د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د هېواد د صنايعو او کانونو خونې د دارالانشاء رئيس او د بټریو یوشمېر تولیدوونکو پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال، الحاج آرین زلګي عظیمي او د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د صنايعو او کانونو خونې د دارالانشاء رئیس، ښاغلي عبدالمتین قلندري او د بټریو يوشمېر تولیدوونکو سره د خونې په مرکزي دفتر کې ولیدل.
 
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو خونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا، د پانګونو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د صنعتکارانو او سوداګرو پر وړاندې د شته خنډونو د حل لپاره د ګډې همغږۍ، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلب او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل بهیر د چټکتیا په اړه خبرې وکړې.
په پای کې، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د همکاریو د یو مشخص چوکاټ په رامنځته کولو سره به د پانګونې د وضعیت د ښه والي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
 
چهارشنبه، کب ۱۳مه، ۱۴۰۴