولي مشروبات او د افغانستان نور باکیفیته محصولات او تولیدات شامل دي.
د دې مهم اقتصادي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، د ازبیکستان د جمهوریت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه او د ازبیکستان او افغانستان سوداګرو او صنعتکارانو هم ګډون درلود.
 
چهارشنبه، وري پنځمه، ۱۴۰۵